تروريزم

د مومند جومات په ځانمرګي بريد کې ژغورل شوي کسان د طالبانو غندنه کوي

اشفاق يوسفزي لخوا

په مومند ايجنسۍ کې د سپټمبر په ۱۶مه په ځانمرګي بريد کې ټپي شوی يو تن په باجوړ ايجنسۍ کې د سپتمبر په ۲۰مه درملنه ترلاسه کوي. [ فاټا روغتیا دارالانشاء لخوا]

په مومند ايجنسۍ کې د سپټمبر په ۱۶مه په ځانمرګي بريد کې ټپي شوی يو تن په باجوړ ايجنسۍ کې د سپتمبر په ۲۰مه درملنه ترلاسه کوي. [ فاټا روغتیا دارالانشاء لخوا]

پېښور - د سپتمبر په ۱۶مه د مومند ايجنسۍ د جومات په ځانمرګي بريد کې د وژل شویو ځوان پاکستانیانو والدين په کلکه سره د اورپکۍ او تروریزم غندنه کوي.

دغه بريد د مومند ايجنسۍ انبارتحصيل په يو کلي کې د لوی اختر وروسته د جمعې د لمانځه پر مهال لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل.

د عيني شاهدانو په وينا دغه چاودنه د جومات يوه برخه او د هغې برنډه پر عبادت کونکیو رارتاوه کړه چې د مرګ ژوبلې شمېره يې لوړه کړه.

د تحریک طالبان پاکستان يوې ډلې جماعت الاحرار، چې د اګست په مياشت کې یو نړیوال تروریستي ډله بللی شوې وه، د دغه برید مسوولیت منلی دی او وايي چې دې بريد اورپکۍ پر ضد د ځايي سولې کمیټۍ غړي په نښه کړي وو.

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کول

د مړه شوې کسانو کورنۍ چې په غم کې ډوبي دي او د خپلو عزيزانو په بې وخته مړینې باندې يقين نه کوي د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره چمتو دي او ژمنه يې وکړه چې دوی به د وسله والو په وړاندې د پاکستان پوځ د عملیاتو ملاتړ کوي.

د مومند ايجنسۍ يو اوسيدونکي رنړه خان وويل، هغه به هيڅکله دا ورځ هيره نه کړي چې ماشومون یې بې ګناه ووژل شول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ماته مالومه شوه چې زما څلور تنه زامن په دغه بريد کې ووژل شول." "دې ماته يو ستر غم او خپګان راکړو او له د دې وروسته ما پریکړه وکړه چې په بشپړه توګه د وسله والو په وړاندې د حکومتي کمپاين به ملاتړ وکړم چې د نورو خلکو لپاره د راتلونکي خونديتوب يقيني کړم."

هغه وويل، چې دغه بريد د اسلام خلاف دی.

هغه وويل: "خلکو په پراخه توګه د وسله والو غندنه کړې ده ځکه چې دوی د خپل تروریزم لپاره د اسلام نوم ناوړه استعمالوي." هغه زياته کړه، "اسلام د سولې دین دی او د وژلو اجازه نه ورکوي."

د انبار تحصیل يو اوسيدونکي شامين ګل وويل، د هغه مېرمن د خپلو دوو زامنو چې د ۱۶ او ۱۸ کالو وو د مړينې وروسته په بشپړه توګه غم ژنه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی موږ د غم او خپګان په سمندر کې اچولې يو؛ دوی د بشريت دښمنان دي."

د سولې د محلې کمېټۍ يوغړي ګل وايي، هغه به هيڅکله وسله وال د بشریت پر ضد د کارونو له امله ونه بښي .هغه ژمنه وکړه چې هغه به د خلکو د سوکالۍ لپاره د امن رامنځته کونکي په توګه کار ته دوام ورکړي.

'ترهګر د الله تعالی غضب ته دعوت ورکوي'

په انبار تحصیل بت مينا کلي کې د يو ښوونځي ښوونکي او اوسيدونکي مرسلين شاه وايي، چې خلک وسلوالو ته ډير په غصه دي ځکه چې دوی یو سپیڅلې ځای په نښه کړو کوم ځای کې چې مسلمانان د الله تعالی د نعمتونو تر لاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

هغه وويل: "وسله وال د الله تعالی غضب ته دعوت ورکوي او هم دا وجه ده چې دوی د امنیتي ځواکونو په لاس عبرتناک شکست سره مخامخ دي." هغه زياته کړه، "لږه موده مخکې طالبان په قبایلي سیمو کې د ډزو غږ وکړ خو اوس دوی له منځه تللي دي."

د چاودنې زيات شاهدان وايي چې دوی قبرونه وکنل او ژمنه يې وکړه چې د وسله والو ایستلو او د سولې د لارې هوارولو لپاره به ټوله خپله انرژي او وخت وقف کړي.

يو ځايي ترکاڼ سعيد غني الرحمن وويل، په جومات کې به په سيمه کې د سولې په اړه غونډې ترسره کيدلې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " ټولې سيمه په وحشتناکې پېښه کې د خلکو په وژلو ماتم وکړو. د غې پيښې زيات تره هغه خلک ووژل چې سوله یې خوښوله."

هغه وويل: "درد او غم دغه سيمه په خپلو منګولو کې نيولې ده خو ټول خلک په دې سلا شوي چې وسله والو ته به د داسې خپلواکي پيښې موقعه ورنه کړی."

رحمان وويل، هغه جومات ته ورتللو ته نږدې وو چې چاودنه رامنځته شوه او هغه د انسانانو غوښې په ټول ځای کې خوارې وارې وليدلې. هغه وويل: " ما خلک د خاورو لاندې ښخ وليدل خو ځايي خلک دغه ځای ته په منډه راغلل او ټپيان يې روغتونونو ته و لېږدول."

هغه وويل: "وسله والو په تېرو پنځو کلونو کې [په سيمه کې] د سولې د کمیټو نږدې ۱۰۰ غړي وژلي دي، خو نوي خلکو د سولې له هڅو سره یوځای کيدلو ته دوام ورکړی دی."

وسله وال په تېښته دي

په پيښور کې د ملي عوامي ګوند مشر میا افتخار حسین وويل، هغه د وسله والو څخه تنګ راغلی دی او د پاکستان حکومت څخه یې وغوښتل چې د سولې رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د وسله والو مختلف ډلې د پوځي عملیاتو له امله په تيښته دي خو موږ ډاريږو چې که عمليات تيز نه کړی شو، دوی به بيا منظم شي." هغه زياته کړه، "د وسله والو، د هغوي ملاتړ کونکو او مالي مرسته کونکو باید په کلکه تعاقب وکړی شي."

هغه وويل، حکومت هم بايد د حکومت د انتظام تر لاندي سيمو (فاټا) او خيبر پښتونخوا (KP) کې د هدفي وژنې پر وړاندې د خلکو ساتنه وکړي.

هغه وويل: "له همدې امله، دا هر چاته مالومه ده چې وسله والو په هېواد کې په ازاده توګه د فعالیت کولو توان له لاسه ورکړی، او دا وجه ده چې په هر ځای کې یې چې کولای شي پر خلکو وژلو تمرکز کړی دی."

هغه وويل: "طالبان په بشپړه توګه په خپله ناروا اجنډا پلي کولو کې ناکامه شوي دي." هغه زياته کړه، "د هغوی يره ترهه او د عبادت کونکو وژنه د هغوی مايوسي او نااميدي ښيي."

هغه وويل: "زموږ ګوند به په خپلو ټولو بڼو کې د اورپکۍ مخالفت ته دوام ورکړي او د هر هغه کار به ملاتړ وکړي چې پر تروریزم تمرکز کوي."

په ټولو جبهو کې د اورپکې پر ضد مبارزه کول

وحيد ګل، چې په اوو ژغورل شوي کسانو کې يو کس دی چې په ګډ پوځي روغتون (CMH) پېښور کې درملنه ترلاسه کوي، هغه دا باور څرګند کړو چې وسله وال به ډېر ژر پای ته ورسيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "سوله به د خلکو او پوځیانو د قربانیو له کبله رامنځته شي." هغه زياته کړه، "يو طرف ته د پاکستان پوځ د ترهګرو پرضد مبارزه کوي او بل طرف ته ټپيانو ته د درملنې آسانتياوې برابروي. دا ډېره د ستاينې وړ خبره ده."

هغه وويل: "ما په CMH پېښور کې وړیا درملنه له درناوي سره تر لاسه کړه." "د بريد په ورځ موږ پېښور ته واستولی شو ... چې زموږ بقا يې ممکنه کړه."

هغه وويل: "د پوځ د خدمتونو له کبله موږ له دوی سره مرسته کوو او مونږ چمتو يو چې د خپلو عسکرو تر څنګ د وسله والو پرضد جګړه وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ د سولې لپاره هیله لرو او د تباه کونکو په وړاندې د خپل هیواد دفاع کوو. په دې کې بې ګناه خلک مه وژنئ.

ځواب