پېښور-- له هغه وروستو چې د پاکستان پوځي عملیاتو په فاټا کې د امن لپاره لاره هواره کړه، ځايي حکومتي او غیرحکومتي ادارې د سپورټ او ثقافتي فعالیتونو په ذريعه د ځوانانو په بیا جوړونه باندي تمرکز کوي.
په خيبر ايجنسۍ کې د سپورټ د چارو منېجر راهد ګل وویل، فاټا د کلونو تاوتريخوالۍ او ترهګرۍ نه خلاصې تر لاسه کوي، خو د فاټا ځوانانو بيارغونې په لاره کې ډیر چيلنجونه پراته دي. هغه زياته کړه چې د تربیتي غونډو، د خبرتیایي کمپاینونو، ثقافتي جشنونو او د سپورټي پروګرامونو هدف دا دی چې ځوانان په ګټورو فعالیتونو کې بوخت کړي او په دی جریان کې مرسته وکړي.
ګل پاکستان فارورډ ته وويل: «په خيبر ايجنسۍ کې امن د اورپکۍ د یوې لسیزې وروسته بحال شوی دی. [خو اوس هم،] بیرته راتلونکې قبايلي خلک د حالاتو سره مقابله کولو کې ستونزو سره مخامخ دي.»
هغه وويل، په تيرو کلونو کې « ټوله ورځ به [ځوانانو] خبري اتري کولې چې کوم تروریستي ګروپ زيات قوي او مخور دی. دا ډيره د افسوس خبره وه چې مونږ اوس ماشومان وينو چې د بقا یو ښه چانس لپاره په تروریستي ګروپونو کې د شاميليدو په هکله خبرې کوي.»
هغه وويل: «اوس دا سناریو بدل شوی دی. اوس زموږ ماشومان د وسله والو پر ځای د کرکټ، فوټبال او مارشل آرټس د هیروګانو په اړه خبرې کوي.»
هغه وويل، فاټا زيات شمېر قومي او د بین الاقوامي کچې لوبغاړي رامنځته کړي دي کوم چې د ځوانانو لپاره د رول نمونې دي. «دا يو مثبت ګام دی، او موږ اميد لرو چې زموږ نسل به یو ترقي یافته مستقبل ولري.»
هغه وويل: «په قبایلي سیمو کې خلک خاصکر ځوانان هڅولو لپاره او امن ته وده ورکولو لپاره حکومت په مختلف سيمو کې د يو شمير سپورټ او ثقافتي پروګرامونو پلان تيار کړی دی.»
هغه وويل، چارواکو په لنډي کوتل او تیرا دره کې د ستر ټورنامنټونو انتظام کولو سره د ځوانانو ښکیلتیا لپاره ډېر نور فعالیتونه شروع کړي دي لکه ثقافتي جشنونه چې په هغې کې روايتي خوراک او د جیپانو ځغلول شامل دي. د دې موخه دا ده چې د امن یو پیغام ته وده ورکړي.
د سپورټي او ثقافتي فعالیتونو بیا راژوندي کول
امن ته وده ورکولو لپاره د کرکټ ټورنامنټ د اکتوبر په ۲۳مه خيبر ايجنسۍ باړه سب ډويژن اکاخېل سيمه کې شروع شو. په دې ټورنامنټ کې د پيښور او خيبر ايجنسۍ تقريبا ۵۰ ټيمونو ګډون وکړو.
د اکاخیلو ۲۱ کلن اوسېدونکي رشيد خان وويل، هغه او د هغه ملګري د تېرو هفتو راهیسې د کرکټ ميچونو نه خوند اخلي.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: «دا يوه ښه موقع ده. زما ټول ملګري راټول شي، او موږ د کرکټ ميچ نه خوند اخلو. ډيره موده تيره شوي ده چې موږ د ايجنسۍ په ليول داسي يوه ښه او خوندور پروګرام وليدو.»
خان وايي، چې امنيتي قوتونو د دې پروګرام ساتنه وکړه.
د خيبر ايجنسۍ سینیرصحافي اشرف دين پيرزاده وويل، چې په فاټا کې د پاکستاني فوج حملو نه مخکې، لکه په شمالي وزیرستان کې د جون ۲۰۱۴ کال ضرب عضب عمليات، وسله والو په سيمه کې د زيات شمېر سپورټ ميدانونه او د جشن سيمې تباه کړي وې.
هغه په فاټا کې د پاکستاني فوج عملياتو ستاينه وکړه او په امنيتي حالت کې بدلون راوستلو کریډیټ یې فوج ته ورکړو.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: «ما پخوا ډېري ... تروریستي پيښې ليدلې وې. [ترهګرو] د عام خلکو غونډې هدف وګرځولې او کله ناکله يې ځوانانو ته هم ګواښ کړی و.»
هغه وويل: « قبايلي ځوانانو یوازې د ۲۰۰۸ نه د ۲۰۱۴ کال پورې د سپورټ په ميدانونو کې د لوبو خوب ليدلی شو، او زياته یې کړه، چې په دغه موده کې پلرونو زياتره د حفاظت لپاره خپل ماشومان خپلو کورونه ته محدود کړل.»
پيرزاده وويل: «اوس، هر څوک په فاټا کې امن محسوسولی شي او ځوانان د بهر لوبو نه خوند اخلي. حتی چې د واده په جشن کې خلک په ازادانه توګه د لوړ غږ موسيقي غږوي او د پارټو انتظام کوي. دا په څو تیرو لسیزو کې د تروریزم او اورپکۍ د وجې ممکنه نه وه.»
هغه وويل، چې په قبايلي سيمو کې د امن بحالي د حکومت او قبايلو لپاره «یوه لویه کاميابي ده.»
هغه وويل: «که دغه حالت د يو څو کلونو لپاره داسې پاتي شوی وای، نو دا به د ويري يو خوب و ځکه چې ځوانانو د ترورستي ګروپونو سره یوځای کيدلو نه علاوه بله څه چاره نه لرله.»
هغه وويل، چې په فاټا کې د سپورټ او ثقافتي فعاليتونو بیا راژوندي کول یو رحمت دی او د ټولنې د ترقۍ يوه نښه ده.
هغه وويل، افراطي او جرايم پيشه خلک بې کاره ځوانان بهرتي کولې شي. دوی هغوی ته پيسې ورکوي او د هغوی حفاظت کوي.
هغه وويل، حکومت هرچاته کار نشي ورکولی، خو داسې پروګرامونه لکه د سپورټ ټورنامنټونه اوجشنونه ځوانان د دې قابل ګرځوي چې په ښو فعالیتونو کې برخه واخلي.
د ځوانانو لپاره د مثبتو او ښو سرګرمو انتظام کول
د خيبر د ځوانانو فورم، يو مقامي غير انتفاعي سازمان مشر، امير افريدي وويل: «د ځوانانو لپاره د صحت مند او تعمیري تفريحي سرګرمۍ د ټولنې د ترقۍ لپاره ضروري دي، او حکومت ته په کار ده چې داسې فعالیتونو ته وده ورکولو او ملاتړ لپاره کوشش وکړي. داسې اقدامات به په قبائيلي سيمه کې د ځوانانو د پټو صلاحيتونو په ښکاره کولو کې مرسته وکړي.»
هغه وويل، د ترهګرۍ او اورپکۍ نه علاوه، د فاټا ځوانان د يو بل ستر ګواښ سره مخ دي چې هغه په پراخه توګه د نشه يي توکو استعمالول دي.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: «خالي ذهن د شیطانانو یو کور دی. په کار ده چې ځوانان په مثبتو او تعميري فعالیتونو کې بوخت کړای شي.»
افريدي ځوانانو ته وويل چې دوی دې په قبايلي سيمو کې د تل پاتي امن لپاره رول ولوبوي ځکه چې امنيتي قوتونو او قبايلو د وسله والو نه سیمې ترلاسه کولو کې سختې قربانۍ وړاندې کړي دي.
هغه وويل، «زه خوشحال یم چې د فاټا پوليټيکل ايدمنسټريشن او امنیتي قوتونو ځوانان په صحت مندو فعالیتونو کې بوخت کولو کې ډيره دلچسپي اخيستې ده. د سپورټ او ثقافتي پروګرامونو نه علاوه هغوی د ځوانانو مشورې او وکالت لپاره تربيتي او د پوهاوې پروګرامونه هم شروع کړي دي.»
تربيتي پروګرامونه قبايلي ځوانانو ته مختلف مهارتونه او لارې ښيي چې دوی يو وړوکې کاروبار شروع کړي.