جرم او انصاف

د پنجاب پولیس جرایم پیشه او جنګیالي ترخپل نظر لاندې ساتي

آمنه ناصرجمال

د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف (په پوډيم باندې) په لاهور کې د اکتوبرپه ۱۱مه د پولیسو د شریک کمانډ کنټرول او مواصلاتو د يو عصري مرکز پرانسته کوي. [آمنه ناصر جمال]

د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف (په پوډيم باندې) په لاهور کې د اکتوبرپه ۱۱مه د پولیسو د شریک کمانډ کنټرول او مواصلاتو د يو عصري مرکز پرانسته کوي. [آمنه ناصر جمال]

لاهور - د پنجاب پولیس د ترهګرۍ او نورو جرمونو پر ضد د پولیس د کمانډ، کنټرول او مواصلاتو د شریک مرکز(IC3) د تطبیق سره عمليات پيلوي.

د دې نظام په لومړي پړاو کې د ټول لاهور په لويو لارو، بازارونو او نورو ګڼ مېشته عامه ځایونو کې د ۳۰۰۰ نه زياتي کلوز سرکټ کیمرې (CCTV) نصب کړی شوې.

د خبری رپورټونو ترمخه، په نتیجه کې د ښار په سټریټیجیکو ځایونو کې ۸۰۰۰ CCTV کیمرې نصب کړای شوې چې دا به په مستقيمه توګه له IC3 سره لينک وي. دغه سیسټم په لاهور کې د پنجاب خوندي ښار ادارې مرکزي دفتر قربان لاينز کې ځای په ځای شوی دی.

تمه کیږي چې دغه پراجیکټ به د ۲۰۱۷کال د می په مياشت کې مکمل شي. په دغه پراجیکټ باندې به ۱۲ میلیونه روپۍ (۱۱۴.۵ ميليونه امریکایي ډالر) لګښت راځي.

د پنجاب وزیراعلی شهبازشریف د اکتوبر په ۱۱مه په لاهور کې د IC3 د پرانستلو په مراسمو کې وويل: «د نیشنل ایکشن پلان [NAP] لاندې د دهشت ګردۍ او افراطیت په وړاندې په وخت او تاثیرلرونکي ګامونه اخیستل شوي او ګټور نتایج لاسته راغلي دي.»

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې د ۱۴۰ نه زیات ماشومانو او استادانو له تروریستي ډله یيزي وژني نه وروسته د ترهګرۍ ضد نیشنل ایکشن پلان شروع کړو.

هغه وویل، تر دې پراجیکټ لاندې، د لاهور ټول پولیس سټیشنونه به له مرکز سره نښلول شوي وي، چې دا به له پولیس سره کومک وکړي چې په جرایم پیشه عناصرو او شرپسنده کسانو باندې نظر ولري.

شهباز وويل: «دا مرکز به نه يوازې د قانون او نظم حالت کې ښه والی راولي بلکې دا به د ډیجیټل ټکنالوجۍ له لارې د کوڅو او بازارونو څارنه کې هم د پام وړ ښه والی رامنځته کړي.»

هغه وويل، دغه شان سیسټمونه په نړيوالو مرکزونو لکه لندن او استانبول کې کامیاب ثابت شوي دي.

شهباز وويل: «په لومړي سر کې په ښار کې ۳۰۰۰ ماډرن ډيجيټل کیمرې نصب کړای شوي چې له IC3 سره په مستقیمه توګه لینک دي.» هغه زياته کړه، «دا مرکز په مکمله توګه مستقل او خودمختاره دی او په يو منظم او ساينسي طریقې سره کار کوي.»

شهباز وويل: «هغه کیمرې چې له مخکې نه په مارکيټونو، بازارونو او هټيو کې نصب کړای شوي دي له مرکز سره به لينک کړای شي چې د چټک اقدام له لارې جرم کنټرول کړي او [پوليس به وتوانوي] چې د يوې ناوړه پېښې په صورت کې هغه ځای ته ورسي.»

د محرم په ترڅ کې کامیابي

دغه سیستم د عاشورا په لومړۍ ورځ پرانستل شو، او د پنجاب معلوماتي ټکنالوجۍ بورډ IC3 ته خپل تکړه تنان واستول چې د پنجاب ۱۱ ضلعو کې د مجالسو (د محرم غونډو) او د جریان په شمول د ټولو فعاليتونو څارنه وکړي.

د PITB مشر عمر سيف وويل، IC3 به له پنجاب پولیسو سره د جرم په ضد مبارزې او د خلکو ساتنه کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل:«دا به له پنجاب حکومت سره په پنجاب کې د امنيتي حالت ښه کولو د هدف ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.»

هغه وويل، د محرم په جریان کې پوليسو په موثر شکل سره له ۲۴۵ څخه زيات کیمرو له لاري د لائیو فیډ څارنه وکړه او د قانون صوبایي وزیر، چيف سیکرٹری، هوم سیکرٹری او د پوليسو انسپکټر جنرل یې ښه باخبره وساتل.

هغه وويل: «دا ابتکار د جرمونو کنټرولولو لپاره ډيرمهم دی، او دا پراجیکټ به په يو مرحله وار پروګرام کې په راولپنډۍ، ملتان، ګوجرانواله او فیصل اباد کې شروع کړای شي.»

د PITB ترمخه، د IC3 پروګرام هدف دا دی چې د پنجاب پولیسو عملیاتي کارکردګي د عصري ټکنالوجۍ له لارې بهتره کړي. دا به پوليس په دې وتوانوي چې دوی خپلو کړنو او عملیاتي مفاهیمو ته يوعصري شکل ورکړي.

سيف وويل: «د کارکردګۍ په لور پرمختګ ترلاسه کولو سره د IC3 يو هدف دا دی چې د پنجاب پولیسو مختلف عناصر راټول کړي چې دوی د يو متحد ټیم په شان کار وکړي.»

د جرمونو په ضد مبارزه کې هر سیکنډ اهميت لري

د PITB ډایریکټر ساجد لطيف وويل، «وخت ډېر مهم دی او هر سیکینډ خپل اهميت لري.» «د مواصلاتي مرکز د کارکوونکو له خوا يو چټک عمل چې يوې پيښې ته اقدامات کونکی يونټ واستوي د مرګ او ژوند خبره کيدی شي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: «په کمانډ او کنټرول مرکز کې استخبارات کولی شې چې د پېښې حل کولو له لارې پرسونل ته لارښوونه وکړي او د ضرورت وړ کارونو شمیر کم کړي.»

په پنجاب کې د پولیس اپریشن ډپټي انسپکټر جنرل حيدر اشرف وویل، په پنجاب کې د قانون تطبیقولو اداره د اتباعو په وړاندې د دواړو متوقع او غیرمتوقع امنيتي تهدیدونو سره مقابلې ته ضرورت لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د IC3 معرفي کول به د پوليس رول په بنیادي شکل سره تغیر نه کړي خو دوی تمه لري چې په نتیجه به یې زیات تاثیرات وویني.

اشرف وويل، «د پنجاب د IC3 جوړيدلو له لارې، دا پیشنګویي شوې چې د جرمونو لکه اله ګوله او د عامه او خصوصي ملکیت له منځه وړلو ۲۰٪، د موټرو جرم له ۲۸ څخه تر ۳۰٪ پورې، او د ۱۵ نه ۲۰ پورې د ملکیت خلاف جرمونه لکه د کورونو غلا، لوټلو او د لارې د سر جرمونو کچه به د عملیاتو په لومړيو پنځو کلونو کې راټيټه کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500