بشري حقونه

استخباراتي راپور: طالبانو د ځانمرګي بريد لپاره ماشومان اغوا کوي

عبدل غني کاکړ لخوا

چارواکي وايي، يو شکمن چې په بلوچستان کې د کوچنۍ نجلۍ په تښتولو کې توری دی د ځايي ليوي ځواکونو په توقیف کې دی. هغه د سپتمبر په ۱۰مه د پشين ولسوالۍ په اسماعيلزۍ سيمه کې په عين موقع ونيول شو. [عبدل غني کاکړ لخوا]

چارواکي وايي، يو شکمن چې په بلوچستان کې د کوچنۍ نجلۍ په تښتولو کې توری دی د ځايي ليوي ځواکونو په توقیف کې دی. هغه د سپتمبر په ۱۰مه د پشين ولسوالۍ په اسماعيلزۍ سيمه کې په عين موقع ونيول شو. [عبدل غني کاکړ لخوا]

کوټه - استخباراتي چارواکو په يو راپور کې چې فدرال حکومت ته وړاندې کړی شو څرګنده کړه، وسله وال چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري په بلوچستان او د پاکستان په لرو پرتو سيمو کې ماشومان تښتوي او د ځانمرګي بريد کوونکو په توګه يې کاروي.

د اسلام اباد یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي محمد عمران وويل: "دغه راپور چې د يو ستر استخباراتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد ډیسک لخوا بشپړ کړی شوې دی څرګندوي چې د جماعت الاحرار فدايين ډلو ته د پاکستان په لرې پرتو سيمو کې د ماشومانو د برمته کولو دنده ورکړی شوی ده."

هغه وويل، په لرې پرتو سیمو کې ماشومان د وسله والو لپاره اسان ښکار دی ځکه چې دوی له ښار څخه د کار يا د لوبو لپاره ووځي او د دوی مور او پلار دوی له څارني پرته پريږدي.

هغه وويل، د افغان کډوالو ماشومان هم د دوی لومړی هدف دی ځکه چې دوی "اسناد" نه لري.

عمران پاکستان فارورډ ته وويل: "د امنيتي ځواکونو په توقیف کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو څخه پلټنو څرګنده کړه چې په تيرو څو مياشتو کې وسله والو د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې له ۶۰ څخه زیات ماشومان تښتولي دي."

هغه وويل، نيول شوي وسله والو چارواکیو ته د TTP ستراتيژي په ډاګه کړه.

هغه وويل، وسله وال او د هغوی پلويان د بلوچستان په ځايي ښارونو کې پټ فعالیت کوي او د ماشومانو د تښتولو وروسته هغوی دغه ماشومان په نورو سيمو کې پټنځايونه ته ليږي کوم ځای چې ماشومانو ته ځانګړي روزنې ورکول کیږي.

هغه وويل: "هغوی په پراخه کچه د تښتول شوي ماشومانو تربيت کوي او د ځانمرګي بريد لپاره يې چمتو کوي."

طالبان د ماشومانو په تکل کې دي

يو لوړ پوړي دفاعي چارواکی مامون سيد وويل، په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانې جګړې په پراخه توګه د طالبان وسله والو ظرفیت چې د يو غټ ځواک په توګه بیا رامنځته شي، له منځه وړې دی، خو ځانمرګي بريد لا اوس هم د هغوی ستره وسله ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پخوا به په خیبر پښتونخوا (KP) او د بلوچستان په قبايلي سيمو کې وسله والو د مدرسو د زده کوونکو استخدام کوو چې دوی د بشري بمونو په توګه وکاروي، خو په هېواد کې د مدرسو اصلاحاتو او د راجستر کولو د پروسې له امله وسله والې ډلې اوس د استخدام پالیسۍ کې بدلون راولي."

هغه وويل، افراطي عالمان تښتول شوي ماشومانو ته درس ورکوي. هغه زياته کړه چې ماشومانو ته د ځانمرګي بريد کوونکي په توګه ګومارلو مخکې شپږ یا اووه میاشتی روزنې ورکولی کیږي او د هغوی ذهن بدلولی کیږي.

هغه وويل: " اوس د ماشومانو تښتونه د هغوی تر ټولو اغيزمنه د جګړې تاکتيک دی ځکه چې وسله وال د پاکستان پوځ پر ضد ماتې ترلاسه کوي."

سيد وويل: "د تحقیقاتو په ترڅ کې زموږ ځانګړي ډلې دا پايله تر لاسه کړې ده چې طالبان او نور وسله وال په مذهبي افراطيت کې لاس لري او اوس په پراخه توګه د خپلې بقا لپاره د ماشومانو ښکار کوي ځکه چې دوی په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په روانه جګړه کې يو ستر ګوزار ترلاسه کړی دی."

د طالبانو د استخدام د ميتودونو په اړه پوهاوی

د کورنیو چارو وزارت چارواکي ناصر محمود وويل: "چارواکي د بلوچستان قبايلي سيمو کې په ځايي خلکو کې د وسله والو د ستراتیژۍ او د هغوی په سيمو کې د وسله والو ممکنه شتون په اړه د پوهاوی لوړولو لپاره سخت کار کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د اړوند امنيتي چارواکو له لارې خلکو ته مالومات ورکړي دي چې دوی باید چمتو شي او په خپلو ماشومانو نظر وساتي."

هغه وویل: "په جنوب لويديځ بلوچستان کې د دولت سپانسر شوې د عامه پوهاوي کمپاين برياليتوب ترلاسه کوي او مثبتې پایلې ورکوي ځکه چې يو شمير وسله وال د ځای خلکو په مرسته په عين موقع نيول شوي دي کله چې دوی په سرخاب، سارانان، توره شاه او د پشين او قلعه عبدالله ولسواليو يو شمېر نورو سيمو کې د ماشومانانو تښتولو هڅه کوله"

هغه وويل: " وسله والې ډلې د ماشومانو د استخدام لپاره مختلف ميتودونه کاروي ... د دې يقين له کبله چې ماشومان کم احتمال لري چې په دوی ګمان وکړی شي."

هغه وويل: "وسله وال زياتره د تسهيل کونکو له لارې ماشومان ځانمرګي کاروي چې دا يقيني کړي چې دوی ونه تښتي." "په ځینو پيښو کې که یو ماشوم ځانمرګی د پېښې څخه د تېښتې هڅه کوي نو تسهيل کونکی د ريموت ډيټونيټړ له لارې ماشوم وژني."

د دفاعي چارو يو لوړپوړي شنونکي متقاعد ميجر محمد عمر پاکستان فارورډ ته وويل، د ماشومانو تښتونه او د ځانمرګي بريد لپاره د هغوی استعمال يوه جدي اندیښنه ده چې د امنيت د ادارې څخه چټک او مناسب پاملرنې ته اړتيا لري.

هغه وويل: "حکومت بايد د پراخې بې روزګارۍ، د روزګار او تعليم ته د لاسرسۍ نشتوالي په نظر کې دې ستونزې ته وګوري." "هغه قبايلي سيمي کوم ځای چې وسله وال د ماشومانو تښتونه کې بوخت دي د بلوچستان د نورو سيمو په پرتله لږ پرمختللي دي."

عمر وويل: "د وسله والو لپاره په لیرې پرتو سیمو کې د ماشومانو برمته کول یو اسانه دنده ده ځکه چې دوی هلته کې د مرستې یوه قوي شبکه لري او محلي همکاران د دوی په مطلوبه هدفونو ټاکلو کې مرسته کوي."

هغه وويل: "ځوانان د ځانمرګي ماموریت لپاره په اسانه استخدام کيدلی شي او ماشومان ځانمرګي بريد کوونکیو دا ثابته کړې ده چې دوی يو خونړي وسله ده کومه چې وسله والو کارولې ده." "ډېرېدونكى سخت دريځي ګډودۍ ته وده ورکوي او د وسله والو ډلو د لامل برابرولو ملاتړ کوي."

هغه وويل: "حکومت باید په قبايلي سيمه کې د وسله والو د عصري شبکې له منځه وړلو لپاره د لرلید ستراتيژي يقيني کړي."

د تښتونې شبکو له منځه وړل 'ستر لومړيتوب' دی

د بلوچستان د کورنيو او قبایلو چارو وزیر مير سرفراز بګټي د اکتوبر په ۱۰ مه د بلوچستان ولايتي شورا ته په يوه وينا کې وويل: "د بلوچستان حکومت ټولو اړوندو امنیتي ادارو ته لارښونه کړې ده چې دوی دې د وسله والو او د هغوی پلويانو په وړاندي جدي اقدام وکړي."

هغه وويل: "دا زموږ ستر لومړيتوب دی چې هغه ډلو ته ماتې ورکړو کوم چې د ماشومانو برمته کولو کې بوخت دي."

هغه وويل: "موږ د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د ماشومانو د تښتونې د پیښو د زیاتیدو په اړه اندیښمن يو." "زموږ د قانون پلي کوونکي ادارې زمونږ په سیمه کې د وسله والو مقابلې لپاره هر ممکنه ګام اخلي. ځايي خلک هم له مونږ سره مطلوبه ملاتړ کوي."

بګټي د وسله والو ډلو پر ضد په روانو عملیاتو کې د وروستیو بریالېتوب شمېره په ګوټه کړه.

هغه وويل: "امنیتي ادارو د وسله والو يو شمير ډلې ماتې کړي دي." "موږ يو ځای کار کوو چې د تحریک طالبان او نورو وسله والو ډلو توان ختم کړو کوم چې په ځانمرګي بريد او د سولې پر ضد په نورو فعالیتونو بيا رامنځته کولو کې لاس لري."

هغه وويل: "يو شمير مهم قوماندانان په بمبارۍ کې هم وژل شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کتلو خفه او حیران یم چې دغه بدنام طالبان اوس په داسې ناوړه کارونو کې بوخت دي. یوه ډير ښه او په زړه پوري ليکنه ده. هيله لرم چې پاکستان به د ترهګرۍ د نوي ميلان پر ضد ګام واخلي.

ځواب