امنیت

خیبر پښتونخوا د ريسکيو ۱۱۲۲ عمليات پراخوي

جاويد خان لخوا

په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د ژغورنې ډلې پرعامه ښوونځي تروریستي برید له کبله ګامونه پورته کوي. د خېبرپښتونخوا چارواکي د دغه ولايت نورو برخو ته د ريسکيو ۱۱۲۲ غځوي. [جاويد خان لخوا]

په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د ژغورنې ډلې پرعامه ښوونځي تروریستي برید له کبله ګامونه پورته کوي. د خېبرپښتونخوا چارواکي د دغه ولايت نورو برخو ته د ريسکيو ۱۱۲۲ غځوي. [جاويد خان لخوا]

پېښور - په پېښور او مردان کې د ترهګرۍ او نورو پېښو کې له قربانیانو سره مرسته کې د بيړني خدمتونو برياليتوب له وروسته د خیبر پښتونخوا (KP) چارواکي د ريسکيو ۱۱۲۲ عملياتو او بيړني خدمتونو ته پراختيا ورکوي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ عمومي رئيس اسد علي خان وويل: "د ريسکيو ۱۱۲۲ خدمتونه د اګست په مياشت کې سوات، ايبټ آباد او ډیره اسماعیل خان ته وغځول شول."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا خدمت په پېښور کې د ۲۰۱۰ کال د مارچ په مياشت کې پيل کړی شو کله چې به په ټوله سيمه کې بمي چاودنې عام وې." "د تخصصي خدمتونو نشتوالي خلک له مرګ سره مخامخ کړل چې کیدی شي ژغورل شوی وای.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک په مینګوره کې د اګست په ۱۳ مه د دې خدمتونو پرانستلو په ترڅ کې وويل، "د ريسکيو ۱۱۲۲ د سوات او نورو ولسواليو خلکو لپاره يوه ډالۍ ده."

مشر وزیر د ريسکيو ۱۱۲۲ په هغه رول رڼا واچوله کوم چې دوی د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې په پېښور کې پر پوځ عامه ښوونځی تروريستي بريدونو او په تیره جنورۍ کی په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون تروريستي بريدونو او همدارنګه په پېښور او مردان کې نورو پېښو کې لوبولی وو.

خټک وويل: "د خیبر پښتونخوا حکومت په نظام کې اصلاحات کوي." "دا نوي خدمتونه به د دغه ولايت د خلکو ژوند ژغورلو او بیړني حالت کې له هغوی سره مرسته کولو کې ملاتړ وکړي."

په پيښور او مردان کې د ريسکيو ۱۱۲۲ برياليتوب

د ريسکيو ۱۱۲۲ عمومي رئيس خان له مخې، د ۲۰۱۰ کال د مارچ په مياشت کې له پيل کيدو راهیسې ريسکيو ۱۱۲۲ ځواک په پېښور کې ۱۷،۰۰۰ او په مردان کې ۱۲،۰۰۰ بیړني حالتونو کې خپل خدمتونه وړاندې کړي دي.

هغه وويل، د ژغورنې دغه ډلو د ځانمرګي بریدونو، شلينګ، ترافيکي پېښو او د نورو تاوتريخوالي پېښو په زرګونو ژغورل شوې ټپيان روغتون ته لېږدولي دي.

هغه وويل: "يوازې په پېښور کې، د ژغورنې ډلو له ۲۵۷ بمي چاودنو، له ۴،۰۰۰ څخه زيات ترافيکي پېښو او ۱۱،۰۰۰ طبي بیړني حالاتو له چټکتيا سره مقابله کړې ده او قیمتي ژوندونه يې ژغورلي دي."

هغه وويل، د ريسکيو ۱۱۲۲ ټيمونه په ستراتيژيکي توګه ځای پر ځای کیږي چې له امله یې په اوو دقيقو کې دننه هرې غوښتنې ته ځواب ورکړي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال احمد فيضي پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ نور هم کار کوو چې د غبرګون وخت کم کړو د دې لپاره چې زيات ژوندونه وژغورلی شي."

هغه وويل: "موږ په بېلابېلو ځایونو کې امبولانسونه له متخصص طبي ډلو سره ودرولې دي چې هر ډول بیړني ځای ته لاړ شي."

هغه وويل، په ځينو امبولانسونو کې له ښځو سره مرسته کولو لپاره ښځینه تخنیکران موجود دي. هغه زياته کړه، چارواکي ښځې هڅوي چې له دې خدمت سره یوځای شي چې په طبي او نورو بیړني حالاتو کې د زیات شمیر ښځو مرسته وکړي.

هغه وويل، دې رياست له ۳۰،۰۰۰ څخه زيات د ژغورنې ډلې روزلي دي چې په دې کې لامبو وهونکي هم شامل دي. دغه لامبو وهونکي داسې روزولی شوي دي چې د بیړني حالاتو سره په مناسب ډول مقابله وکړي.

هغه وويل، ريسکو ۱۱۲۲ يوازې د اګست په مياشت کې په پېښور کې ۲۸۰ کسانو ته پرځای درملنې برابر کړې.

هغه زياته کړه، د پراختیا په بل پړاو کې چې ژر به راشي د خیبر پښتونخوا حکومت به ريسکيو ۱۱۲۲ په چترال، دير اپر، مانسهرې، کوهاټ، صوابۍ، بنو او نوښارکې پیل کړي.

ريسکيو ۱۱۲۲ ژوندونه ژغوروي

په پېښور کې يو ډاکټراصغرعلي وويل: "د ترافيکي پېښو او نورو بیړني حالاتو ليدلو وروسته ما څو ځله له ريسکيو ۱۱۲۲ سره ټيليفوني اړيکه ونيوله او د هغوی د غبرګون وخت د حیرانتيا وړ دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دغه طبيبانو په امبولانس کې د درملنې برابرولو له لارې ډېر ژوندونه ژغورلي دي.

هغه وويل، له بده مرغه، جعلي غوښتنې د ژغورنې ډلو 'مهم کار' کې خنډ دی.

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند له مخې، د اګست په میاشت کې ريسکيو ۱۱۲۲ له پېښور څخه ۱،۱۶۱ جعلي غوښتنې ترلاسه کړې.

علي وويل: "عام خلک بايد د ژغورنې ډلو ته د جعلي غوښتنو څخه ډډه وکړي ځکه چې د هغوی وخت ډير مهم دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ديکان د نوي پوسټونو ټسټونه به کله ترسره کيږي.

ځواب

د درد نه مې وساتئ

ځواب

ریسکیو ۱۱۲۲ د پاکستانیانو لپارہ په تر ټولو غورہ سروس کې یو دی. له دې کبله مهرباني وکړئ د ريسکيو کارکونکو ستونزې لکه جي پي فنډ، بي پي ايس ۱۲ ته پروموشن او د طبي پیشه ور الاؤنس حل کړئ، مهرباني وکړئ جناب

ځواب