تروريزم

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې جګړې ملاتړ کوي

جاويد محمود لخوا

د بریتانیا لوی درستیز جنرال سر نیکولاس پتریک کارتر او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په راولپنډۍ کې په جنرال هيډکوارټرز کې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه په ''يادګار شهدا'' کې شهيد شوي سرتېرو ته درناوی ورکوي. په زرګونو سرتيرو په پاکستان کې د ترهګرۍ په جګړه کې خپل ژوندونه قرباني کړي دي. د بریتانیې CGS هم د شمالي وزيرستان څخه ليدنه وکړه چې د وسله والو په وړاندې د پوځي عملياتو برياليتوب وګوري. [د ISPR لخوا]

د بریتانیا لوی درستیز جنرال سر نیکولاس پتریک کارتر او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په راولپنډۍ کې په جنرال هيډکوارټرز کې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۹مه په ''يادګار شهدا'' کې شهيد شوي سرتېرو ته درناوی ورکوي. په زرګونو سرتيرو په پاکستان کې د ترهګرۍ په جګړه کې خپل ژوندونه قرباني کړي دي. د بریتانیې CGS هم د شمالي وزيرستان څخه ليدنه وکړه چې د وسله والو په وړاندې د پوځي عملياتو برياليتوب وګوري. [د ISPR لخوا]

اسلام اباد -- د امنیت شنونکي وايي چې پاکستان په يو ښه پوزيشن کې دی چې د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالې جګړې (GWOT) ملاتړ وکړي او پاکستان دا کار په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت او په هيواد کې د اورپکۍ له منځه وړلو له لارې ترسره کوي.

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي څېړنو انستيتوت (ISSI) په يو راپور کې وايي چې د پاکستان جيو ستراتيژيک موقعيت له کبله دا "په سیمه ییز او همدارنګه نړیوال سیاست کې يو ستر رول لوبوي." "په منځني ختیځ او مرکزي آسیا کې د سرچینو ډکې سيمو ته د دې جغرافيايي نږدوالې په ټوله نړۍ کې د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتيا لپاره دا د يو مهم هېواد په توګه رامنځته کوي."

د ISSI د سپتمبر په ۲۹مه د يو راپور چې عنوان يې وو " پاليسۍ او د پاليسۍ اتنخابونه : د پاکستان نړيوال ايميج او نفوذ لوړول" له مخې، "پاکستان په فعاله توګه په نړۍ کې د سولې او ثبات راوستلو کې مرسته کوي."

په دغه راپور کې ويلی شوي دي چې "د۱۹۶۰ کال راهیسې د پاکستان له ۱۶۰،۰۰۰ څخه زيات سرتېرو د ملګرو ملتونو (يو اين) ۴۲ سوله ساتلو ماموريتونو سره مرسته کړې ده او د څو کلونو لپاره تر ټولو غټ مرسته کونکی ځواک پاتې شوې دی." "په اوس وخت کې ۷،۵۰۰ سرتېري د ملګرو ملتونو د شپږو ماموریتونو لپاره استولی شوي دي."

په دغه راپور کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د سولې د راوستلو د هڅو ملاتړ د اوږد تاريخ نه علاوه پاکستان لا تر اوسه په بهر کې د خپل ايميج په اړه د ستونزو سره مخ دی. دا په منفي توګه د پاکستان توان ته زيان رسوي چې نړیوالې پانګونې ونيسي، سیلانیان جلب کړي او د پاکستانيانو لپاره کارونه رامنځته کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان باید "دوامداره او ښه مدغم ستراتيژي" جوړه کړی چې د خپل ايميج ښه کولو او ملي مفادات تر لاسه کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد جګړې سره مرسته کولو کې خپل رول او همدارنګه خپل امنيت او د ترهګرۍ پر ضد برياليتوب په ګوته کړي.

پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې 'د لومړۍ كرښې ملګری' دی.

د امنیت شنونکي وايي چې د پاکستان پوځي او نور امنيتي ادارې له GWOT سره مرسته کې او په خپل هيواد کې د ترهګرۍ له منځه وړلو کې خپل رول لوبوي.

د امنیتي چارو کارپوه سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل: "پاکستان له ۲۰۱۱ کال وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د لومړۍ کرښې ملګری شو او د طالبانو د رژیم پر وړاندې یې له ايتلافي ځواکونو سره ملاتړ ته دوام ورکړ چې ترهګړۍ ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، پاکستان د لپاسه الوتنې حقونه، سمندری ملاتړ او هوايي اډې ايتلافي ځواکونو ته ورکړي چې د تروریزم او اورپکۍ په وړاندې له نړيوالې جګړې سره مرسته وکړي.

هغه وويل، سربېره پر دې د پاکستان پوځ د وسله والو څخه د جنوبي او شمالي وزيرستان سيمې بيرته قبضه کولو کې د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړی دی چې په دغه سيمو کې د قانون واکمني رامنځته کړي.

هغه وويل، پاکستان له افغانستان او ايتلافي ځواکونو سره همغږۍ لپاره هڅې کړي دي، د ترهګرو ډلو هغه لارې يې بندې کړې دي چې دوی د اورپکی خپرولو لپاره کارولې او د وسله والو د ستر تروریستي بریدونو توان يې له منځه وړی دی.

د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې د پوځ عامه ښوونځی کې د طالبانو بريد له۱۴۰ زيات ماشومان او نور کسان وژلي وو. له دې امله د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پټنځايونو او مرکزونو باندې په بشپړه توګه بريد وکړ.

بټ وايي، " د تروريزم پر ضد جګړه کې پاکستان د ډيرو زړور سرتيرو او له ۵۰،۰۰۰ څخه زيات ملکي مرګ ژوبله زغملې ده، خو اوس شمالي وزیرستان له ترهګرو څخه پاک دی او په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دی. د دغې کار په ټوله نړۍ کې ستاينه شوې ده."

هغه وويل: " پاکستان وسله والو ځواکونه نوې تګلاره لري او موږ په خپله بهرني پاليسۍ کې لږ بدلون راوستی دی او په پاکستان کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړلو کې نور سيمه ييز خلک شامل کړي دي."

هغه زياته کړه: " ټول ملت او نړیوالې ټولنې د اورپکۍ له منځه وړلو کې د پاکستان د رول ستاینه کړې ده."

د ترهګرو د نفوذ مرکزونه له منځه وړل

په اسلام اباد کې د تينک ټانک د شخړې او د امنیتي مطالعاتو د پاکستان انستيتوت (PICSS) رئيس او امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وويل: "د پاکستان پوځ، هوايي ځواک، سمندري ځواکونو، رينجرو او پوليسو د تروريزم پر ضد جګړه کې هڅې کړې دي چې په پایله کې په ۲۰۱۶ کال کې په هېواد کې د ترهګرۍ ګراف [ ترټولو ټيټه کچې] ته راکښته شوی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د جامع ملي امنیتي ادارو شامليدلو اورپکۍ او تروریزم ته یو جدي ګوزار ورکړی دی او په هیواد کې يې امنيت ښه کړی دی."

هغه وويل، "ملي اردو او نورو امنيتي ادارو د تګ راتګ لپاره بندې سیمې او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د نفوذ مرکزونو له منځه وړلو له لارې خپلې دندې ترسره کړي دي، او اوس حکومت باید د يو سياسي تاسيس جوړولو له لارې د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا)، خېبرپښتونخوا، پنجاب او د پاکستان په نورو سيمو کې د سولې ساتلو لپاره یو چوکاټ جوړکړي."

هغه وويل، په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو بهیر باید چټک کړی شي او د خلکو بيارغونې او هلته کې اقتصادي فعالیتونو راژوندي کولو لپاره په دې بهير کې دې هره مغالطه لرې کړی شي.

د جرم او هدفي وژنو پر ضد مبارزه

په کراچۍ کې د امنیتي چارو کارپوه او د تلويزيون اينکر علي ناصر وويل، کراچۍ له څو کلونو لپاره د تروریزم د دوو ډولو لکه د وسله والو لخوا ستر بريدونو او د منظم قاتلانو لخوا وژنو سره مخامخ وه.

هغه وويل، خو بیا هم، د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو چې د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په مياشت کې پيل کړی شول تقريبا په بشپړ ډول اورپکۍ له منځه وړې ده او په ښار کې يې د هدفي وژنو کلتور کې کمې راوستی دی.

ناصر پاکستان فارورډ ته وويل: "په کراچۍ کې امنيتي حالت چې د عملياتو له پيل کيدو مخکې د وسله والو او قاتلانو یو مهم هدف و اوس بيخي ښه دی او اوس خلک هر ځای ته د ترهګرۍ له وېرې پرته ځي."

هغه وويل، چې د وينې تويونې کلتور په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره حکومت باید په خپله په حقيقت کې د عمل ملي پلان پلي کړي او هغه کلتور ختم کړي کوم چې د بانفوذه خلکو ساتنه کوي او اولس يرغل ته جوړ کړي.

هغه وويل: "حکومت او امنيتي سازمانونه بايد استخبارات او همغږي ښه کړي او په هېواد کې د ټولنې پولیسي کلتور ته وده ورکړي چې د اوږدې مودې لپاره سوله رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب