تروريزم

پاکستان د جعلي شناختي کارډونو پرضد سخته کاروایي شروع کړه

عبدالغني خان کاکړ

پاکستانیان د سپتمبر په ۲۲مه د بلوچستان صوبې په چمن کې د خپلو شناختي کارډونو لپاره انتظار کوي. [عبدالغني کاکړ]

پاکستانیان د سپتمبر په ۲۲مه د بلوچستان صوبې په چمن کې د خپلو شناختي کارډونو لپاره انتظار کوي. [عبدالغني کاکړ]

کوېټه -- چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونه د نادرا د هغو چارواکو پر ضد په سختۍ سره عمل کوي چې د جعلي کمپیوټري شناختي کارډونو په جوړولو کې لاس لري.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو یوه مشر چارواکي محمد سعد وویل، دغه اپرېشن چې د اګست په ۱ په کوېټه کې شروع شوی دی د یاغیانو پر ضد د عملیاتو یوه برخه ده. د دغه کوشش هدف دا دی چې ترهګرو ته د جعلي شناختي کارډونو د وېشلو سلسله ماته کړي.

سعد پاکستان فارورډ ته وویل، «تر اوسه پورې، ۱۵ تنه سینیر افسران، چې ډېر د ډایریکټرانو معاونین، او د نادرا نور چارواکي په کې شامل دي، نیول شوي دي.»

هغه وویل، «په نیول شویو چارواکو کې د قلعه عبدالله ولسوالۍ/ډسټرکټ یو اډیشنل ډپټي کمیشنر او د چمن د سرحدي ښار [چې له افغانستان سره په پوله پروت دی] دوه تنه د کمیشنرانو معاونین هم نیول شوي دي. هغوی د هغو قومي اسنادو په ویریفیکیشن کې لاس لرلو چې د حکومت ضد عناصرو ته ورکړای شوي وو.»

سعد د وخت له ذکر کولو پرته وویل، «د حکومتي چارواکو نیول شوي ګروپ په قلعه عبدالله، کوېټه، نوشکي، دالبندین، خانوزی او مستونګ سیمو کې بهرنیانو ته له ۲۵۰۰۰۰ نه ډېر غیر قانوني شناختي کارډونه جاري کړي دي.»

هغه وویل، «له پلټنو نه معلومه شوه چې د نادرا او سیول اډمینیسټریشن یو شمېر چارواکو مرسته کړې وه چې د افغان طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور ته [چې د ۲۰۱۶ په اوایلو کې ووژل شو] یو پاکستانی شناختی کارډ جاري کړي.»

په کوېټه کې د انټیلیجینس چارواکي نوید بابر پاکستان فارورډ ته وویل، «د پلټنې ټیمونه اېن ډي بي [د پاکستان قومي ډېټابېس] په دقت سره ګوري. په تېرو څو میاشتو کې، مونږ د دغو انکشافاتو له لارې په ګڼ شمېر کې جګړه مار کسان نیولي دي.»

هغه وویل، «مونږ خپل قومي ډېټابېس له بېخ نه تر سره پورې ګورو. د قومي شناختي کارډونو غیرقانوني جاري کېدلو زمونږ قومي امنیت ته ډېرې زیاتې مسئلې راپورته کړي دي.»

د بې ګناه خلکو متاثره کول

هغه وویل، «هغو چارواکو چې بهرنیانو ته د غیرقانوني اسنادو په ورکولو کې لاس لري د محلي خلکو په حقیقی شجره نسب کې ګډوډۍ رامنځته کړي دي. هغوی جعلي ډېټا داخله کړې ده ... او کوشش یې کړی دی چې بهرنیان د محلي خلکو په شان وښیي.»

هغه وویل، نادرا به هر هغه کس له نوکرۍ نه وباسي چې قومي امنیت یې په خطر کې اچولی وي. هغه زیاته کړه، «احتمال شته چې نور افسران هم ونیولی شي.»

په اسلام اباد کې د کورنیو چارو یوه مشر چارواکي عثمان کیاني وویل، «زمونږ په حساسو ادارو کې د کرپټ عناصرو پر ضد د روانو عملیاتو په جریان کې به هیڅ خنډ تحمل نه کړي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «امنیتي ادارو د هغو ډلو ډېر داسې ایجنټان نیولي دي چې د جعلي اسنادو په خرڅولو کې یې لاس لرلو. مونږ په بلوچستان کې په ټولو حساسو سرحدي دروازو کې د ارزونې لپاره یو سمارټ ویریفیکیشن سیستم لګولی دی.»

د بارډر کتل

کیاني وویل، «د کورنیو چارو وزارت امنیتي ادارو ته حکم جاري کړی دی چې د سرحدي دخول په دروازو کې چې هلته بهرنیان هره ورځ له سرحد نه را تېرېږي له نژدې نه څارنه وکړي. مونږ هر ممکن ګام اخلو چې جګړه ماران خپلې خاورې ته له را ننوتلو نه ایسار کړو.»

د ملي احتساب د بیورو (اېن ای بي) ویاند عبدالشکور وویل، د کرپټ چارواکو د پلټنې په جریان کې، د ملي احتساب بیورو په وروستیو وختونو کې په کوېټه کې یو دوکه ماری چې ادعا یې کوله چې د استخباراتو افسر دی نیولی دی. په دغه شکمن کس باندې تور لګېدلی دی چې کوشش یې کولو چې د بلوچستان په چارواکو باندې فشار واچوي چې یو جعلي محلي سرټیفیکټ جوړ کړي.

شکور وویل، «تورن کس چې عمران علي نومېږي د اګست په ۲۲مه د جرم ترسره کولو په وخت کې ونیول شو.»

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو مشر څېړنکار ریټایرډ مېجر محمد عمر وویل چې له خپلوي پاللو پرته د کرپټ چارواکو نیول کولی شي چې قومي امنیت ته ګټه ورسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا د پاکستان لپاره ډېره زیاته ضروري ده چې د داسې چارواکو پر ضد اقدامات وکړي چې هغوی د قومي امنیت په سر سازش کوي. جګړه ماران اکثر وختونه د خپل هویت د پټ ساتلو لپاره جعلي اسنادو نه کار اخلي.»

هغه وویل، «جعلي اسناد جګړه مارانو ته د پاکستان - افغانستان د پولې دواړو غاړو ته په اسانۍ سره د لاسرسي امکانات برابروي. که پاکستان په سختۍ سره د قومي شناختي کارډونو قانوني جاري کېدا په هکله اطمینان ورکړي دا کېدای شي چې مفید نتایج ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مننه خدايا، دولت د بلوچستان د خلکو لپاره څه ښه ګامونه پيل کړي دي. زه د له دې حیرانونکې ليکنی څخه حیران یم او د متوازن تجزيي ستاينه کوم. .پاکستاني چارواکې بايد د وسله والو او د هغوی د هغه مرسته کوونکو چې په جعلي تذکرو صادرولو کې بوخت دي په وړاندې سخت ګامونه يقييني کړي.

ځواب