تروريزم

بلوچستان د داعش پلوه وسله والو پر ضد مبارزه پيلوي

جاويد محمود لخوا

د فرنټير کور (FC) او استخباراتي ادارې پرسونل د نومبر په ۱ په کوټه کې د سرکي کلا ته نژدې يوه هټۍ لټوي. [عبدل غني کاکر]

د فرنټير کور (FC) او استخباراتي ادارې پرسونل د نومبر په ۱ په کوټه کې د سرکي کلا ته نژدې يوه هټۍ لټوي. [عبدل غني کاکر]

اسلام اباد -- چارواکي وايي، د بلوچستان حکومت په ولايت کې د ټولو وسله والو ډلو، په شمول د هغو چې د داعش سره مرسته کوي له منځه وړلو لپاره يوه ستراتيژي جوړه کړې ده.

د بلوچستان حکومت وياند انور الحق کاکړ وويل: "مونږ دوه اړخيزه ستراتيژي جوړه کړې ده - داسې ستراتيژيکي او عملي اقدامات کوو چې د تروریزم او اورپکۍ ډلې چې له داعش سره مرسته کوي له منځه ويسي."

هغه پاکستان فارورډ ته له کوټې څخه وويل، يو کال وړاندې په کوټه کې امنیتي ادارو هغه ترهګر ختم کړل چې د هزارې ټولنې یې په وار وار نښه کولې.

هغه وويل، اورپکۍ ډلې د نااميدۍ له کبله له داعش سره خپل بيعت ښيي او هڅه کوي چې د امنيت ځواکونه په نښه کړي.

کاکړ وويل، "د لشکر جنګوي (LeJ) اورپکۍ ډلې او يو شمېر نورې ورته مفکوره لرونکی منع شوي وسلوال ډلې د داعش په اشاره تروریزم ته وده ورکوي." هغه زياته کړه چې دغه ډلي له داعش څخه بودجې او ملاتړ ترلاسه کوي."

هغه وويل، په داسې حال کې چې داعش په دې ولايت کې په فزیکې توګه شتون نه لري. د بلوچستان حکومت او امنيتي ادارو د داعش پلوه وسله والو ډلو چې په ولايت کې ویني تویوي له منځه وړلو لپاره يوه ستراتيژي جوړه کړې ده.

کاکړ وويل: " داعش په بلوچستان کې يوازې په ټولنیزو رسنیو کې شتون لري. دا په په فزيکي توګه شتون نه لري او دغه سازمان په کوټه کې د تروریستي بریدونو مسوولیت مني چې خپل اميج جوړ کړي او په هېواد کې خپل نفوذ وښيي."

هغه وويل: "زموږ امنيتي چارواکو ژمنه کړې چې هغه وسله وال له منځه ويسي کوم چې له داعش سره مرسته کوي او یا د دې بدنامه تروریستي ډلې لپاره کار کوي."

په پاکستان کې د داعش لومړی بريد؟

داعش په کوټه کې د پوليسو په روزنيز کالج باندې د اکتوبر په ۲۴مه برید کړی وو چې ۶۵ محصلین په کې وژل شوي وو او له ۱۲۰څخه زيات نور ټپيان شوي وو او یادې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی وو.

که څه هم، د فرنټير کور (FC) انسپکټر جنرل شېر افګن وويل چې لشکر جنګوي العالمي، چې د LeJ يوه اورپکۍ ډله ده او له القاعده سره اړيکې لري، تحریک طالبان پاکستان او د دولت ضد نورو ډلو دغه برید ترسره کړو.

په اسلام آباد کې ميشت يو تینک ټانک، د پاکستان د شخړو او امنیت مطالعاتو انستيتوت (PICSS) د وينا له مخې، د لشکرې جنګوي العالمي يو وياند د ايف سي د انسپکټر جنرل د تور تاييد وکړ او د داعش د ادعا یې هم تایید وکړ. هغه وويل، چې دغه بريد يو ګډ عمل وو.

PICSS په یو راپور کې چې د اکتوبر په ۲۹مه خپور شو وويل، "که تاييد يې وکړی شي، نو دا به د پاکستان په خاوره د [داعش] لومړې ستر برید وي."

په رپوټ کې راغلي، تر ټولو زياته د تشويش خبره دا ده چې د نړۍ تروریستي ډلې يو کورنی همکار موندلی دی چې په ښه توګه په ټولنه کې پياوړی دی. دا وايي: "لشکري جنګوي په ټولنه کې د ملاتړ يو بنسټ لري او کولای شي چې د منځني ختیځ د ډلې لپاره د زياتو ځايي خلکو په استخدامولو کې مرسته وکړي."

په دغه راپور کې PICSS په دې وروستیو کې د کوټې په بريد کې د داعش رول او د هغې په مخکنيو بريدونو کې د لاس لرلو د ادعا په اړه خبرې وکړې.

PICSS وايي، که څه هم داعش د کوټې ملکي روغتون کې د ځانمرګي بريد چې وکيلان يې په نښه کړل مسوولیت منلی دی."دغه ادعا د حقيقت په پرتله زيات د رسنیو یو عمل وو."

په راپور کې ويلی شوي چې "دا ځل خو [داعش] د درې بريد کونکیو انځورونه او د هغوی نومونه ورکړل." ټول درې وسله وال وژل شوي وو - یو د پاکستان پوځ له خوا په ډزو ويشتلې شو، په داسې حال کې چې دوو نورو ځانمرګي بریدګرو واسکټونو ته چاودنه ورکړه. "

په راپور کې راغلي: "د دغه برید ډول دا څرګندوي چې لشکر جنګوي العالمي د بريد ترسره کولو کې یو مهم رول ولوبوو ځکه چې [داعش] په بل ډول فعاليت کوي.د " داعش " طريقه کار دا دی چې دا پر سيمه قبضه کوي او په خپله سخت دریځه توګه د اسلام تشریح کوي او د سخت شرعي قانون پلي کولو له لارې خپل حاکميت رامنځته کوي."

عبدالله خان، د PICSS منيجنګ ډايرکټر او د راپور لیکوال، پاکستان فارورډ ته وويل: " PICSS د لشکري جنګوي او د داعش تر منځ د تړاو په امکان ټینګار کړی وو په داسې حال کې چې د منځني ختیځ ګروپ د نړۍ په دې برخه کې رامنځته شو."

هغه وويل، داعش او لشکرې جنګوي دواړه پر فرقه واريت برخو کې فعاليت کوي؛ دوی افراطیت ته وده ورکولو کې يو شان مفکوره لرونکي او طبیعي ملګري دي.

په راپور کې راغلي، چې په بلوچستان کې د اورپکۍ ډلو نقشې لشکرې جنګوي په مرکز کې اچوي. دا ښيي چې دا ملاتړ له القاعدې څخه ترلاسه کوي او له القاعدې، تحریک طالبان، د لشکرې جنګوي نورې ډلي او نورې اورپکۍ ډلې، چې د هغه ډلو په ګډون کوم چې له ایران څخه فعاليت کوي سره تړاو لري.

دا وايي: "په دې توګه، د ډلو له منځه وړل يو اسان کار نه دی، په ځانګړې توګه چې ایران په شيعه فرقه واريت او وسله والو ډلو ته وده ورکولو کې منفي رول لوبوي."

په بلوچستان کې د امنيت ښه میکانیزم

خان وويل، حکومت او امنیتي ادارې باید یوه ښه ستراتیژي جوړه کړي چې په بلوچستان کې د ترهګريز بريدونو مخنيوی وکړي.

په کراچۍ کې میشت امنیت شنونکی سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ ورته احساسات شريک کړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " په بلوچستان ولايت کې د پرله پسې بريدونو مخنيوي لپاره استخباراتي او امنیتي میکانیزم باید نورهم ښه کړی شي."

په کوټه کې د پولیسو روزنيز کالج کې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کال کې هم بريدونه شوي دي.

د حکومت وياند کاکړ وايي، د بلوچستان د حکومت د تروریزم ضد ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، حکومت د پولیسو د هغو چارواکو ضرفيت لوړوي کوم چې د اورپکۍ د مخنيوي لپاره د نورو امنیتي ادارو په څنګ جګړه کوي.

کاکړ پاکستان فارورډ ته وويل: " پوليسو ته به روزنې ورکړې شي، نور افسران به استخدام شي او ډېرې سرچينې به پوليسو ته ورکړی شې چې تروریزم له منځه ويسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500