ټولنه

PACE په پاکستانۍ ټولنه کې د بنسټ پالنۍ سره مقابله کوي

جاويد محمود لخوا

د کانفرنس ګډنوال په اسلام اباد کې د جون په۱-۴ مه روزنیز ورکشاپ کې له ترهګرۍ سره جګړې او زغم ته د ودې ورکولو په اړه خبرې کوي. [جاويد محمود لخوا]

د کانفرنس ګډنوال په اسلام اباد کې د جون په۱-۴ مه روزنیز ورکشاپ کې له ترهګرۍ سره جګړې او زغم ته د ودې ورکولو په اړه خبرې کوي. [جاويد محمود لخوا]

اسلام اباد - د څیړنې او امنیت مطالعاتو مرکز (CRSS) د بنسټ پالنۍ سره د مقابلې، د قانون حاکمیت او مساواتو ته د ودې ورکولو، تعصب ، افراطيت او اورپکۍ ختمولو لپاره یو نوی نوښت پيل کړی دی.

په اسلام اباد کې د CRSS د امنیت څېړنیز تينک ټانک اجرايوي مشر امتياز ګل وويل: "موږ په دې وروستيو کې درې کلن پروګرام پيل کړی دی چې دا به مذهبي زغم ته وده ورکولو، ټولو خلکو ته مساوي بشري حقونه برابرولو او د دين ناوړه کارولو باندې تمرکز کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په پاکستان کې مسلمانان ځان د غیر مسلم خلکو په پرتله غوره ګني او ټولنه ټولنیز مساوات نه براروي چې د ظلم، افراطيت او نورو ستونزو سبب جوړيږي.

هغه وويل، د پاکستان د فضيلت او لوړ والي مرکز (PACE) د پروګرام له لارې پوهان، د تلويزيون خبريالان، شنونکي، پولیس افسران، او د ټولنې نور با نفوذه غړي به په پاکستان کې د افراطیت سره د مقابلې کولو لپاره روزنې تر لاسه کوي.

ګل وويل: "PACE پروګرام به هغه کسانو ته يو سياسي معلوماتي فکري ننګونه وړاندې کړي کوم چې د ایمان غيرمفصل تفسير له لارې دين د خپلې ګټې لپاره کاروي."

هغه وويل، PACE به متبادله فلسفه رامنځته کړي چې دا به د مستقیم اختلاف یا افراطي فلسفو ردولو په پرتله په نړیواله کچه منلی شوي د دیموکراتيکو ارزښتونو په اړه په مناظرو باندې مشتمل وي.

هغه وويل، دا موخه به د پاکستان په خلکو کې د بیان د آزادۍ، مذهب د آزادۍ او مساوي حقونو نړیوال اصولو رامنځته کولو له لارې ترلاسه کړی شي.

د دې پروګرام په ملي کچه خپریدل

په اسلام اباد کې د PACE پروګرام مشر ذيشان صلاح دين پاکستان فارورد ته وويل، "موږ په اسلام آباد کې په وروستيو مياشتو کې اته روزنيز ورکشاپونه تنظيم کړي دي او اوس موږ نورو ښارونو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو او نورو ادارو په همکارۍ سره د روزنو تنظيم کوو چې دا پروګرام نور هم ګټور او پایله لرونکی جور شي."

هغه وويل، PACE به مسلکی ځوانانو ته فکري وسایل ورکوي چې دوی له نه زغم سره مقابله وکړي او په خپلو ټولنیزو او مسلکي برخو کې د شخړو سوله ايز حل پرچار وکړي.

هغه وويل، موخه دا ده چې مخور کسانو ته د دې ضرورت احساس ورکړو چې دوی د اساسي حقونو درناوی وکړي او د ايمان، ايډيالوژۍ، قبيله يا رنګ او نسل په بنياد نظر وړاندې کولو پر ځای نور خلک ومني.

صلاح الدین وايي، PACE به د هغه مسلکي خلکو لپاره کوم چې له مختلفو طبقو سره اړيکي لري مياشتنۍ ګډ ورکشاپونه ترسره کړي د دې لپاره چې په ټولنه کې د افراطیت پر ضد فلسفې ته وده ورکړي.

د امنيتي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان اوسېدونکي اېډېټر مبشر مير پاکستان فارورډ ته وويل: " په ټول هيواد کې د زغم، مساوي بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته د وده ورکولو لپاره ځوانان مشرانو ته د ډيجيټل رسنيو کارولو روزنې ورکول پکار دي."

هغه وويل: په اوسني حالت کې ټولنیزې رسنۍ په نړۍ کې د خلکو لپاره د معلوماتو لومړۍ سرچينه ده او ځینې ډلې دغه پلاتفورم د نفرت او افراطیت خپرولو لپاره کاروي.

هغه وويل، تلويزيون چينلونه او ورځپاڼې بايد يوازې تکړه ديني عالمانو ته بلنه ورکړي چې په منصفانه توګه د اسلام او د نورو مذهبونو اړوند مسايلو باندې خبرې اترې وکړي.

مير وويل: "موږ وينو چې د تلویزیون پروګرامونو کوربه چې د خبرو اترو نندارې ترسره کوي په مذهبي مسايلو خبرو کولو لپاره زياتره د خپلې خوښې 'عالمانو' ته بلنه ورکوي او د عالمانو وړتوب او مسلکي مهارتونه ته توجه نه ورکوي."

هغه وويل: "که موږ یوازې د خبرو اترو نندارې ته وړ، بې طرفه او مشهور ديني عالمان راوبلو نو موږ به خامخا کولای شو چې نفرت، افراطیت او په نور اړوند مسایلو کې کمی راولو."

دغه خبره د ورځپاڼې مقالو او تبصرو لپاره هم ده.

مير وويل: "هر جمعه د پاکستان ورځپاڼي ... د اسلام مختلفو اړخونو په اړه مقالې خپروي خو ورځپاڼي زحمت نه کوي چې د لیکوالانو مهارت او وړتوب ته وګوري چې د ټولنې مختلفو فرقو کې انتشار رامنځته کوي."

هغه وويل، PACE يو مهم نوښت دی چې د اورپکۍ او افراطيت سره مقابله کوي او په ټولنه کې توافق او زغم ته وده ورکوي. د پروګرام برخه وال بايد نورې موقعې ولټوي چې شمولیت وهڅوي او ټولنه له انتشار او نفرت څخه پاکه کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500