تروريزم

د پاکستان نفسياتي ډاکټران د دماغي ناروغۍ د کچې تور پر طالبانو لګوي

اشفاق يوسفزي لخوا

د دماغي روغتیا مسلکی کسان او د مدني ټولنې فعالان د اکتوبر په ۱۰مه په پېښور کې د نړیوال نفسیاتي روغتيا ورځې په ترڅ کې مارش کوي. [اشفاق يوسفزي لخوا]

د دماغي روغتیا مسلکی کسان او د مدني ټولنې فعالان د اکتوبر په ۱۰مه په پېښور کې د نړیوال نفسیاتي روغتيا ورځې په ترڅ کې مارش کوي. [اشفاق يوسفزي لخوا]

پېښور - د پاکستان نفسياتي ډاکټران په فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو) او د خیبر پښتونخوا (KP) په برخو کې د ۱۰ کالو لپاره د دماغي ناروغیو د لوړې کچې تور پر طالبانو لګوي.

پېښور - د پاکستان د دماغي ټولنې رئیس پروفيسر سيد محمد سلطان په پېښور کې د نړیوال نفسياتي روغتيا ورځې لمانځلو په اړه په يو سيمينار کې د اکتوبر په ۱۹مه وويل، " کله چې وسله والو په ۲۰۰۵ کال کې په بشپړه توګه د تاوتريخوالۍ عمل پيل کړو، د فاټا او خیبر پښتونخوا (KP) د اوسيدونکو په دماغي ناروغيو کې ډیروالی راغلی دی ."

هغه د پیښو په اړه مخکې او يا وروسته ذکر ونه کړو.

هغه په خپله وينا کې وويل، د ناروغانو ۶۰ ٪ چې د خيبر ټيچنګ هاسپټل (KTH) نفسیاتي وارډ کې داخل شول له فاټا او يا ملاکنډ ډويژن څخه راغلي وو.

هغه وويل، د KTH نفسياتي وارډ کې د نفسياتي ناروغانو ۴۰٪ هغه ښځې دي کومو چې د طالبانو د تاوتریخوالي له کبله ميړونه، ورونه او ماشومان او نور خپلوان له لاسه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، خلک د خپګان، تشويش او د صدماتو وروسته د فشارونو ناروغۍ (PSTD) کچې د لوړېدو څخه ساتنې لپاره يوازينۍ لاره اوږد مهاله سوله ده.

د خېبرپښتونخوا د روغتیا وزارت وزير شهرام تره کئ پاکستان فارورډ ته وويل، د خېبرپښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې د ولسوالۍ په کچه ۲۰ نفسياتي ډاکټران استخدام کړل چې ځپلی شوي وګړو ته ګړندي درملنې برابرکړي.

هغه وويل: "موږ د روغتیا کمپونو [د عامه پیښو] انتظام کوو چې هلته کارپوهان وړیا خدمتونه او درمل برابروي." "موږ بودجې زیاتي کړي دي چې ټول دماغي ناروغان وړيا درملنه ترلاسه کړي."

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت په ملاکنډ ډويژن کې یو پروګرام پيل کړی دی چې دماغي ناروغانو ته وړيا مشوره او درملنه برابرکړي.

غمجن يادونه

محمد مصطفی چې د شمالي وزیرستان ايجنسۍ اوسيدونکی دی او په پیښور کې د سرحد په ذهني روغتون کې درملنه ترلاسه کوي د ظلم له کبله د طالبانو وسله والو غندنه کوي.

مصطفی چې د ۲۲ کالو دی پاکستان فاروډ ته وويل: "په ۲۰۰۶ کال کې طالبانو له هیڅ دلیل پرته زما دوه مشر وروڼه ووژل." "هغوی زما پلار ته وويل چې دا ځای پریږده او يا د ورته چلند سره مخامخ شه."

هغه وويل: "له دغې پيښې وروسته زموږ کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده." "موږ عمومي پلورنځی لرله چې ښې پيسې مو پيدا کولې. خو اوس موږ په چارسده کې د کرایه د خټو په کور کې اوسيږو."

کله چې طالبانو د شفيق خان، د ۱۹ کالو، پلار ووژلو نو هغه له مهمند ايجنسۍ څخه څو کاله مخکې چارسدې ولسوالۍ ته وتښتېدلو. هغه وويل چې د هغه پلار په يوه ګاډۍ کې سبزي خرڅوله چې له اوو غړو د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه هره مياشت لېډي ریډنګ روغتون [په پېښور کې] ته راځم." "زه د خپګان لپاره دارو درمل ترلاسه کوم. زه د هغه ورځې خوب وينم کله چې طالبانو زما په مخکې زما پلار ووژلو."

هغه زياته کړه چې هغه کار نه شي کولې ځکه چې د غه درملنې له کبله هغه تر ټول وخت لپاره اوده وي.

د ناروغيو يوه ټولونه

په پېښور کې يو ارواپوه افتخار حسین پاکستان فارورډ ته وويل، د تاوتريخوالي څخه په پاتې شوي خلکو کې تروریزم د روحي اختلال ناروغۍ، ويرې او نشې يو ستر لامل دی.

هغه وويل: "موږ په تېرو دريو کلونو کې [په لېډي ریډنګ روغتون] کې د ۵،۵۰۰ ناروغانو ته چې زياتره له تاوتريخوالي څخه ځپلو سيمو سره تعلق لرلو درملنې برابر کړي دي." "د دې ناروغۍ د چټک څیړنې او درملنې له لارې مخنیوی کیدی شي."

هغه وويل، هغه ناروغان کومو چې تروريزم ليدلی دی ورته نښې نښانې لري. دوی په تکراري توګه د خپلو نږدې خپلوانو مرګ محسوسوي.

هغه وويل، په ۱۸۰ ميليونه نفوس کې تقريبا ۷ ميليونه پاکستانيان له تشويش او خپګان سره مخ دي چې زياتره په کې له تاوتريخوالي اړوندو لاملونو سره مخامخ دي.

جان انواره کونډې پاکستان فارورډ ته وويل، په ۲۰۱۰ کال کې طالبانو په جنوبي وزیرستان کې د هغې د سترګو په وړاندې د هغې ۲۳ کلن زوی ووژلو.

هغې وويل، هغه په AK-47 باندې وويشتلې شو او هغه زما په غيږه کې مړ شو. "زه د هغه وخت راهيسې د الله نه دعا غواړم چې طالبان تباه کړي."

هغې وويل، چې د هغې دعاګانې قبولې شوې "ځکه چې د اورپکۍ عاملین ورک شوي دي."

د هغې ډاکټر افتخار وويل: "هغه درملو او نفسياتې درملنې ته اړتيا لري."

هغه زياته کړه چې په لومړيو کې درملنه ضروري ده چې ښه پايلې يقيني کړي.

د خېبرپښتونخوا د روغتیایی خدمتونو مشر پرویز کمال پاکستان فارورډ ته وويل، د خېبرپښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې د پاکستان د رواني ټولنې يو پروګرام پيل کړی دی چې د رواني اختلالاتو ناروغانو ته درملنه برابر کړي.

هغه وويل، په ملاکنډ کې د خلکو دریمه برخه د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۹ پورې د ترهګرۍ په وړاندې د طالبانو واکمنۍ زغملو وروسته له نفسياتې رنځ سره مخ ده.

هغه وويل: "موږ د [شمالي او جنوبي] وزيرستان په بې ځایه شویو کسانو کې کوم چې د خیبر پښتونخوا پنځو ولسواليو کې ژوند کوي د نفسياتي ناروغيو زياتوالی ثبت کړی دی."

هغه وويل: "د اضطراب رنځونه او خپګان خپریدو کچه په بې ځایه شویو کسانو کې ۳۴٪ ده." " پنځوس سلنه بې ځایه شوي ماشومان له خپګان سره مخ دي."

بدلون په پام کې لرل

له بلې خوا د خیبر پښتونخوا حکومت په پام کې لري چې په ولايت کې نفسياتي روغتیا د لومړنيو درملو برخه وګرځوي.

کمال وويل: "موږ غواړو چې د دې ستونزې څخه خلاصې ترلاسه کړو کوم چې له رواني ناروغۍ سره تړاو لري." "ګڼ شمېر خلک به له یو نفسياتې ډاکټر سره ليدنه ونه کړي."

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه خادم حسین پاکستان فارورډ ته وويل، طبیعي خبره ده چې انسان له خپګان سره مخامخ کیږي کله چې خپلوان، کاروبار او ښوونځي له لاسه ورکړي.

هغه وويل: "موږ په فاټا کې د وسله والو پر وړاندې د پاکستان پوځ ستاينه کوو." "موږ هيله لرو چې د خلکو ژوند به ژر ښه شي."

هغه وويل، خلکو تر اوسه په قبايلي سيمو او ملاکنډ کې د طالبانو د وحشت د وروستني صدمو سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500