دین

کراچۍ د فرقه ورانه تشدد خلاف ګامونه پورته کوي

ضیا الرحمن لخوا

نيم پوځي رينجر د نومبر په ۵ مه په کراچۍ کې خپله ډيوټي ترسره کوي. فرنټير کور، رينجر او پوليس د هغه جرايم پيشه ډلو او نسلي- سیاسي ګوندونو وسله وال برخو خلاف ګامونه پورته کوي کوم چې په ښار کې فرقه ورانه تشدد ته هوا ورکولو کې ښکېل دي.[ضیا الرحمن]

نيم پوځي رينجر د نومبر په ۵ مه په کراچۍ کې خپله ډيوټي ترسره کوي. فرنټير کور، رينجر او پوليس د هغه جرايم پيشه ډلو او نسلي- سیاسي ګوندونو وسله وال برخو خلاف ګامونه پورته کوي کوم چې په ښار کې فرقه ورانه تشدد ته هوا ورکولو کې ښکېل دي.[ضیا الرحمن]

کراچۍ - په کراچۍ کې په دې وروستیو ورځو کې په فرقه وارانه بريدونو کې د زياتوالي له کبله د قانون پلي کوونکي ادارې د هغه ګروپونو خلاف ګامونه پورته کوي کوم چې فرقه ورانه اختلافات رامنځته کول غواړي.

د رسنيو د رپوټونو له مخې، په کراچۍ کې د ۹ او ۱۱ نومبر ترمنځ لږ تر لږه د۲۰ فرقه ورانه وژنو پيښې رامنځته شوې. د دغه پيښو قربانيانو د شيعه او سني دواړو ټولنو سره تعلق لرلو.

که څه هم يو نه ودريدونکی عملياتو کوم چې نيم پوځي رینجرو په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې پيل کړل په کراچۍ کې د طالبانو مختلف نيټ ورکونه دړې وړي کړي دي خو چارواکي فرقه ورانه تشدد ته وده ورکولو تور په جرايم پيشه ډلو او د نسلي- سياسي پارټو په وسله وال ډلو باندې لګوي.

د چيف منسټر هاوس څخه جاري شوی یو بيان وايي، چې د ۷ نومبر په غونډه کې د سېند صوبايي کابینې په دې خبره زور ورکړو چې هغه عناصر دې بالکل برداشت نه کړی شي کوم چې فرقه ورانه فساد ته هوا ورکوي.

چيف منسټر مراد علي شاه کله چې هغه د کابينۍ د ميټينګ مشرتوب کووو وويل: "حکومت د ترهګرو په وړاندې عمليات پيل کړي دي، په ځانګړې توګه د هغه کسانو خلاف کوم چې په کراچۍ کې فرقه ورانه جګړې ته هوا ورکوي."

د مشر وزیر وياند، مولا بخش چانډيو وويل، په فرقه ورانه حملو کې اوسنی زياتوالی په ښار کې د امن راوستلو لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو د درې کالو کوششونه ته زيان رسوي.

چانډيو پاکستان فارورډ ته وويل: "د سېند حکومت [...] فيصله وکړه چې د هغو فرقه ورانه ډلو خلاف ګامونه پورته کړي کوم چې په وژنه کې لاس لري." هغه زياته کړه چې دا ډول اقدامات به د ټولو مذهبي ډلو او سیاسي ګوندونو خلاف واخيستلی شي او د سياسي ډلو له خوا به هيڅ پريشر برداشت نه کړای شي."

نيونه او اقدامات

د دواړو فرقو افرادو اوسني نیول د حکومت دعوې ثابتوي.

د قانون پلي کوونکو ادارو په تېرو څو ورځو کې لسګونه کسان نيولي دي. دوی د نومبر په ۷ مه علامه تاج محمد حنفي، په کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت (ASWJ) جنرل سيکريټري، او شيعه عالم علامه میرزا يوسف حسين ونيول. دوی پر تشددي احتجاجونو او جګړې رامنځته کولو کې لاس لرلو.

د کراچۍ پولیسو له تروریزم سره د مبارزې ادارې (CTD) هم د نومبر په ۷ مه د لشکر جنګوي (LeJ)، چې د تحریک طابان پاکستان اد ورپکۍ ډله ده، د دوو شکمن غړو نیولو ستاينه وکړه. د راپورونو له مخې، دغه ګروپ په ښار کې د جون په ۲۲مه د صوفي سندرغاړی امجد صابري په وژلو کې لاس لرلو.

د CTD یو سينير افسر راجه عمر خطاب پاکستان فارورډ ته وويل: "دوه وسله وال -- عاصم عرف کاپری او اسحاق عرف بوبي -- د لېاقت اباد په سيمه کې ونيول شول، او د څېړنو او عدلي څېړنې وروسته، موږ شواهد وموندل چې دوی په ۲۸ پېښو کې ښکيل وو، چې په دې کې د صابري قتل هم شامل وو."

هغه وويل، د صابري د قتل نه علاوه، دواړو په سيکيوريټي پرسونل، ججانو او شيعه عبادت کوونکو چې دوی په کراچۍ کې مذهبي غونډو کې ګډون کوو حمله کولو کې تورن دي.

هغه وويل: "موږ له دوی د ملکيت څخه د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه ترلاسه کړه."

د نيشن خبري اژانس راپور ورکړ، له بلې خوا، پوليسو د نومبر په ۸ مه په منګوپور کې يوسف قدوسې په ډزو کې ووژلو چې په اورنګي ټاون کې د ASWJ مشروو. پوليس وايي چې د جګړې په ترڅ کې د هغه يو شمير ملګري وتښتيدل.

همدارنګه، په لومړیو ساعتونو کې يو ځواک چې په فرنټير کور، د سند رينجرو او پوليسو باندې مشتمل وو د نومبر په ۱۱مه ثاقب انجم، چې د جندالله پاکستان، يو اورپکۍ ډله چې د TTP سره تړاو لري، مشر وو ووژلو.

خبرپاڼه چې د رینجرو يو وياند لخوا ولوستل شوه وايي: "استخباراتي ادارو او د رينجرو د تروریزم ضد ځواک [...] د خفيه مالوماتو په بنياد د بلوچستان په حب سيمه کې د شکمن اورپکو يو پټنځي خلاف عمليات ترسره کړل."

په خبرپاڼه کې وايي، چې د ډزو د تبادلې په ترڅ کې په سيند کې د جندالله مشر او د TTP ټاکل شوی ډپټي چيف ووژل شو.

د وياند په وينا، انجم په کراچۍ او بلوچستان کې يو څو لوی ترهګريز بريدونه ترسره کړي ول. په دې کې د کراچۍ کور کمانډړ جنرل احسن سليم موټر باندې حمله؛ په کوټه کې د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان باندې یوه ناکامه ځانمرګی بريد؛ د بلال شیخ وژل، چې په کراچۍ کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سيکيوريټي افسر وو؛ او همداډول په مذهبي اقليتونو باندې حملې شامل دي.

چارواکي وايي، کراچۍ د فرقه ورانه تشدد مرکز دی

د قانون پلي کولو چارواکو او امنيتي شنونکي وايي، کراچۍ د سني ديوبندي او شيعه ډلو تر منځ د تشدد له کبله د پاکستان تر ټولو فعال سيمه ده. په کراچۍ کې د انتقام وژنې په منظم ډول ترسره کیږی.

د CTD يو سينير افسر خطاب وايي، دا ګروپونه د فعال، مسلکي او د فرقو د مذهبي عالمانو څارنه کوي او هر کله چې دوی ته موقع ميلاو شي دوی په یو بل حملې کوي.

يو آزاد څېړونکي رييس احمد چې په کراچۍ کې اوپکۍ ته کوريج ورکوي وويل، په کراچۍ کې منع شوې اورپکۍ ډلې، لکه سپاه صحابه پاکستان، لشکرې جنګوي او جندالله، له القاعدې او TTP سره عملیاتي او ايډيالوژيکي اړيکې لري.

هغه پاکستان ته وويل: "په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته، دې اورپکو ډلو د سيند بلوچستان شمال کې په سرحدي سيمو کې نوي پټنځایونه وموندل." " دغلته دوی پلان لري چې په کراچۍ او د ولايت په نورو پاتې سيمو کې د شيعه ګانو ټولنې او د حکومت په ګټو حملې وکړي."

ضرب عضب د پوځ د یاغیتوب ضد اپريشن دی چې په جون ۲۰۱۴ کې شروع شوی وو او په شمالي وزیرستان تمرکز کوي.

احمد وويل، د سني وسله والو لخوا وژلو په جواب کې شيعه وسله والې ډلې لکه سپاه محمد پاکستان په کراچۍ کې يرغلر دي. که څه هم د شيعه ګانو مشران په خپله ټولنه کې د وسله والو له شتون څخه انکار کوي، خو شيعه وسله وال موجود دي او په ښار کې سني عالمان وژني.

د نومبر په لومړيو کې د کراچۍ د CTD مشر په یو خط کې دغه ادارې غوښتنه وکړه چې فيډرل حکومت دې د هغه وسله والو ډلو خلاف اقدامات واخلي کوم چې د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې لشکرې جنګوي او تحريک طالبان پاکستان وسله والو ته پټنځايونه ورکوي. CTD د خپل خط د ځواب په تمه دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500