امنیت

د خیبرپښتونخوا پولیس د هدفي وژونکو په مقابل کې عملیات تېزوي

جاوېد خان

د پېښور د پولیسو اېس اېس پي عباس مروت (چپ اړخ ته) د سپتمبر په ۱ د متنو په ارباب تپو کې د پولیسو یوه لیرې پرته پوسته ګوري. پولیسو ته حکم شوی دی چې د هدفي وژنو او ترهګریزو حملو په وړاندې تیار اوسي. [تصویر د پېښور پولیسو اخیستی دی]

د پېښور د پولیسو اېس اېس پي عباس مروت (چپ اړخ ته) د سپتمبر په ۱ د متنو په ارباب تپو کې د پولیسو یوه لیرې پرته پوسته ګوري. پولیسو ته حکم شوی دی چې د هدفي وژنو او ترهګریزو حملو په وړاندې تیار اوسي. [تصویر د پېښور پولیسو اخیستی دی]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د هدفي وژونکو په مقابل کې عملیات تېز کړي دي، او هغه نیټورک یې چې په پېښور کې د پولیسو او نورو لوړ پوړو کسانو په وژنه کې لاس لري له منځه وړی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو اېس اېس پي میا سعید احمد پاکستان فارورډ ته وویل، «یو مهم هدفي وژونکی محمد فرید چې لږ تر لږه د ۳۲ تنو په وژنه کې یې لاس درلود د سپتمبر په ۲۱مه د پېښور په قاضي کلي کې په یوه اپرېشن کې ونیولی شو.»

احمد وویل، نیول شوی کس په وروستیو کې د خپل یوه ورور نه پس د داعش سره یوځای شوی وو.

هغه وویل، «د نیول شوی ترهګر یو ورور څه وخت مخکې له پولیسو سره په جګړه کې وژل شوی وو، په داسې حال کې چې بل ورور یې له داعش سره د روابطو لرلو په وجه په افغانستان کې نیول شوی دی.»

احمد وویل، فرید لږ تر لږه څلور بدل نومونه استعمالول چې د هغه د نیول کېدلو مخه پرې ونیول شي، او زیاته یې کړه چې نورو جګړه مارو هغه د راجا، ثابت، عبدالله او ثابته یی په نومونه پېژندلو.

هغه وویل، «فرید په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې په جبه توبه کې ټریننګ اخیستی وو او له هغه وخت راهیسې د پولیسو او نورو قوتونو په مقابل کې فعال وو.»

احمد وویل، څېړنو وښودله چې فرید او د هغه ګروپ له څو کالو راهیسې لږ تر لږه د ۱۵ پولیس افسرانو په وژنه کې لاس لرلو.

د ترهګرۍ ضد محکمې د سپتمبر د ۲۱مې په یوه بیان کې ویلي، «دغه ګروپ د تېرو څو میاشتو په جریان کې په پېښور کې ۵ تنه ښځې وژلي دي. د هغوی جسدونه سیند ته غورځولی شوي ول.»

په بیان کې راغلي چې وژونکو داسې شک لرلو چې هغه ښځې په بېلابېلو جرمونو کې ککړې وې.

د ترهګرۍ ضد محکمې په وینا، د فرید ډله د فقیراباد، پهاریپوره او خزانه پولیس سټیشنونو په حدودو کې په وروستیو میاشتو کې له عامو خلکو نه د پيسو شوکولو او بمونو اېښودلو باندې متهم وه.

د ترهګرۍ ضد محکمې وویل، «اپریشنونه د دې لپاره ترسره کیږي چې د دغه نیټورک نور غړي ونیولی شي.»

د هدفي وژونکو په مقابل کې اپریشنونه پراخ شول

چارواکي وایي، پاکستاني امنیتي ځواکونو په وروستیو کې په قاضي کلي او د پېښور په نورو برخو کې د ترهګرو په ضد یو شمېر ګامونه اخیستي دي.

د سپتمبر په ۲۷مه د پولیسو او شکمنو ترهګرو تر منځ په قاضي کلي کې د یوې نښتې په نتیجه کې یو شکمن کس ونیولی شو، په داسې حال کې چې دوه نور شکمن کسان وتښتېدل. پولیسو یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې ۴ کیلوګرامه وزن یې لرلو ونیوله.

پولیسو او د ترهګرۍ ضد محکمې افسرانو د سپتمبر په ۲۳مه په عطامحمد ګړۍ کې یو بل ګروپ مات کړو، او د ډزو په جریان کې یې یو هدفي وژونکی وواژه.

له ټول پېښور نه د پولیسو او ترهګرۍ ضد محکمې ډېرې ډلې راغلې چې هدفي وژونکی ونیسي، خو هغه په پولیسو باندې ډزې کول جاري وساتل.

د کپیټل سټي پولیس افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، «د ډزو په نتیجه کې هدفي وژونکی په یوه کور کې دننه ووژل شو،» او زیاته یې کړه چې پولیس په دې لاره کې کار کوي چې د صوبې په مرکز کې امن بیا ځای ته راولي.

د هدفي وژونکو کمانډر، چې د راشد خان په نامه پېژندل شوی، ویل کیږي چې هغه مهم کمانډر وو چې په پېښور کې د پولیسو او د لوړې کچې د خلکو په وژنه کې یې لاس لرلو.

پولیس او د ترهګرۍ ضد محکمې افسران په هدفي وژنو کې وروستي زیاتوالي ته د زور په کارولو سره جواب وایي.

د میډیا د رپورټونو تر مخه، په وروستیو څو میاشتو کې، پولیسو هغه شکمن ترهګر چې د آرمي د یوه کرنیل، د انټیلیجنس ایجنسي د یوه ریټایرډ ډایریکتر، شعیه مشرانو، پولیس افسرانو او نورو په وژنو کې یې لاسونه لرل نیولي دي.

د میډیا د رپورټ تر مخه، په ښار کې په هدفي وژنو کې زیاتوالي حتی ټریفیک پولیس کارکوونکي دې ته مجبور کړي دي چې په کلیوالو او له ښار نه بهر سیمو کې د خپلې ډیوټۍ ترسره کولو په وخت کې بلېټ پروف جاکټونه واغوندي او له ځان سره ټوپکونه وګرځوي.

د کپیټل سټي پولیس ترجمان محمد علم وویل، «د سپتمبر په ۲۸مه او ۲۹مه د تلاشۍ او حملې د اپرېشن په جریان کې ۱۰۶ کسان چې شکمن او اعلان شوي تجاوزګران [غوښتل شوي مفروران] ول په پېښور کې را غونډ کړای شول.

هغه وویل، پولیسو په ټول پېښور کې بارکونه ودرول او د تلاشۍ پوستې یې جوړې کړې چې د شکمنو کسانو حرکتونه وڅاري.

علم پاکستان فارورډ ته وویل، «د دوه ورځنیو عملیاتو په جریان کې، ۳۴ تمانچې، یو نیم اتومات ټوپک او دوه ټوپکونه له شکمنو کسانو نه ونیولی شول چې هغوی اوس تر پوښتنو لاندې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500