تروريزم

د سېند پوليس د ځانمرګي بريد کونکو شناخت او مخنيوی لپاره لارښووني صادروي

آمنه ناصر جمال لخوا

د سېند رينجر د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه ښيې. دغه زيرمه د سپتمبر په مياشت کې له مشکوک وسله والوڅخه ترلاسه شوې وه. [آمنه ناصر جمال لخوا]

د سېند رينجر د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه ښيې. دغه زيرمه د سپتمبر په مياشت کې له مشکوک وسله والوڅخه ترلاسه شوې وه. [آمنه ناصر جمال لخوا]

کراچۍ - د سېند پوليسو د امنیتي ځواکونو لپاره تفصیلی لارښونې صادرې کړي دي چې دوی د احتمالي ځانمرګي بريد کوونکي په ګوته کړي او د دوی موخو ته د رسېدو مخه ونيوي.

دا لارښونې د سپتمبر په ۱۸مه د پوليسو ټولو مرکزونو او د ولسوالۍ افسرانو ته ورکړې شوې، او پوليسو پر وګړو غږ کوي چې د ترهګرۍ په وړاندې له مبارزې سره همکاري وکړي.

د سېند پوليسو لارښونې له مخي، ځانمرګي بريد کوونکي سړي او ښځي کيدای شي او په عمومی توګه د ۱۲ او ۲۴ کلونو ترمنځ وي.نارينه پاک خريلی وي، ويښتان يې کټ کړي وي او د خپلو شاوخوا له مخې په جامه کې وي.

لارښوود وايي، د ځانمرګي بريد کوونکي په عمومی توګه خرمېټی شکل لري او د هغه یا هغې د نوې جامو لاندې یو چاودېدونکي واسکټ اچولی وي. د هغوی اوږې به د چاودېدونکو توکو د وزن له کبله لږ غوندې ټيټې وي.

لارښوود وايي، دوی زياتره د لمانځه تسبېح لري او نه ښکاري چې دوی بل چاته توجه ورکړي کله چې دوی خپل هدف ته روان وي.

دا لارښوونې مزيد تشريح کوي چې د پوليسو افسران باید ځانمرګي بريد کوونکي په ډزو ونه وژي بلکې د اليکټريک سټن ګن له لارې هغه ناتوانه کړی. پولیس هم باید هڅه وکړی چې شکمن له شا څخه ونيسي او دا يقيني کړی چې د هغه يا هغې موټې خلاص وي.

عام خلک باید له پولیسو سره همکاري وکړي

د کراچۍ پولیسو اضافي عمومي مفتش مشتاق مهر پاکستان فارورډ ته وويل: "ځانمرګي بمي چاودني زمونږ د وخت د سياسي تاوتريخوالي يو عمل دی."

هغه وويل: "موږ په دغو حالاتو کې د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره يوې ستراتيژۍ ته اړتيا لرو." هغه د خلکو څخه وغوښتل چې دوی دې په دې برخه کې له پوليسو سره په ګډه کار وکړي. "که خلک له مونږ سره مرسته وکړي نو موږ به کولای شو چې دغه ستراتیژۍ له بریالیتوب سره پلي کړو."

هغه وويل، خلک بايد معلومات له پولیسو سره شریک کړي که دوی په خپل شاوخوا کې شکمن فعالیتونه یا عناصر ويني.

مهر وويل، دا دې موخه د ترهګرو نيول دي له دې مخکې چې دوی ګامونه پورته کړي. پولیس او خلک يوشان باید چمتو وي چې د ځانمرګي بريد کونکی له خپل هدف ته رسېدو مخکې مخه ونيلی شي.

پولیس په بشپړه توګه د جدي جرمونو مخنیوی لپاره تر ټولو پرمختللې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي. په دې کې د څارنې، ګرځنده پورنسک لابراتوارونه، جنايي اينډکسنګ سافټ ویر او استخباراتي شبکې شامل دي.

هغه وويل: "د تروریزم پر ضد په اغیزمنه توګه مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته شوي دي چې په دې کې پوليسو ته عصري روزنې، [تکنالوژي] او وسلې ورکول شامل دي."

هغه وويل: "د ترهګرۍ په وړاندې جګړه به د هر وګړي په مرسته وګټلې شي." "د دې خبرې ضرورت دی چې دوی دې له پولیسو سره مرسته وکړي چې دا يقيني کړو چې د دولت ضد عناصر له ټولنې څخه لرې کړې شوي دي."

په ټولنه کې د تاوتریخوالي سره مبارزه

د پنجاب پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې پخوانی رئيس محمد حفیظ وويل: "د سخت دريځو د ګواښ يو مهم اغېز دا دی چې وګړي د معمول ستونزې حل کولو لپاره پر تاوتريخوالي زيات انحصار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ډلو او افرادو تر منځ اختلافاتو حل لپاره د خبرو اترو فضا حتی چې د نورو کوچنیو موضوعاتو لپاره فضا کمه شوې ده او په تاوتريخوالی انحصار کول د يو زیات شمیر خلکو لپاره يو لومړې انتخاب دی."

هغه وويل، د طالبان، فرقه واريت او قومي دښمنې په ټولنه کې د تاوتریخوالی او افراطیت ټول عوامل دي.

هغه وويل: "د افراطيت سره د مبارزې لپاره یوه پراخه لاره جوړولو لپاره دا اړينه ده چې دا تشويقوونکي فاکټورونه په ګوته کړې شي."

هغه وويل: "موږ باید دا ومنو چې تروریزم يو عام ګواښ دی او له همدې امله له خپلې خاورې د دې مصيبت له منځه وړلو لپاره توان یوځای کړو." "د کوم څيز چې ضرورت دی هغه دا دی چې د وسله والو ډلو سره د ځوانانو یوځای کيدلو مخنيوی وکړی شي او هغه وسله وال چې خبرو اترو ته چمتووالی دي ترلاسه کړو."

حفیظ وړانديز وکړ چې د ښوونځيو درسي کتابونو کې مهم بدلون په پرته د دې خبرې ضرورت دی چې د اسلام د اقدارو تبليغ وکړې شي کوم چې په ټوله نړۍ کې د څیړنې پر بنسټ دي چې افراطیت نظري اړخونه له ننګونو سره مخ شي.

د افراطیت بنيادي عوامل په نښه کول

د پاکستان د پوځ متقاعد ډګرمن راشد علي ملک چې په کراچۍ کې د امنیتي چارو يو کارپوه دی له مخې، ځانمرګي بريدونه د يو شمير لاملونو له کبله د تېرو ۱۰ کلونو راهسې د تروريستي بريدونو اصلي آله جوړه شوي ده.

هغه وويل: "د داسې بريد پلان جوړول او ترسره کول نسبتا اسان وي." "دا ډېر خلک وژني او تفصيلي پلان ته اړتيا نه لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي د تاوتريخوالی کوم چې دوی یا د هغوی کورنۍ زغملې دي، يا د زيات فقر لخوا هڅول شوي وي، په داسې حال کې نور کسان د افراطیانو لخوا هڅول شوي او یا د هغوی تربيت کړی شوې وې.

هغه وويل، فقر، محرومیت، بې سوادې او بې وزګاري افراطیت رامنځته کوي. هغه زياته کړه، ښځې هم د دغو عواملو ښکار دي.

ملک وايي، "له همدې امله، د غربت، بې روزګارۍ کمولو، پوهنې، د لوبو او نور تفريحي فعاليتونو ته وده ورکولو، او د خلکو عمومي ټولنیز او اقتصادي حالت ښه کول کولای شي چې خامخا افراطیت او تروریزم کې کمې راولی."

هغه پاکستان کې د تاوتریخوالی کې کمې راوستلو لپاره د عمل ملي پلان (NAP) او د تروریزم پر ضد پوځي ضرب عضب عملیاتو ته کريدت ورکړو.

هغه وويل: "د ځانمرګي بريد کونکو کلتور یو حقیقت دی چې په عاجله اړتیا لري چې باید حل شي." "د پاکستان په قبايلي سيمه کې او د هغې د تر ټولو لوی ښار [کراچۍ] کې پوځي کمپاین ته کريدت ورکړی شوی دی. دغه عملياتو تروریستي بریدونه او نور جرمونه کم کړي دي."

هغه وويل: "د NAP له مخکې، ترهګرو ته په قانون او قضايي سيستم کې ځینې نیمګړتیا له امله سزا نه ورکړی کيدله." "په تیر وخت کې ترهګر موقعې لرلې چې د یو اغیزمن قانوني سیستم نشتوالی له کبله خپل تروریستي فعالیتونو ته وده ورکړې خو اوس حالات بدل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500