امنیت

پاکستان او افغانستان بايد د پولو امنیت لوړ کړي: راپور

جاويد محمود لخوا

د سپتمبر په مياشت کې افغان کډوالې کورنۍ د تورخم پولې له لارې کور ته ستنيږي. [شهباز بټ لخوا]

د سپتمبر په مياشت کې افغان کډوالې کورنۍ د تورخم پولې له لارې کور ته ستنيږي. [شهباز بټ لخوا]

اسلام آباد-- په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي څېړنو انستیتوت (ISSI) په يوه وروستي راپور کې وويل چې دا د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه ده چې په ناقانونه توګه د پولې څخه د راتګ، د اورپکۍ مخنيوی او د دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکولو لپاره اضافي د تالاشۍ سرحدي پوستې جوړې کړي.

د سپتمبر په ۲۶مه په يوه راپور کې چې عنوان يې "د پاک-افغان پولې مديريت کې مسایل" وو، ISSI وويل چې په تورخم او چمن کې د دوو مالومو تالاشۍ د پوستو نه علاوه دواړه هېوادونه بايد کوښښ وکړې چې د قانوني تګ راتګ لپاره ۷۰۰ نورې پوستي جوړې کړي.

قوي پولي، ښه اړیکي

په دغه راپور کې راغلي، چې دا اضافي سرحدي پوستې به د پولو مديريت ښه کولو او د دواړو ګاونډیانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو په لور مهم ګام وي.

آمنه خان چې د افغانستان او د پاکستان د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې د ISSI ريسرچ پيلو او د راپورليکواله ده پاکستان فارورډ ته وويل: "پاکستاني اړخ پر ډیورنډ کرښې ۵۳۵ سرحدي پوستې لري، په داسې حال کې چې افغانستان ۱۴۵ پوستې کنترولوي."

هغې وويل، د پاکستان لپاره د پولو مدیریت ډيرمهم دی چې د هغه بریالیتوب ملاتړ وکړي کوم چې دوی د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې تر لاسه کړی دی. هغې د هغه بغاوت پر ضد عملياتو ته اشاره وکړه کوم چې فوځ په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې پيل کړي وو.

هغې وويل، د لویې دروازې نه علاوه کراسنګ ترمينل او ملحقه زيربنې په دې وروستيو کې د تورخم د تیریدو پر ځای جوړي شوي دي. پاکستان د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې د دغه په شان زيربنو د اووه نورو د داخلیدو د پوستو جوړولو پلان لري.

په دې کې د خيبر پښتونخوا چترال ولسوالۍ آراندو، په شمالې وزيريستان کې غلام خان، په جنوبي وزيرستان کې انګور آډه، په مومند کې نيوا پاس، په باجوړ کې ګرڅل، د فاټا ښارلاچې کرم او په بلوچستان کې چمن شامل دي.

هغې وويل، دا پلان به د خلکو او توکو په قانوني توګه تګ راتګ اسان کړي او دا به د وسله والو په ناقانوني توګه تګ راتګ، د مخدره توکو او د وسلو قاچاقولو مخه ونيسي.

هغې وويل: د سرحد ښه مدیریت له کبله به ياغي ډلي کولای نه شي چې د هغه تک راتګ د پوستو څخه ګټه پورته کړي د کومو چې څارنه نه کيږي.

آمنه خان وويل: "دا د دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره يوه موقع ده چې د پولې مديريت ټينګ کړي چې د پولو څخه په ناقانونه توګه تیریدل او د پولې له هاخوا اورپکۍ پای ته ورسوي." "دا کار کول به امنیت ښه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ترهګرۍ له امله توپيرونه ختم کړي."

د وسله والو د داخيلدو او قاچاق مخنيوی کول

څارونکي وايي چې پاکستان له نورو هیوادونو سره قانوني او مستند پولې لري او افغانستان او پاکستان هم کولای شي چې دغه نړیوال نورم استعمال کړي.

په پېښورکې د فاټا پخواني امنيتي منشي متقاعد ډګرمن محمود شاه وويل: "افغانستان او پاکستان ۲،۶۴۰ کلوميتره سرحد شریک لري." "دواړه هېوادونه بايد د تروریزم، د پولو غیر قانوني کراسنګ، قاچاق او د مخدره توکو او وسلو قاچاق ختمولو لپاره د پولو مديريت ښه کړي."

هغه وويل: د پولو د مدیریت د ټينګښت پرته پاکستان او افغانستان به نه شي کولای چې تروریزم او ناقانونه بندرونه له منځه ويسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پاکستان د پولو مديريت لپاره يو شمېر جدي نوښتونه پيل کړي دي او افغانستان او ټول هغه برخه وال چې د اورپکۍ او د پولې له هاخوا د جګړې سره مبارزه کوي بايد د دغه نوښتونو ملاتړ وکړي."

هغه وويل، افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کلونو کې د وسله والو له منځه وړلو کې ستر ګامونه پورته کړي دي او دواړه هېوادونه بايد د هغه ستراتیژۍ ملاتړ وکړي چې دغه لاسته راوړنو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه: "د پاکستان او افغانستان لوړ پوړي چارواکي بايد په منظم ډول غونډې جوړې کړي چې امنيت، همغږي او د پولو مدیریت ښه کړي چې موخه يې اورپکۍ ته ماتې ورکول، د دوه اړخیزي اړیکو پياوړتیا او د امنيت ښه والی وي."

په اسلام آباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز مشر امتياز ګل وويل: " موږ چې هرڅه نن د خپل سرحد په اوږدو کې او يا په قبایلي سیمو کې وينو دا د هغه کمزوري پالیسۍ وجه ده کومه چې مونږ د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې له لسيزو راهیسې کارولې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تقریبا له۶۰،۰۰۰ نه ۷۰،۰۰۰ پورې افغانان هره ورځ پرته له ويزې پولې کراس کوي." "دا حالت به د نامالومه وخت پورې برقرار ونه ساتلی شي په داسې حال کې چې پاکستان په ځانګړې توګه له سخت امنيتي ګواښونو سره مخامخ دی."

هغه وويل، د سرحدي لارو ډاکومنټيشن د سرحدونو د امنیت يوه برخه ده. هغه زياته کړه چې د پولې دا ډاکومنټيشن به کولای نه شي چې د پاکستان او افغانستان د هغه خلکو احساساتي اړيکو ته اهميت ورنه کړی چې له پولې هاخوا خپلوان لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500