امنیت

د داعش پروپاګند د خلافت ادعا نه ده

په قاهره کې د ولید ابو الخير لخوا

د داعش وروستي ویډیو سکرين شاټ چې د " ريوارډ ګلوري" په نامه ياديږي ښيي چې د دې ډلې غړي يو سړی د هغه د وژلو له مخکې د شام په آلرقا پبلک سکوير کې تړي. داعش پروپاګند لکه ددې په څېر د يو اسلامي 'خلافت' جوړولو ادعا څخه بل اړخ ته اوښتي ده او پر ځای يې ډيړ پر تاوتريخوالي تمرکز کړی دی.

د داعش وروستي ویډیو سکرين شاټ چې د " ريوارډ ګلوري" په نامه ياديږي ښيي چې د دې ډلې غړي يو سړی د هغه د وژلو له مخکې د شام په آلرقا پبلک سکوير کې تړي. داعش پروپاګند لکه ددې په څېر د يو اسلامي 'خلافت' جوړولو ادعا څخه بل اړخ ته اوښتي ده او پر ځای يې ډيړ پر تاوتريخوالي تمرکز کړی دی.

شنونکي ديارنا ته ووايي چې "د عراق او شام اسلامي دولت" (داعش) د پروپاګندې مشين د خپلو رسنيو د مهمو ډلې د غړیو زيان او د سوريه په دبق ټاون کې د ډلې سمبولیکي ماتې له امله په يو ناوړه حالت کی دی.

دوی وايي چې د دولت چارو د داعش پر نوي جنګيالي د استخدامولو په هڅو د پام وړ منفي اغېز وکړ.

د ویسټ پواینټ د ترهګرۍ د مبارزې مرکز د وروستۍ مطالعې له مخې، داعش د پروپاګندې هڅه، چې سوریه او عراق ته يې له ۳۰،۰۰۰ څخه زيات بهرني جنګيالو جلبولو کې مرسته وکړه، د پوځي فشار لاندې ډيره کمې شوي دي.

د نيويارک ټايمز د اکتوبر په ۱۰مه د داعش په نامه "خلافت" ته په اشاره سره د مطالعې په اړه يو راپور کې وويل، څېړونکو وموندله چې د داعش "د خپرونو او ټولنیزو رسنیو په پروپاګند کې غټ بدلون راغلی کوم چې د یو فعال دولت کردار څرګندوي."

دغه ورځپاڼې راپور ورکړ چې د داعش دا ادعا چې دا يو نوې خلافت جوړوي "تار تار" شوې ده.

د داعش پروپاګند کمزوري کول

د پوځي چارو کارپوه او د مصر د پوځ يو افسر ميجر جنرال عبدالکریم احمد وويل، د داعش اهدافو پر وړاندې د پوځي بريدونو او د دې د رسنی قوي ماشین زوال تر منځ اړیکي "ډېرې قوي" دي.

هغه ديارنا ته وويل، "د دغو بريدونوله کبله پروپاګند چې داعش د ۲۰۱۴ کال راهیسې اختيار کړې ده او چې له دې لارې یې توان ترلاسه کړی وو چې په ټوله نړۍ کې د جنګياليو يو زيات شمېر استخدام وکړي، له پامه لوېدلي ده"

هغه وويل، داعش خپل ځان د خپلو تبلیغاتو له لارې د يو نه ماتېدونکي پوځ په توګه څرګند کړو اوهغې د تش په نامه "اسلامي خلافت" جوړولو ستاينه وکړه.

هغه وويل، د دغو ادعاوو ښکاره ناکامي لیدلو داعش ته يو ستر ګوزار ورکړو ځکه چې دا به نور کولاې نه شي چې د نوي ترهګرو د استخدام لپاره د پروپاګندې داسي ټګماري وکاروي.

احمد وويل: "د نړیوال ایتلاف قوماندي ډېره ليوال وه چې د داعش هغه چارواکي په نښه کړي کومو ته چې د انلاین تبلیغاتو دنده ورکړی شوې وه."

دغه بریدونه د داعش يو څوعناصر چې د رسنيو د عملياتو ځانګړي کسان وو له منځه وړلو کې بريالي شوي وو. دغې ډلې د اکتوبر په ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې ومنله چې عادل حسن سلمان آلفياض ووژل شو.

د داعش وياند ابو محمد آلعدناني چې د بهرنيو عملياتو مسوول و د مرګ اعلان هم د اګست په ۳۰ مه وشو.

هغه وويل، داعش د دې له پيل راهسي ډير زيات پر دغو عناصرو تکیه کوله.

احمد وويل، د داعش عام عناصر، د هغو مهم مشران په نښه کول ښیي چې دوی هم په څه وخت کې وژل کيدای شي، دا بې شکه د ډلې استخدامولو او ساتلو باندې اغېز لري.

د پروپاګند پر ضد پروپاګند رول

په مصر کې د ابن ولید مطالعاتو او ساحوي څیړنې مرکز رسنيو نوي رئيس ميزان ذکي وويل: "د پروپاګند پر ضد پروپاګند د پوځي عملياتو تر څنګ د داعش رسنيو وړتیا چې د استخدامولو لپاره به يې کاروله کمزورې کولو کې هم يو ښه رول لوبولی دی."

هغه ديارنا ته وويل: "د پروپاګند کمزورتیا او رابرسیره کول او دروغ چې دې ډلې خپاره کړي وو د اورپکۍ پر ضد مهم دي او د پوځي عملیاتو [اهميت] مساوي دی."

د پروپاګند پر ضد پروپاګند باید د داعش ایډیالوژۍ دروغ ثابتولو کار ته دوام ورکړی، کوم چې دا غوښتنه کړې ده چې د خپل کنترول لاندې سيمو کې او په ټوله نړۍ کې د ځوانانو ذهنونو کې خپل پروپاګند مرتسم کړي.

هغه وويل، دا هڅې باید د داعش پوځي تلفاتو باندې تمرکز وکړي چې د داعش په اړه رښتيا ښکاره کړي او ددې جرمونه او ناوړه کارنه چې دوی یې ترسره کوي، هم ښکاره کړي. دا بايد په په عربي او اسلامي هېوادونو کې د مشروع مذهبي چارواکو د کار ملاتړ وکړي.

داعش د دين څخه ناوړه ګټه پورته کوي

د الازهر عالم شیخ عبدالفتاح مونيم محمد چې د مصر آلمادي کې د النور جومات امام دی وايي، په ۲۰۱۴ کال کې د هغې له پيل راهسې، داعش خپل بريدونه "د کافرانو په وړاندې د جګړې" په توګه پيش کړي دي.

هغه ديارنا ته وويل، "چې دوی دا دې لپاره کړي چې د نوي عناصرو استخدام وکړي او يوه ټولنه جوړه کړي چې يوازې د دوی وفاداره وي."

فرقه واريت او مذهبي اورپکۍ به منفي اغیز لرلې وای که د دې په جدي توګه مخنيوې نه وې کړی شوې. هغه زياته کړه، لکه د جګړې په وخت انساني ذهني حالت کولای شي چې هغه مجبوره کړي چې په پټو سترګو څه قدم پورته کړي.

هغه زیاته کړه دا حالت هغه وخت رامنځته کیږي کله چې "دغه تن د مذهبي جوش، غلط مذهبي تعلیمات، نفرت او موجوده ګواښ پراساس دغه معلومات ترلاسه کړي".

محمد وويل، "داعش دې مفکورې ته وده ورکوي چې ټوله نړۍ د دې خلاف ده." هغه زياته کړه چې له دې امله د هغې "خلافت" پروپاګند فعاليت کوي، "کیدای شي چې دغه مفکوره ناپوهه او کم عقل خ يا هغه خلک چې لږ ديني علم لري په دام کي راګير کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغه تش په نامه السعود، چې د يزيد اولاد او د امریکې پيداوار دی، مقصد صرف او صرف اسلام بد نامول دي. په دې پوځ او د دې په خيرخواهانو دې ۱۰۰ ځله لعنت وي، او مونږ د دې تباهۍ لپاره دعا کوو.

ځواب