زده کړه

د فاټا زده کوونکي د زده کړې نوي موقعې ترلاسه کوي

محمد شکيل لخوا

سيلانيان د سپمتمبر په مياشت کې د خيبر ايجنسۍ باړه تحصیل کې د کوهي شير حيدر ډګري کالج په اړه مالومات ترلاسه کوي. دغه کالج چې اووه کاله وړاندې د اورپکۍ له کبله بند کړی شوی وو په اکتوبر کې بيا پرانيستل شو. [محمد شکیل لخوا]

سيلانيان د سپمتمبر په مياشت کې د خيبر ايجنسۍ باړه تحصیل کې د کوهي شير حيدر ډګري کالج په اړه مالومات ترلاسه کوي. دغه کالج چې اووه کاله وړاندې د اورپکۍ له کبله بند کړی شوی وو په اکتوبر کې بيا پرانيستل شو. [محمد شکیل لخوا]

پېښور - په باړه کې د کوهي شير حيدر ډګري کالج چې اووه کاله وړاندې د خراب امنيتي حالت له کبله بند کړی شوی وو د زده کړې د فعاليتونو لپاره خپلې دروازې بيا پرانيستلي دي.

د کوهي شير حيدر ډګري کالج چې د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصیل کې موقعيت لري خپلې دروازې هغه مهال وتړلې کله چې د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په مياشت کې د قانون پلي کولو ادارو عمليات پيل کړل چې په سيمه کې وسله وال د نفوذ مرکزونو څخه وباسي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې وسله والو د هلکانو او نجونو نژدې ۱۰۰ ښوونځي وراني کړې او په تېرو څو کلونو کې یې په خیبر ايجنسۍ کې ۵۰ نورو ښوونځيو ته زيان ورسوو.

د ډګري کالج اصلي ودانۍ د وسله والو د تاوتریخوالي او د پوځ د وسله والو پر ضد عملیاتو څخه بچ پاتي شوه، خو وسله والو ښوونځی لوټ کړ او ټول فرنيچر او د زده کړې توکي یې لرې کړې.

د فاټا ( دوفاق د انتظام تر لاندې سيمو) د پوهنې ادارې د سیمې اوسیدونکو د هوسایې لپاره په رسمي توګه د کوهي شير حيدر ډګري کالج د اکتوبر په ۴ مه بيا پرانيسته وکړه.

اورپکۍ زده کړه ګډوډوي

په دغه کالج کې د کیمیا استاد نور افضل وويل، د پوهنې بهير په سيمه کې د اکثریت زده کړې ادارو تړلو وروسته پر ځای ودريدو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " ناوړه امنيتي حالت چارواکي مجبوره کړل چې کالج بند کړي. دغه کالج په هغه وخت کې یوازینۍ اداره وه چې محلي زده کوونکو ته يې د ګريجويټ لیول زده کړه برابروله. "

هغه وويل، په باړه تحصیل کې د قمبر خېل، ملک دين خيل او اکا خیلو په ګډون د مختلفو قبيلو مېشت زده کوونکو هيڅ څه بله چاره نه لرله خو چې د اورپکۍ زياتيدو، دګډوډۍ او تباه شوي ښوونځيو وروسته له خپلو سيمو څخه وتېښتي.

هغه وويل: "د قانون او نظم حالت خرابيدلو د قبايلو خلکو ژوند د ابهام په سمندر کې اچولی دی. د دې نه علاوه ځوانان يې د زده کړې څخه محرومه کړي دي."

هغه وويل، د کوهي شير حيدر ډګري کالج بيا پرانيستل د فاټا چارواکو لپاره يوه ستر لاسته راوړنه ده. د فاټا چارواکي سخت کار کوي چې قبايل خپلو اړوندو سیمو ته ستانه کړي.

هغه وويل: "زده کړه ... ځوانانو ته د حق اوباطل تر منځ فرق کولو وړتيا ورکولو له لارې د ملت په تقدير کې بدلون راوستلی شي."

هغه وويل: "په دغه کالج کې د پوهنې د بهیر په برخه کې مشوره ورکول به ځوانانو ته یوه ښه موقعه ورکړي چې ځان له غلط مذهبي تلقين او غلط نظرياتو څخه بچ وساتي."

له راستانه قبايلو سره ملاتړ او هغوی ته آسانتياوې برابرول

د ايالتونو او سرحدي سيمو وزارت د شمېرو له مخې چې د۲۰۱۳ کال په پایه کې خپرې شوې، په سيمه کې د اورپکۍ د لوړوالي په وخت کې په قبايلي سيمو کې له ۱،۰۰۰ څخه زیات د زده کړې ادارې د ناوړه امنيتي حالت له امله بندې شوي وې.

د ۲۰۱۶ کال سروې چې د فاټا زده کوونکو د سازمان له خوا ترسره شوه وايي، چې په قبايلو سيمو کې د اورپکۍ سيمو کې له ۱،۵۰۰ څخه زياتې د زده کړې ادارو ته زيان رسيدلی دی او يا له منځه وړلې شوي دي.

په قبائيلي سيمه کې د اورپکۍ اوج کالونه په عمومي توګه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کال تر منځ دي. پوځ په شمالي وزيرستان کې له ضرب عضب عملياتو سره اورپکۍ له منځه ویوړله. دغه عمليات د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې پیل شول او نن هم دوام لري.

د خیبر زده کونکو د اتحادیې پخواني رئیس زاهد ګل افريدي وايي، چې دوی د خپل ژوند لپاره وتښتيدل. د بې ځایه شویو کورنیو اکثریت ډيرې لږې مالي زیرمې لرلې او د خپلو ماشومانو لپاره یې د خصوصي ښوونځيو وس نه لرلو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د بې ځایه شویو کورنیو اتيا فيصده خلک په خيبر ايجنسۍ کې خپلو اصلي سيمو ته راستانه شوي دي، او د هغوی شمير زياتيږي. داسې يو حالت رامنځته شوی دی چې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا لري چې دوی ته اساسي آسانتياوي برابر کړي."

هغه وويل: "سره له دې چې د هغوی مرستې او د اسانتیاو لپاره په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په برخو کې صادقانه کار ترسره شوی دی، خو هغوی ته د هغوی په چوکاټ د اساسي آسانتيا برابرولو لپاره ډير کار پاتې دی."

زاهد وايي، چې تر اوسه پورې د ۸۰۰ څخه زيات زده کوونکو په کوهي شير حيدر ډګري کالج کې داخلې ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، چې د دغه کالج بیا پرانستل یو ښه پرمختګ دی.

خو بیا هم، د دغه ښوونځی درجه لوړل ضروري ده چې د ۲،۰۰۰ قبايلي ځوانانو د ښوونې غوښتنه پوره کړي چې د شاملیدو په لټه کې دي.

هغه وويل، دغه کالج باید د منظور کړی شوو زده کوونکو شمېر زيات کړی او د ۲۴ اوسني استادانو شمير زياتولو لپاره اضافي استادان استخدام کړي.

له زده کړې سره د اورپکۍ مقابله کول

د کالج يوه زده کونکي عابد افريدي چې په باړه تحصیل کې زيږدلی دی وويل، کوهي شير حيدر ډګري کالج د زده کوونکو لپاره د اميد يوه رڼا ده کوم چې مجبوره شول چې زده کړه بند کړي او په داسې حال کې چې په کمپونو کې ژوندون وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا به د يو محافظتي ډال په توګه کار وکړي چې د فاټا ځوان د اورپکۍ او سخت دريځۍ په لاس ورتللو مخنيوی وکړي. اورپکي او سخت دريځي په قبايلي سيمه کې د فقر او پسماندگۍ له امله وده وکړه."

هغه وويل: " اورپکي او افراطیت د ناپوهۍ له کبله رامنځته کيږي چې د زغم او ورورولۍ ته د ودې ورکولو له لارې کنټرول کيدی شي." "وسله والو د زده کړې ادارې تباه کړې ځکه چې دوی پوهيدل چې پوهنه يو کس ته بصيرت ورکوي او هغه ته وړتیا ورکوي چې سمه لار غوره کړي."

د خیبر پښتونخوا د خصوصي زده کړو د شبکې چارواکي انس تکريم کاکا خيل وويل: "په اورپکۍ ځپلو قبايلي سيمو کې د زده کړې ادارو پرانيستل د فاټا د ځوانانو لپاره يو ښه فال دی چې له ناوړه حالت سره مخ وو او په پراخه توپير سره یې په مېشتو سیمو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی وو."

جميل جيکوب چې په يو ګورنمنټ هايي سکول کې ښوونکی دی وويل: "د زده کړې او اورپکۍ تر منځ اړیکه غیر مستقیمه ده خو څرګنده ده، يو تکړه او تعلیم يافته کس به د اقتصادي سوکالۍ او پايښت لپاره ښه چانس لري. دا به دا چانس کم کړي چې وسله وال دوی د مالي ګټو له لارې وهڅوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " د قبايلي سيمو بې سوادۍ وسله والو ته یوه موقعه برابر کړه چې خلک ګمراه کړي."

هغه وويل: " افراطيت او اورپکۍ د زغم او متقابل ګډ ژوند نورمونو له لارې حل کيدی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500