پېښور-- چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا (KP) پولیس خپل ظرفیت ښه کوي چې له ترهګرۍ د ننګونو سره مبارزه وکړي او د ګڼ شمیر اصلاحاتو د پلي کولو له لارې د جرم سره مقابلې وکړي.
د کينټ پېښور د پولیسو رئيس کاشف ذوالفقار پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخوا د کرايې د ودانیو د بنديز(امنيت) قانون، د هوټلونو د بنديز قانون او حساس او اغیزمنې تاسيساتو او ځایونو قانون خیبر پښتونخوا پولیسو ته د تروریزم ضد ستراتیژۍ ته يو نوی شکل ورکړی دی.
د پولیسو ظرفیت لوړول
هغه وويل، د ۲۰۱۴ کال د کرايې ودانیو د بنديز د قانون له مخې تر اوسه پورې چارواکو په پېښور کې ۱۲۸،۰۰۰ د بهرنيو سيمو اوسيدونکو معلومات ثبت کړي دي. دا د جرم او اورپکۍ سره په جګړه کې یو مهم عنصر دی.
هغه وويل: "دې لاسته راوړنې د اورپکۍ کنټرولولو لپاره د پوليسو وړتيا ښه کړې ده او هغو ته يې يوه طريقه برابر کړې ده چې د ګواښ په وړاندې په ډېره اغيزمنه توګه ګامونه پورته کړي."
دا معلومات د کرايه دارو د معلوماتو سیستم (TIS) له لارې ثبت کړی شول. دغه سيستم د جايداد ټولو خاوندانو / د ځمکې خاوندانو او د کرايي د ودانۍ د اجاره دارانو بايوګرافک معلومات راټولوي چې په دغه معلوماتو کې د ۱۴ کالو څخه زيات عمر لرونکو ټولو نارینه اوسيدونکو معلومات هم شامل دي.
د سيمې، د محلي استازو او د پوليسو لخوا د معلوماتو تاييد وروسته کرايه دار خپله يا خپلې د اجاره اطلاعاتو فورمه له ځان سره ساتي چې پوليسو ته يې د هغه پر استوګنې د بريد کولو په وخت وړاندي کړي.
کاشف وويل: "د کرايه دارو د معلوماتو سیستم (TIS) اوس د پوليسو د نوې تګلارې يوه مهمه برخه جوړه شوي ده چی زمونږه ظرفیت ته يې وده ورکړې ده او موږ کار کوو چې په ولايت کې له اورپکۍ او افراطیت د ننګونو سره مقابله وکړو."
هغه وويل، دې د خیبر پښتونخوا پوليسو ته تخنیکي مهارت برابر کړی دی چې دوی د لومړي اطلاعاتو راپورونو (FIR) کمپيوټرايز کولو له لارې هغه کرايه داران ولټوي چې جنایي ریکارډ لري او که د يو کرايه دار معلومات له جنایي ریکارډ سره سمون وخوري، دغه سيستم چارواکو ته خبرادری ورکوي .
هغه وويل، د دې ډیټابیس ثبت کولو کمپاين مهم عنصر د اسنادو تصديق کول دی.
کاشف وويل: "د کرايه دارانو د اسنادو راټول او تصديقول به د کرايه دار او د کور مالک دواړو لپاره د دفاع په توګه کار وکړي او هغوی به وهڅوي چې د قانون پيروي وکړي او له هر ډول د اعتراض وړ او غیر قانوني فعالیتونو څخه ډډه وکړي."
هغه وويل: "پولیسو د TIS لاندې چاپې ترسره کړي چې زياتره شکمن کسان يې نيولي دي. د دوی په اړه تحقیقات د هغوی د نفوذ ساحه او فعالیتونو لړ څرګندوي." "په يوه سيمه کې د نیولو شمېره موږ ته معلومات راکوي چې تر ټولو خطرناک سيمې په ګوته کړو."
د پوليسو د اصلاحاتو د هڅو لوړولو لپاره د خېبرپښتونخوا پولیسو شپږ ځانګړي ښوونځي پرانيستلي دي چې د پوليسو افسرانو ته د معاصر پولیسي تخنیکونو په اړه تربيت ورکوي. په دې کې د تحقيقاتو، د استخباراتو، تکتيک، چاودېدونکي توکو کارولو، بې نظمۍ او بلوا مدیریت، او معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکونه شامل دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي مفتش وايي، دا ښوونځي د پلان يوه برخه ده چې د خېبرپښتونخوا پوليس يې مشرتوب کوي. دا به اورپکۍ له منځه ويسي او د ځواک مسلکي وړتیا به ښه کړي.
چارواکي وايي، د دې هڅو موخه دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې د قانون واکمني، د پوليسو اصلاحات او د اورپکۍ د دور نه وروسته سوله تقویه کړي.
په اورپکۍ کې 'ډراماتیکي' کموالی
د پېښور نوتهيا سيمې د يونين کونسل يو غړي صفدر باغي وويل: "د اورپکۍ پېښې د ولايت په مرکز کې د پوليسو د اصلاحاتو پلي کولو وروسته ۶۰-۷۰٪ کمې شوي دي."
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د نوي [اصلاح شوي] پاليسۍ له مخې، د پوليسو نوښتونو په خېبرپښتونخوا ولايت ډراماتيکي اثرات رامنځته کړي دي. دې له بې سارې زړورتیا او استقامت سره د اورپکۍ بريدونه کم کړي دي."
هغه وويل، د پوليسو د اورپکۍ او تروریزم له منځه وړلو هڅې نور هم زياتيدلی شي که پوليس د دواړو خواوو د معلوماتو تاييد وروسته يو کمپيوټري اجارې تړون کارت صادر کړي.
هغه زياته کړه، په موجوده محلي دولتي سیستم کې هر يو يونين کونسل او نيبرهوډ کونسل د زیږیدنې د سندونو او د پیژندلو نور اسناد صادرولو لپاره د خلکو کمپيوټري اسناد ساتي.
هغه وويل: "د يوه بهرني وګړي او شکمن کس د اسنادو تصديق د سيمه ييز حکومتي څانګو د استوګنې معلوماتو کارولو سره کیدای شي."
که چيرې هغه يا هغې يو نوي سيمې ته لاړ شي، د پوليسو کمپيوتري اجاره تړون له لارې به د کرايه دار معلومات ترلاسه کیدای شي او تصدیق يې هم کیدی شي."
دا زمونږ مدني مسوولیت دی چې له افراطیت سره مبارزه وکړو
باغي وايي، چې د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د پولیسو نوښتونوعام خلک هم هڅولې دي. هغوی خپل مدني مسوولیتونه پوره کوي او د سولې رامنځته کولو او د اورپکۍ له منځه وړلو کې خپل رول احساسوي.
هغه وويل: " TIS هم د کور مالک په دې خبره مجبوره کړی دی چې د کرايه دار سره يو تړون ترسره کړي او پوليسو ته بشپړ اسناد برابر کړي. له دې امله د دواړو خواوو په ګډون به د دوی تر منځ د دسيسې د چانسونو مخنیوی وکړی شي."
د ښار نایب ناظم سيد قاسم علي شاه وايي، چې د TIS له لارې د جايداد مالکان پابند کړی شول چې پوليسو ته معلومات او د فورمې يوه کاپي ورکړي. دې د تروریزم پر ضد د نوښتونو اغیزمنتیا لوړه کړې ده.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د اورپکۍ پېښې به خامخا کمې شي ځکه چې مالکان به د اجاره دارو د شکمن کړنو په اړه چارواکو ته معلومات ورکوي، ګڼې نو دا به د کور له خاوند لپاره ناشونې وي چې ځان د کرايه دار د جرمونو څخه بچ وساتي."
هغه زياته کړه، پوليس د اورپکۍ او افراطیت په وړاندې په جګړه کې د بريالیتوب ترلاسه کولو لپاره د خلکو پوره ګډون او همکارۍ ته اړتيا لري.
هغه وويل: "په دې لړ کې خلک د خپلو مسؤليتونو په اړه پوهول تر ټولو مهم کار دی."
هغه وويل: "د اورپکۍ پيښې یو تن نه شي کولای بلکې دا د ملګرو د شبکې جوړولو وروسته د پلان پايله وي."
هغه وويل: "د معلوماتو راغونډولو او د استخباراتو د یووالي نوی سيستم به د افراطيانو په ګډه د ناستې کولو او د دسيسې جوړولو د چانس کمولو له لارې د اورپکۍ د ګواښونو په راټيټولو کې مرسته وکړي."
که چيرې مونږ يو کور خپلوانو ته په کرايه ورکړو نو آيا دا ضروري ده چې پوليس خبر کړو؟
ځوابتبصرې 2
دغه اصلاحات د وخت اړتیا ده. د بدلون راوستلو لپاره عامه پوهاوهې لومړی ګام دی. د خیبر پښتونخوا پولیسو لپاره نیکې هیلې.
ځوابتبصرې 2