امنیت

د کراچۍ پوليس د خلکو د ساتنې لپاره سخت کار کوي

امنه ناصر جمال لخوا

د کراچۍ اوسيدونکي د اګست په مياشت کې د پوليسو د اسانتياوو د مرکز ليدنه کوي. [امنه ناصر جمال لخوا]

د کراچۍ اوسيدونکي د اګست په مياشت کې د پوليسو د اسانتياوو د مرکز ليدنه کوي. [امنه ناصر جمال لخوا]

کراچۍ - د کراچۍ پوليس د ښار د خلکو ژوند او مال ساتنې لپاره اضافي ګامونه پورته کوي.

دا هڅه داسې حال کې رامنځته شوه چې کراچۍ د نيم پوځي رينجرو لخوا د ځايي جنایتکارانو د ډلو پر ضد د درې کلن روانې مبارزې څخه ثمر ترلاسه کوي.

دا مبارزه د اګست په مياشت کې پيل شوه چې د ځانګړي امنیت څانګې (SSU) نږدې ۲۰۰ تنه پولیس کومانډو د ګڼو منطقو ساتنه پيل کړه. دوی د سېند اعلی وزير سيد مراد علي شاه او د پولیسو ولايتي عمومي پلټونکي (IGP) ای ډي خواجه د امرونو پيروي کوله.

په کراچۍ کې ا منيت او ايس ايس يو کمانډنټ لپاره مرستيال IGP ډي آيې جې مقصود مېمن پاکستان فارورډ ته وويل، د SSU کوماندو "په دوو شفټونو کې کار کوي."

هغه وويل، د خپلواکۍ ورځې ( ۱۴اګست) په ترڅ کې او په نورو وختونو کې د دوی په دندو کې د حساسو سیمو لکه بازارونو او د سودا مرکزونو ساتنه کول شامل دي.

هغه وويل، پوليسو د دغه ډول سيمو ساتنې او ګزمې لپاره يوه ستراتيژي طرحه کړې ده. هغه زياته کړه چې دوی له ځايي پوليسو سره همغږي کوي.

هغه وويل: "موږ د ښار زيات خونديتوب لپاره لوړ ګامونه اخلو."

هغه وويل: "کومانډوعصري وسلې او مخابراتي سيستمونه لري." "هغوی به ټوله شپه او ورځ چمتو وي او دوی ته امر کړی شوی دی چې د هر ډول بیړني حالت مقابله وکړې ... او چمتو پاتې شي."

د شوي پرمختګ ساتنه کول

لکه څنګه چې په ښار کې نسبتا ارام او سکون رامنځته شوی دی چې رينجرو د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په مياشت کې له عمليات پيل کولو سره تر لاسه کړی دی، خلک غواړي چې د امنيت خرابېدو مخه ونيولی شې.

په يوه وروستۍ خبرپاڼه کې ويلې شوي دي چې رينجرو د قانون او نظم په بيا بحالۍ کې د مرستې کولو له کبله د کراچۍ د خلکو ستاينه وکړه او له تروریستانو سره قصدي يا غير قصدي مرسته کولو په اړه یې خبرداری ورکړو. دې ډول مرستو کې ترهګرو ته په کرايه د استوګنې ځايونه ورکول شامل دي.

SSU د پولیسو کار په ځينو اړخونو لکه ملکي وګړو ته په ښه ځای برابرولو بيا غور کوي.

مېمن وويل: "SSU [په دې وروستيو کې] د ډيفنس ہاؤسنګ اتھارټي [DHA] په ګاونډ کې د اسانتياو د مرکز د يوې لويې پروژې په توګه پرانیسته وکړه." هغه زياته کړه، " دا شپه ورځ د يوې کړکۍ او هيلپ ډسک له لارې د هغه وګړو خدمت کوي چې سندونه، جواز او نور حکومتي خدمتونه ترلاسه کوي."

تر اوسه پورې، په ښار کې داسې يوازې يو مرکز دی ځکه چې پوليس د نورو مرکزونو په اړه د پريکړې کولو له مخکې د دې کارکردګۍ جايزه اخلي.

"د پوليسو د اسانتياو مرکزونو (PFCS) جوړولو تر شا مفکوره دا ده چې د خلکو ټولو شکايتونو لپاره يو اسان پلاتفورم او لارښوونه برابر کړي." مېمن زياته کړه، چې PFCs به یوازې جنایي مسلې نه سمبالوي.

تر یو چت لاندې دولتي اسانتيا

PFCs په پام کې لري چې له خلکو سره په ټولو شونې موضوعاتو کې مرسته وکړي لکه په جنايي، ازدواجي او مدني موضوعاتو کې. اتباع به کولای شې چې د نورو مسالو تر څنګ ترافيکې جریمې ورکړي او یا د پوليسو په اړه شکايتونه ثبت کړي.

مېمن وويل: "تعليم يافته، مسلکي کارکوونکي به له وګړو سره د هغوی په ستونزو حل کولو کې مرسته وکړي."

د کراچۍ خلکو د دغې مفکورې هرکلی وکړ.

د DHA يوه اوسيدونکي تيمور پاکستان فارورډ ته وويل، "د يو چت لاندې خدمتونه وړاندې کولو لپاره PFC يوه عصري مفکوره ده."

د DHA يوې بلې اوسيدونکي فضيله وويل، "د داسي مرکزونو جوړول به د خلکو لپاره اسانتيا رامنځته کړي."

د پولیسو او ټولنو تر منځ فاصله ختمول

مېمن وويل، د PFCs د جوړولو څارنه کوي او هڅه کوي چې په یوه دوستانه چاپیریال کي "موثریت او شفافيت" زيات کړی شي.

هغه وويل، نورې ادارې به له خلکو ژوند کې سکون راوستلو کې مرسته وکړي. هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ او د ډويژن په کچه د شخړو د حل شوراګانې به د کورنیو شخړې حل کړي، په داسې حال کې چې څارنوالان به کولای شي چې مدني موضوعات سمبال کړي.

ميمن وايي، که ښاريان د پوليسو بد چلند په اړه شکايت درج کولو لپاره يو PFC استعمال کړي نو د DIG د شکايت مرکز دفتر به د لازمي کاروايۍ لپاره فایل ترلاسه کړي. د شفافیت يقينې کولو لپاره به اغيزمن تبعه د پلټنو د پرمختګ په اړه تازه معلومات ترلاسه کوي.

هغه وويل، PFCs "به د شکايت کوونکو او د څېړنې افسرانو تر منځ د تسهیل رول ولوبوي." هغوی به "د پولیسو د مرکزونو کار کم کړي چې دوی کولای شي ... چې خپل ځان د جرم د مخنیوي لپاره وقف کړي."

د ادارو يوه لړۍ له PFCs د مفکورې سرہ مرسته کوي. په دې کې د کراچۍ د اتباعو پولیسو ارتباطي کمیټي، ملي ډیټابیس او د نوم ليکنې اداره او د کینټونمنټ بورډ کلفټن شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه پرمختګ

ځواب