تروريزم

د کوټې بريد کې د مرګ شميره ۶۵ ته رسیږي

عبدل غني کاکړ لخوا

د پوليسو پر يو روزنيز مرکز تيره شپه د تروريستي بريد وروسته پاکستاني عسکر په کوټه کې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو د روزنېز کالج د دروازې له لارې تيريږي. چاروکي وايې چې د پاکستان په سوېل لوېديځ کې د پوليسو پر يوه اکاډمۍ تېره شپه بريد کې د مرګ شميره ۶۵ ته رسيدلې ده او په لسګونه نور ټپيان شوي دي. چارواکو زياته کړه چې دا بريد په روان کال کې تر ټولو خونړی افراطي بريد وو. [بنارس خان/AFP]

د پوليسو پر يو روزنيز مرکز تيره شپه د تروريستي بريد وروسته پاکستاني عسکر په کوټه کې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو د روزنېز کالج د دروازې له لارې تيريږي. چاروکي وايې چې د پاکستان په سوېل لوېديځ کې د پوليسو پر يوه اکاډمۍ تېره شپه بريد کې د مرګ شميره ۶۵ ته رسيدلې ده او په لسګونه نور ټپيان شوي دي. چارواکو زياته کړه چې دا بريد په روان کال کې تر ټولو خونړی افراطي بريد وو. [بنارس خان/AFP]

کوټه - په کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې په تروریستي برید کې د مرګ شمیره ۶۵ ته رسیدلی او له امنيتي ځواکونو سره جګړه کې ټول درې واړه بريد کوونکي وژل شوي دي.

د پولیسو د روزنیز کالج یو لوړ پوړي پولیس افسر محمد اجمل کاسي پاکستان فارورډ ته وويل: "نامالومو وسله والو د بلوچستان پوليسو روزنيز کالج ته ننوتلو او د هاسټل کنټرولولو مخکې یې د کالج پر لويه دروازه دوه ساتونکي په ډزو وويشتل، کوم ځای چې له۷۵۰ څخه زيات پوليس محصلین موجود وو. هغه وويل: "زموږ ټول محصلین په سرونو نښه شوي وو، او د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د ډزو تبادله د څلورو ساعتونو لپاره روانه وه. زموږ محصلین بې وسلې وو او له همدې امله هغوی کولای نه شو چې د برید ځواب يې ورکړی وی."

هغه زياته کړه چې "د تبادلې په ترڅ کې دوه وسله وال ووژل شول، په داسې حال کې چې يو بل بريد کونکی د روزنيز کالج د نوي هاسټل په دروازه کې خپل ځانمرګی واسکټ وچاودوو."

د بلوچستان د کور او قومي چارو وزير سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وويل: " د پوځ د قوماندې لاندې د پولیسو روزنیز مرکز کې د لټون عمليات ترسره کړی شول او ټول غولی يې د محاصرې وروسته له وسله والو څخه پاک کړو."

هغه وويل: "موږ واضح شواهد لرو چې دغه بزدلانه برید په افغانستان کې د میشت وسله والو له خوا ترسره شوی دی." نوموړي زياته کړه: "موږ مالومات ترلاسه کړي چې د دې خبرې تايید کوي چې دغه بريد کونکي په افغانستان کې له خپل څارونکو سره په اړيکه کې وو."

د ډان خبري اژانس له مخې، داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د کوټې د امنيت څانګې سپرينټنډنټ جاوېد احمد غارشين پاکستان فارورډ ته وويل: " په کوټه کې د پولیسو په روزنېز کالج دغه حمله دریمه حمله وه- د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ په لومړيو کې وسله والو په دغه کالج توغندي هم ويشتلي وو." " په دغه برید کې د تلفاتو زياتره برخه د پولیسو محصلينو او نورو امنیتي ادارو پرسونل وو. د شبقدر ولسوالۍ د پوځ کپتان روح الله هم په وژل شوي پرسونلو کې شامل و."

هغه وويل: "د ټولو وژل شوي محصلینو لاشونه د پولیسو مرکزي دفتر ته راوړلې شول او هلته د هغوی د جنازې لمونځ نن په جمع ادا کړی شو، او وروسته د وژل شوي محصلینو لاشونه خپلو ولسواليو ته واستول شول."

ولايتي وياند انور الحق کاکړ په کوټه کې په يوه خبري نوټ کې وويل: "د بلوچستان حکومت د پولیسو په روزنيز کالج د وحشي تروریستي برید له امله د درې ورځو ماتم اعلان وکړ، او په ولايتي مرکز کې یې د امنيت کچه لوړه کړې ده."

کاکړ وويل: "موږ په کلکه پر خپلو بې ګناه نوي عسکرو د بزدلانه بريد غندنه کوو؛ داسې بریدونو نه شي کولای چې په سیمه کې د وسله والو پر وړاندې زموږ هوډ ته زيان ورسوي."

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په کوټه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې وويل، "د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم په کوټه کې د پولیسو روزنېز کالج کې د تروریزم ضد عملیاتو کې زړور ګامونه پورته کولو لا امله کپتان روح الله او نایب صوبيدار محمد علي شجاعت لپاره د شجاعت جايزو اعلان وکړ." دوی د يو ځانمرګي بريد کونکي کنټرولولو وروسته دويم بريد کونکی ونيوو چې د پولیسو نوي عسکرو يو زيات شمېر په تېښتېدلو کې یې مرسته وکړه ... کپتان روح الله ته تمغه جرات او نايب صوبيدار محمد علي ته تمغه بصالت ورکړی شوه.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم په کوټه کې پر پولیسو روزنیز مرکز د برید په کلکه غندنه کړې ده.

په لوړه کچه يوه غونډه کې د کوټې لومړي وزير د بريد په اړه انديښنه څرګنده کړه او وايي چې ترهګر به زمونږ په سیمه کې د ترهګرۍ خپرولو له لارې خپلې موخې ترلاسه نه کړي. هغه ټولو اړوندو چارواکیو ته لارښوونه وکړه چې د پولیسو محصلینو امنيت له روغتيايي اسانتياوو سره ډاډمن کړي.

د بلوچستان اسمبلۍ مخالف مشر مولانا عبدل واسع هم د تروريستي برید غندنه وکړه او وايي چې دغه ډول اعمال کوونکي د سولې او ثبات دښمنان دي.

هغه زياته کړه، "د پاکستان ملت د سولې ضد عناصرو په وړاندې یو موټی دی؛ دوی به د خپلې خاورې د وسله والو د فعالیتونو د کارولو لپاره اجازه ورنه کړي. هغه زياته کړه چې حکومت باید د دښمنانو ناوړه دسيسې شنډولو لپاره هر ممکنه ګام پورته کول باوري کړي."

د بلوچستان د سوداګرو اتحاديې یو لوړ پوړي مشر آله داد ترين پاکستان فارورډ ته وويل، د بلوچستان د سوداګرو اتحاديې د چهارشنبې په ورځ د پوليسو په روزنېز کالج د بريد پر ضد په ولايت کې د احتجاج اعلان وکړ.

هغه وويل: "موږ په کلکه د دې وحشیانه برید غندنه کوو کوم چې د پوليسو محصلینو ژوند واخيست. دولت باید د امنیتي پرسونلو امنیت لپاره یو لرلید ستراتیژي يقيني کړي."

د افغانستان اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نورو مشرانو تر څنګ په کلکه د دغه بريد غندنه وکړه. هغه په يو تويت کي وويل، "زه د هغه کسانو کوم چې د کوټې بريد کې مړه شو کورنيو او د هغو ملګرو ته همدردي او خواخوږي وړاندې کوم. افغانيان له پاکستان د خلکو سره ولاړ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500