تروريزم

د خېبرپښتونخوا پولیس د ځوان څارندوی د زړورتوب درناوی کوي

عديل سعيد لخوا

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي ناصر خان دراني د سپتمبر۲ مه په مردان ولسوالۍ کې لعل بادشاه ته د هغه د زوی څارندوی جنید خان مرګ له کبله دلاسه ورکوي. څاردنوی خان په دغه ورځ په مردان کې د خپل ژوند قرباني ورکړه. [عديل سعيد لخوا]

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي ناصر خان دراني د سپتمبر۲ مه په مردان ولسوالۍ کې لعل بادشاه ته د هغه د زوی څارندوی جنید خان مرګ له کبله دلاسه ورکوي. څاردنوی خان په دغه ورځ په مردان کې د خپل ژوند قرباني ورکړه. [عديل سعيد لخوا]

پېښور - د راتلونکې واده او د یوه خوشحاله او اوږد ژوند خوبونو د دغه زړور ځوان څارندوی مخه ونه نيوله چې د سپتمبر په ۲ مه یې پر مردان کې د ولسوالۍ په محکمه کې د يو ځانمرګي بريد د مخنيوي لپاره د خپل ژوند قرباني ورکړه.

جنید خان د ۲۴ کالو وو په ۲۰۱۲ کال کې د خيبر پښتونخوا (KP) پولیسو سره یوځای شو.هغه د يوه ځانمرګي بريد کوونکي په خپل هدف د ګوزار کولو او په محکمې کې د ډله ايز مرګ ژوبلې مخه ونيوله.

جنید د ځانمرګي بريد کوونکي تعاقب وکړو کوم چې د امنيتي کمربند د ماتولو له لارې راغلی وو.

که څه هم جنيد د يو لاسي بم له خوا په جدي ډول ټپي شوی وو خو هغه د بريد کونکي سره مبارزه وکړه او پر هغه یې ډزې وکړې. په دغه ډزو کې يوه ګولۍ د ځانمرګي په واسکټ باندې ولګيده چې جنید په کې هم ووژل شو.

د پاکستان وياړ

د مردان د پولیسو مرستيال عمومي پلټونکي اعجاز خان وويل: "که څه هم په دې پيښه کې د درې پوليسو په ګډون ۱۳ تنه مړه شو خو د مرګ ژوبلې شميره به زياته وای که بريد کونکې خپل ټاکل شوي موخې ته په رسېدو کې بريالی شوې وای."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "څارندوی جنيد د خېبرپښتونخوا پولیسو ته يو نوی مقام ورکړی دی کومو چې زموږ په هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې په روانه مبارزه کې بې مثاله قربانۍ ورکړي دي."

اعجاز وويل: "هغه د ټول هېواد وياړ دی." "هغه يو قوي پيغام ورکړ ... چې موږ د یو ملت په توګه چمتو يو چې د خپل هيواد لپاره هر ډول قربانۍ وړاندې کړو."

اعجاز وويل، جنید کولای شو چې ځان يې ژغورلې وای خو هغه خپل ځان په سخت خطر کې واچولو.

اعجاز وويل: "دا يوه جذبه ده چې موږ به وتوانوي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د يو فاتح په توګه رامنځته شو."

د خېبرپښتونخوا پولیسو عمومي پلټونکي ناصر خان دراني په دغه ورځ د چاودنې ځای ليدلو په ترڅ کې وويل، هغه د خېبرپښتونخوا پولیسو په جرأت وياړي.

هغه خبريالانو ته د سپتمبر په ۲ مه وويل، "کله چې ما د ټپيانو د روغتيا مالومولو په اړه د روغتون څخه لیدنه وکړه، هغوی ټولو د پوليسو د زړورتيا ستاينه وکړه."

هغه وويل: "د خیبر پښتونخوا پولیسو تاريخ د افسرانو له قربانیو څخه ډک دی کومو چې د ترهګرو د مخنيوي لپاره د ژوند په پرتله مرګ غوره کړو."

يوعيني شاهد، محلي څارنوال، حيدر علي هم د هغه پوليسو افسرانو چې په دغه ورځ په ډيوټۍ مامور وو، د جرأت ستاينه وکړه. علي وويل، که ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته رسېدلی وای نو تلفات به ډير زیات وو.

"په ډيوټۍ مامور پوليسو په زړورتيا د ځانمرګي بريد سره مبارزه وکړه او جنيد خو تر ټولو څخه زياته زړورتيا څرګنده کړه او د بريد کونکې تعاقب يې وکړو او ډزې يې پرې وکړي." علي له چاودنې څخه وروسته خبريالانو ته وويل: "چاودیدونکی واسکټ د ډزو له امله وچاوديد."

د جنید کورنۍ له وياړ سره ماتم کوي

د جنید کورنۍ غم ژنه ده خو هغوی د هغه شهادت باندې افتخار کوي.

لعل بادشاه، د هغه تره چې جنيد يې د ځوی په توګه لوی کړی وو وويل: "بې وخته مرګ ... مونږ ته ډير سخت خپګان او غم راکړو خو زمونږ سر يې له وياړ سره پورته کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "جنيد يو ماشوم وو کله چې د هغه مور په چارسده کې مړه شوه، نو زما مېرمنې، چې د هغه د پلار خور وه، د مردان طورو کلي کې یې خپل کور ته راوستلو."

لعل بادشاه د اوښكو په ډكو سترګو وويل: " هغه ته موږ د خپل زوی په څېر کتل." "هغه موږ د مور او پلار په څير ګنل."

هغه وويل: " زه په خپل زوی باندې وياړ کوم ځکه چې هغه د بشر لپاره خپل ژوند قرباني کړو."

هغه وويل، "زموږ زوی د بې غيرتۍ مظاهره ونه کړه ... او له ترهګرو سره يې جګړه وکړه." هغه زياته کړه، چې د هغه ښځه ورته غم او ویاړ لري."

جنید له خپلې چنغلۍ سره د راتلونکي وخت خوبونه رد کړ.

د هغه ورور فاروق الله چې د خېبرپښتونخوا پولیسو یو معاون فرعي پلټونکي دی وايي، "جنید د واده په تيارۍ کې بوخت وو او د هغه واده د سپتمبر په پای کې ټاکل شوی و."

هغه وويل: " په مردان کې د ځانمرګي بريد څخه يو څو ورځې مخکې، موږ د زيواراتو يو دوکان ته لاړو او د هغه لپاره مو آرډر ورکړو."

فاروق الله وويل: "د جنيد ټول آرمانونه له هغه سره قبر ته وسپارل شول." "هغه ... د خپل هېوادوالو ژغورلو لپاره خپل ژوند قربان کړو."

هغه وويل: " زه د خپل ورور په زړورتيا وياړم." "زه به له ترهګرو سره مبارزه کې د هغه زړورتیا او جذبې پيروي کومه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زړور سړی

ځواب