تروريزم

د کيپټن روح الله شهادت د پاکستان لپاره د فخر خبره ده

ظاهرشاه

کيپټن روح الله په يو تازه فوټو کې چې دا وخت په ډیوټۍ نه وو ښکاري. هغه شهادت په داسې حال کې ورکړو کله چې هغه په کوټه کې د داعش ترهګرۍ سره مبارزه کوله. [د آی ایس پي آر فوټو]

کيپټن روح الله په يو تازه فوټو کې چې دا وخت په ډیوټۍ نه وو ښکاري. هغه شهادت په داسې حال کې ورکړو کله چې هغه په کوټه کې د داعش ترهګرۍ سره مبارزه کوله. [د آی ایس پي آر فوټو]

پېښور - د پاکستان پوځ کيپټن روح الله شجاعت او قربانۍ کله چې ترهګرو په کوټه کې د اکتوبر په ۲۴مه د پوليسو په يو تربيتي مرکز باندې حمله وکړه د يو شمير خلکو ژوند بچ کړو او بې شمېره نور خلک يې دې ته تیار کړل چې د جنګیالو په ضد راپاڅي.

د پوليسو چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، درې تنو وسله والو بيرکونو ته ننوتلو نه مخکې چې د ۷۵۰ نه زيات کيډټس په کې موجود وو د پوليسو تربيتي مرکز مين ګیټ والوزولو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یو بيان کې وايي، کيپټن روح الله او نایب صوبيدار محمد علي یو خودکوش حمله کوونکی ووژلو او یو بل يې ونيولو چې يو شمير کيډټانو ته يې وړاندې له دې چې حمله کوونکی خپل ځانته چاودنه ورکړي د تښتيدو موقع ورکړه.

د چارواکو په وينا، ۶۵ بې وسلې کيډټان په دغه پيښه کې ووژل شول او د ۱۲۰ نه زيات تنان زخمي شول. ټول درې بريد کونکي په نتيجه کې ووژل شول.

داعش ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه واخیسته.

چيف آف آرمي سټاف جنرل رحیل شریف د اکتوبر په ۲۵مه د مرحوم کيپټن روح الله او محمد علي، چې زخمي شوی و، د ترهګرۍ سره مبارزه کې او د هغوی پلانونه ناکامه کولو له وجې هغوی ته د زړورتيا ايوارډونه ورکولو اعلان وکړو.

روح الله ته تمغه جرأت ورکړې شو او محمد علي تمغه بصالت ترلاسه کړه.

پاکستانيان د ترهګرۍ په وړاندې متحد دي

پاکستانيان وايي چې دوه سپاهیانو ترهګرو ته يو لوړ او روښانه پیغام ورکړو چې د پاکستان قوم د ترهګرۍ په وړاندې متحد دی او دا چې دوی به د ترهګرۍ جرړې ايستلو لپاره هر څه وکړي.

روح الله، چې د ۲۷ کالو و، د چارسدې ضلعې شبقدر تحصیل کې په خپل پلارني کلي کې خاورو ته د پوځي درناوي سره وسپارلی شو.

د هغه پیدایش په پېښور کې شوی و، د ډاکټر حبيب الله زوی و او په څلورو بچو کې مشر کس و.

روح الله په ۲۰۱۲ کال کې د آرمي کميشن ترلاسه کړو او په جنوبي وزيرستان کې د ترهګرۍ په ضد اپریشن کې یې ګډون وکړو. هغه د هغه عملياتي ټيم برخه وه کوم چې په جنورۍ کې په چارسده کې د باچا خان يونيورسټۍ باندې تروریستي حملې ته ځواب ورکړو.

د هغه پلار وويل چې هغه داسي محسوسوي چې هغه په دنيا کې تر ټولو امتيازي سړی دی ځکه چې هغه د يو شهید پلار دی.

ډاکټر حبيب الله پاکستان فارورډ ته وويل: "زه د خپل زوی په شهادت باندې فخر کوم." "روح الله په زیات شمېر کې د خپلو ځوانو سپاهیانو ژوند بچ کړو، او هم دا وجه ده چې د هغه ټوله کورنۍ او د شبقدر خلک په هغه باندې فخر کوي."

هغه وويل: "هغه يو ښکلې او یو عاجز انسان و." "که څه هم موږ غوښتل چې هغه دې يو ډاکټر جوړشي، خو د هغه ارمان و چې له پوځ سره يوځای شي."

هغه وويل: "د روح الله واده به درې مياشې وروسته و، خو دا د الله مرضي ده. موږ خوشحاله يو چې هغه شهید شو."

د روح الله د ۲۲ کالو ورور کاشف وويل چې د هغه د ورور زړورتیا په هغه کې جذبه رامنځته کړه.

کاشف پاکستان فارورډ ته وويل، "زه خوش قسمته يم چې د شهيد کيپټن روح الله رور يم ځکه چې موږ ټول په هغه باندي فخر کوو او ټول قوم د هغه عزت کوي."

هغه وويل: "زه به د کيپټن روح الله د قدمونو پيروي کوم او د پاکستان پوځ سره به يو ځای شم چې د پاکستان دښمنانو ته ماتې ورکړم."

د روح الله دوست او د تره زوی محمد اصف د روح الله د خوشال مزاج په اړه يادګيرنه وکړه.

آصف پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه په رښتيا سره يو خوشحاله او دوستانه شخص وو؛ زه به هيڅکله د هغه موسکی مخ هېرنه کړم."

هغه وويل: "روح الله خوشحاله کس و خو هغه د خپلې ډيوټۍ سره مينه لرله او تل تيار و چې د خپل ملک او د خلکو حفاظت وکړي."

کيپټن روح الله: د امزري زړه ورتوب، او د قوم فخر

عبدالله خان، چې د پوځ یو بهرتی شوی تن دی او د کيپټن روح الله زړورتيا وليدله، وويل چې کيډټان له خپلو بارکونو نه ايستلو وروسته روح الله د يو ځانمرګي حمله کونکی ته چيلنج ورکړو چې د يو کټ تر لاندې پټ و او د وژونکي چاودنې مخکې ځان يې په ترهګر باندې وارتوو.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، "کيپټن روح الله د امزري زړه ورتوب لرلو ځکه چې هغه بالکل زړه نازړه نشو او زموږ ژوند يې د خپل ژوند قرباني کولو نه مخکې بچ کړو." موږ هغه ته سلامي کوو."

هغه وويل: "مونږ ترهګرو ته وايو چې دوی په مونږ باندې په تياره کې حمله وکړه، خو مونږ به ډېر ژر په رڼا کې د دوی سره مقابله وکړو."

خان وويل: "نه يوازې د هغه کورنۍ او ملګري، د آرمي ممبران، ټول پاکستانيان، سياستدانان، ځوانان او د هرې طبقې خلک د کيپټن روح الله د قربانۍ ستاينه کوي او وايي، چې د خاورې زړور بچی به د تل لپاره د هغوی په زړونو کې ژوندی وي."

د نيشنل عوامي پارټۍ شګفته ملک شهيد کيپټن ته خراج تحسين پيش کړو.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: " ځوان پښتون عسکر خپل ژوند قرباني کړو خو زيات نور خلک يې بچ کړل." "موږ د هغه سره مينه کوو او د هغه عزت کوو. که څه هم هغه به بيرته را نه شي، خو هغه به زمونږ په زړونو کې د تل لپاره اوسيږي."

هغې وويل: "د کيپټن روح الله قرباني ثابتوي چې هغه کوښښ وکړو چې د ترهګرۍ ريښو له منځه ويسي، او دا ترهګرو ته يو پیغام ورکوي چې دوی زموږ ارادې او عهد ته ماتې نشي ورکولې."

د خیبر پښتونخوا (KP) د اسمبلۍ او د پاکستان تحریک انصاف (PTI) پارټۍ غړی جاويد نسيم وويل: "کيپټن روح الله د خاورې زړورو بچی و؛ مونږ په هغه او د هغه په زړورتيا باندې فخر کوو."

د پېښور يونيورسټۍ طالب علم محمد یاسر وويل: "د روح الله زړورتیا او حوصله به زمونږ ټولو د پاره يو مثال وي. موږ په هغه باندې فخر کوو."

په پېښور کې د يو بل کالج طالب علم جواد کريم وويل، د کيپټن روح الله کارونه حيرانوونکي وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه موږ ته د اميد يو سبق راکړو او ترهګرو ته يې يو پيغام ورکړو چې کله چې د ځمکې د دفاع او د ژوند بچ کولو خبره راشي هريو پاکستانی ځوان په کلکه ولاړ دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500