امنیت

په پنجاب کې تصفیوي اپرېشن خپل هدفونه سرته رسوي

آمنه ناصرجمال

د پنجاب حکومتي مقامات د سپتمبر په ۲۰ مه په لاهور کې هغه نیولی شوې وسلې او شکمن جګړه ماران ښیي چې نیولی شوي دي. [آمنه ناصر جمال]

د پنجاب حکومتي مقامات د سپتمبر په ۲۰ مه په لاهور کې هغه نیولی شوې وسلې او شکمن جګړه ماران ښیي چې نیولی شوي دي. [آمنه ناصر جمال]

لاهور -- چارواکو وویل، د پنجاب پولیس د ترهګرۍ ضد محکمې/ سي ټي ډي (CTD) د داعش سره تړلي ۴ تنه شکمن جګړه ماران نیولي چې غوښتل یې په لاهور کې په حکومتي ځایونو باندې حملې ترسره کړي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو اېس اېس پي ریاض چې غوښتل یې یوازې په یو نوم یاد شي پاکستان فارورډ ته وویل، «د سپتمبر په ۱۶مه په یوه حمله کې، سي ټي ډي عبدل علم، محمد حفیظ الرحمان، نثاراحمد او تصور امین ونیول او له هغوی سره یې ۱.۶ کیلوګرامه چاودونکي مواد، ۸۰ حفاظتي فیوزونه او څلور نان الیکټریک چاودوونکي برآمد کړل.»

هغه وویل، «امنیتي او د قانون نافذوونکو ادارو په شریکه دغه چاپه ترسره کړه، او نیولی شوي ترهګر د نورو پوښتنو لپاره یو نامعلوم ځای ته یوړل شول،» او هغه د امنیتی اندېښنو په وجه د هغوی د ځای ځایګي په هکله نور تفصیلات ورنه کړل.

هغه وویل، داعش په لاهور کې په علامه اقبال ټاون کې له مون مارکېټ، یا رسول الله پارک سره نژدې یو د پټېدو ځای جوړ کړی وو، او زیاته یې کړه چې دغه ګروپ پلان لرلو چې په یوه لویه حمله کې حکومتي چارواکي ووژني.

هغه وویل، «سي ټي ډي لاهور او نورو قانون نافذوونکو ادارو په شریکه داسې اطلاع حاصله کړې وه چې د داعش مربوط ترهګرو یا دهشتګردو پلان لرلو چې په لاهور کې په حکومتي ادارو باندې حملې وکړي.»

دغه چاپه د چیف آف آرمي جنرال رحیل شریف د لارښوونې په نتیجه کې ترسره شوه چې هغه د اګست په ۸ مه په ټول پاکستان کې انټیلیجنس ادارو ته امر وکړو چې خاص تصفیوي اپرېشن ترسره کړي او ترهګر په کې هدف وګرځوي. دغه هدایات په کوېټه سېول هسپتال له یوې حملې نه وروستو جاري کړای شول، چېرته چې د جماعت الاحرار یوه ځانمرګي بمي حمله کوونکي له ۷۰ نه ډېر کسان ووژل، او د بلوچستان د قانوني چارو ټولنه یې ویجاړه کړه.

ریاض وویل، «دغه اپرېشن د ترهګرۍ ضد محکمې او د ایلیټ فورس له اړخه او همدارنګه د رنجرز په مرسته ترسره کیږي. که ضرورت پېښ شي، کېدای شي چې د پاکستان د پوځ کومک هم وغوښتلی شي.»

سي ټي ډي یا د ترهګرۍ ضد محکمې وویل، تصفیوي عملیات په پنجاب کې د لوړې کچې په حساسو ساحو لکه میانوالي، اټک، سرګودها، چکوال، راولپنډي، شیخوپوره، نانکانه صاحب، اوکاړه، فیصل اباد، راجن پور، روجحان، ډېره غازي خان، رحیم یارخان، مظفرګړ، لیه، بهاولپور، ملتان او لودهرا کې ترسره کیږي.

په پنجاب کې د یو شمېر تصفیوي عملیاتو په سلسله کې په زرونو کسان ونیولی شول

د پنجاب پولیس انسپیکټرجنرل مشتاق احمد سکهیرا وویل، پولیس د صوبې په ټولو ضلعو کې تصفیوي عملیات شروع کړي دي او د انټیلیجنس ادارې له هغو اطلاعاتو نه په کار اخیستلو چې له پولیس منابعو نه یې ترلاسه کړي دي د شکمنو ترهګرو لټون کوي.

د رنجرز قوتونو ترهګرۍ ضد وېنګ له سي ټي ډي سره په شریکه په پنجاب کې چاپې وهل شروع کړل چې د ترهګرو پر ضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړي او صوبه له غیرفعالو ګروپونو او د لوړې کچې ترهګریزو اسانتیا جوړوونکیو نه پاکه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پولیس انټیلیجنس ادارې او رنجرز قوتونه له تېرو دوه کالو راهیسې په پنجاب کې د تصفیوي عملیاتو په ترسره کولو بوخت وو، خو اوس په کوېټه او پېښور کې له شویو ترهګریزو حملو نه وروستو تېز کړای شوي دي.»

د پنجاب پولیس په وینا، خواوشا ۵۷۰۰۰ پولیس افسران په تصفیوي عملیاتو کې برخه لري او ټولو افسرانو د اختر د چوټیانو په وخت کې هم کار وکړو.

د پولیس چارواکو د راپور تر مخه، د اختر په دوران کې د پنجاب پولیس ۱۲۴۵ تصفیوي عملیات ترسره کړل او ۱۳۶۹ شکمن کسان او اعلان شوي تجاوزګران یې ونیول. پولیس له دغو کسانو نه ۳۰۵ اسلحې برآمد کړې، د پرانستو کیسونو په رابطه یې له ۲۷۶۵۸ کسانو نه پوښتنې وکړې او ۶۵۹ نوي کیسونه یې رجسټر کړل.

اکثر نیونې په فیصل اباد، قصور، لاهور، چینوټ، بهکر، نانکانه صحب او حافظ اباد کې وشوې.

سکیهره وویل، «پنجاب پولیس به په صوبه کې امن بیا بحال کړي او د خلکو لپاره به د انصاف ورکول یقیني کړي.»

د پولیس ډپټي انسپکټر جنرل حیدر اشرف پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه اپریشنونه له حساسو ادارو، حکومتي ودانو، ریلوی سټیشنونو، مارکیټونو، مسجدونو، امام بارګاوو او بس سټاپونو سره نژدې ترسره شول.»

هغه وویل، «پولیس او قانون نافذوونکو ادارو یو شمېر شکمن کسان ونیول او د تصفیوي عملیاتو په سلسله کې یې له هغوی نه کافي اندازه وسلې او نشه یي مواد برآمد کړل.»

اشرف د پنجاب پولیس د رپورټونو له قوله وویل، د فیصل اباد پولیس په ۴۶ تصفیوی عملیاتو کې چې د ضلعې په مختلفو برخو کې ترسره شوي وو ۹۸ شکمن کسان او درې اعلان شوي تجاوزګران ونیول.

په لاهور کې، پولیسو له ۲۱۲۰ کسانو نه پوښتنې وکړې او د ۲۸ اپریشنونو په جریان کې یې ۳۱ شکمن کسان ونیول. په نانکانه صاحب کې، پولیس ۱۵ تصفیوي عملیات ترسره کړل چې په هغو عملیاتو کې پولیس له ۴۲۱ شکمنو کسانو نه پوښتنې وکړې، ۱۶ شکمن کسان او دوه تجاوزګران یې ونیول، او له هغوی نه یې ۵ اسلحې او ۲۶۱ د ټوپک ګولۍ برآمد کړې.

په قصور کې، پولیسو له ۱۱۱۰ کسانو نه پوښتنې وکړې، ۹۱ شکمن کسان او دوه اعلان شوي تجاوزګران یې ونیول او په ۳۳ اپریشنونو کې یې ۵۹ اسلحې او ۱۷۸ د ټوپکو ګولۍ برآمد کړې. په ګوجرانواله کې، پولیس ۱۱ عملیات ترسره کړل چې په کې هغوی له ۱۸۱ کسانو نه پوښتنې وکړې او ۱۷ شکمن کسان او درې اعلان شوي تجاوزګران یې ونیول.

د چینوټ پولیسو په پنځو اپریشنونو کې ۳۵ شکمن کسان او یو اعلان شوی تجاوزګر ونیول. د بهکر په ۲۷ اپریشنونو کې ۲۸ شکمن تنان او څلور اعلان شوي تجاوزګران ونیول، او په سیالکوټ کې پولیسو په ۱۴ تصفیوي عملیاتو کې ۱۰ شکمن کسان ونیول.

په حافظ اباد کې، پولیسو په ۳۲ عملیاتو کې له ۲۲۰ کسانو نه پوښتنې وکړې، ۱۴ شکمن کسان او ۸ اعلان شوي تجاوزګران یې ونیول، او پنځه اسلحې او ۵۵ د ټوپک ګولۍ یې برآمد کړې.

اشرف وویل، د پولیسو دا عملیات «د ترهګرو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ابتدایي ګامونه» وو.

هغه په عوامو باندې تاکید وکړ چې په خپل کلي محل کې د هرو شکمنو فعالیتونو په هکله راپور وکړي او د دې مخنیوی وکړي چې ترهګر له پولیسو نه پټ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500