ديپلوماسي

پاکستان له حزب اسلامي سره د امن معاهدې ته هرکلی وايي

محمد شکیل

د پاکستان وزیراعظم میا محمد نوازشریف (ښۍ خوا ته) په تېر نومبر کې د افغانستان د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اکلیل احمد حکیمي سره ملاقات کوي. پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د امن د وروستۍ معاهدې ملاتړ کړی دی. [د پاکستان د پرېس او اطلاعاتو ادارې نه په مننه]

د پاکستان وزیراعظم میا محمد نوازشریف (ښۍ خوا ته) په تېر نومبر کې د افغانستان د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اکلیل احمد حکیمي سره ملاقات کوي. پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د امن د وروستۍ معاهدې ملاتړ کړی دی. [د پاکستان د پرېس او اطلاعاتو ادارې نه په مننه]

پېښور -- سیاسي او امنیتي تحلیلګران وایي چې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د امن وروستۍ معاهده د سیاسي ثبات په لاره کې یو ګام دی او د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره به مثبت نتایج رامنځته کړي.

پاکستاني مقامات د امن مذاکراتو هرکلی کوي او وایي چې په افغانستان کې امن د پاکستان او د سیمې لپاره ګټور دی.

افغان صدر اشرف غني او حکمتیار، چې د ویډیو لېنک له لارې راڅرګند شو، د سپتمبر په ۲۹مه دغه معاهده رسمي کړه.

د معاهدې تر شرطونو لاندې، حزب اسلامي دا موافقه وکړه چې دښمنۍ به بندې کړي، له افراطي ګروپونو سره به روابط قطع کړي او د افغان اساسي قانون به احترام وکړي.

غني په مراسمو کې د وینا پر وخت وویل، «دا د طالبانو او نورو جنګیالو ګروپونو لپاره یو ښه چانس دی چې خپله اراده وښیي: چې له خلکو سره ودرېږي او د حزب اسلامي په شان د امن له عزتمن کاروان سره یوځای کیږي، که... د وینو تویولو ته دوام ورکوي.»

پاکستان د افغانانو په مشرۍ د امن معاهدې ملاتړ کوي

د پاکستان حکومت د امن معاهدې اجرأ «تشویقوونکې» وبلله.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت د سپتمبر په ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، «پاکستان په دوامداره توګه په دې تاکید کړی دی چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره پوځي لاره نشته. د افغانانو په مشرۍ له سیاسي لارې مذاکره شوی حل او د افغانانو په مشرۍ د سولې معاهده افغانستان ته د دوامدارې سولې او ثبات د راوستلو لپاره تر ټولو کامیاب انتخاب دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي، «دا زمونږ مخلصانه هیله ده چې د امن دا معاهده د افغان حکومت او د نورو افغان یاغي ډلو تر منځ د دوامدار امن د رامنځته کولو په مقصد د مشابه موافقو لپاره یو چانس برابر کړي.»

د معاهدې له لاسلیک کېدلو نه وروسته، د پاکستان د وزیراعظم د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز د اکتوبر په ۵ مه د افغانستان په هکله د بروکسل د کانفرانس په څنډه کې له افغان صدر اشرف غني سره وکتل.

عزیز د یوه امن ناک، مستحکم او خوشبخت افغانستان لپاره د پاکستان په امیدوارۍ ټینګار وکړ، او ویې ویل چې په افغانستان کې دوامداره امن په پاکستان کې د ثابت او انکشاف لپاره هم حیاتي رول لري.

د خبري رپورټونو تر مخه، دواړو غاړو په دې موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سیاسي لارې د حل لپاره کوششونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره یوه اساسي کامیابي

یوه سینیر پاکستاني جرنسلټ او د امنیتي چارو تحلیلګر شمیم شاهد وویل، د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د امن معاهده به د غني د ډلې، چې د طالبانو د ګواښ په شمول په بېلابېلو جبهو کې له ستونزو سره مخامخ وه، مورال قوي کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا د اشرف غني یوه اساسي کامیابي ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې د امن لومړنۍ معاهده نهایي کړه. دا به نه یوازې د افغانستان سیاسي حالت ته تغیر ورکړي، بلکه په مجموع کې به په سیمه کې هم تاثیرات ولري.»

هغه وویل، «د اورپکۍ او جګړه مارۍ له رامنځته کېدلو راهیسې زمونږ په ټوله سیمه ډېر بد حالت راغلی دی، او د افغانستان او پاکستان خلک د امن رامنځته کېدلو ته د بقا او ودې د یوه لومړني شرط په سترګه ګوري.»

هغه وویل، «د امن له معاهدې نه وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات به له دواړو ملکونو سره مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د همکارۍ لپاره یوه لارنقشه یا پراخ پلان جوړ کړي.»

هغه وویل، له افغان امن معاهدې نه د پاکستان ملاتړ به دواړو غاړو ته یاغي ګروپونو ته د پخلاینې یو پیغام ورکړي، او هغوی به دې ته تشویق کړي چې له حملو نه لاس واخلي.

هغه وویل، «په افغانستان او پاکستان دواړو کې هغه خلک چې د جګړه مارۍ له ستونزو سره مخامخ دي د یوه نوي شروع حد ته رسېدلي دي،» او زیاته یې کړه چې دغه معاهده به له دواړو غاړو سره کومک وکړي «چې داسې نوې لارې ولټوي چې د دوه اړخیز ملاتړ او همکارۍ له لارې امن ته وده ورکړي.»

د مذاکرې مېز ته د اورپکو راوستل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند وویل، «دا معلومه خبره ده چې خبرې اترې د داسې اوږدو کوششونو یوه پروسه ده چې هغه د یوه منځګړي لوبغاړي په موجودیت، یوه سلسله اصولو یا یوه داسې رسم باندې متکي دي چې برخه والو اړخونو ته دا چانس ورکوي چې یو له بل سره کیني او یوې نتیجې ته ورسېږي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د افغانستان او د حزب اسلامي ترمنځ د امن مذاکره کېدای شي د دې لپاره یو مثال وګرځول شي چې په پاکستان کې موجودیت افراطي ګروپونه د خبرو اترو لپاره را دعوت کړای شي.»

هغه وویل، «دا ممکنه ده چې په پاکستان کې موجود اورپکي یا جګړه ماران داسې یوې لارې ته ضرورت لري چې په هغې سره د خبرو مېز ته راشي. په ګاونډي افغانستان کې د موافقې سابقه به له هغوی سره مرسته وکړي چې په دې پوه شي چې یوه داسې ډېره سنجیده لاره شته چې په هغې سره هغوی کولی شي چې خپل هدفونه تعقیب کړي.»

هغه وویل، پاکستان او افغانستان د شریکو پولو، یوه شریک مذهب او کلتوري مشابهتونو د لرلو له امله په بېلابېلو برخو کې شریکې ګټې لري، او زیاته یې کړه چې په دواړو ملکونو کې سیاسي ثبات به یو له بل سره د هغوی د امن ناک موجودیت په هکله د تصمیم نیولو په برخه کې یو فکټور وي.

رستم وویل، «دغه معاهده به بالاخره د اشرف غني حکومت د نور زیات سیاسي ثبات اړخ ته رهبري کړي او د داسې مطلوب اتموسفیر لپاره به لاره هواره کړي چې همکاري به رامنځته کړي. هماهنګی به د دواړو ملکونو ترمنځ د بې اعتمادۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.»

د پاکستان - افغانستان د روابطو ښه کول

په پېښور کې د فاټا د امنیتي چارو پخواني سکرټر برید جنرال محمودشاه وویل، پاکستان او افغانستان دواړه دې ته ضرورت لري چې یو له بل سره همکاري وکړي او د عامو ستونزو د حلولو لپاره د یو بل د اولویتونو او مشکلاتو په هکله خبر شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «موجوده حالات افغانستان دې ته مجبوروي چې له یاغیتوب څخه نیولې تر اقتصاد پورې برخو کې د مختلفو چلینجونو په وړاندې د مقابلې لپاره له خپلو ګاونډیانو نه کومک وغواړي.»

هغه وویل، «له حکمتیار سره د امن معاهده د هرکلي وړ او د افغان حکومت لپاره یوه لویه سیاسي لاسته راوړنه ده،» او زیاته یې کړه چې دغه معاهده به د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ګڼ اړخیز تاثیرات ولري.

هغه وویل، «د پاکستان خلوص څرګند دی ځکه چې دغه ملک د امن د معاهدې هرکلی کړی دی او د امن د روانې پروسې لپاره په خپل ملاتړ یې تاکید کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500