امنیت

څلوراړخیزه میکانیزم د اورپکۍ په وړاندې ګډ اقدام کوي

محمد شکيل لخوا

د پاکستان د لومړي وزیرد ملي امنیت سلاکار سرتاج عزيز(ښي) او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په اسلام اباد کې د اګست په مياشت کې د امنيتي مسايلو په اړه خبرې کولو لپاره غونډه کوي. دواړو هېوادونو د اورپکۍ سره مبارزې لپاره له تاجکستان او چین سره په څلور اړخيزه معاهده باندې اتفاق وکړو. [د پاکستان مطبوعاتي اطلاعاتو ریاست لخوا]

د پاکستان د لومړي وزیرد ملي امنیت سلاکار سرتاج عزيز(ښي) او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په اسلام اباد کې د اګست په مياشت کې د امنيتي مسايلو په اړه خبرې کولو لپاره غونډه کوي. دواړو هېوادونو د اورپکۍ سره مبارزې لپاره له تاجکستان او چین سره په څلور اړخيزه معاهده باندې اتفاق وکړو. [د پاکستان مطبوعاتي اطلاعاتو ریاست لخوا]

پېښور - پاکستان، افغانستان او تاجکستان هوکړه وکړه چې د تروریزم او داعش د ګواښ پر ضد جګړې لپاره پوځي ټلوالي او د همکارۍ ميکانيزم جوړ کړي.

د اګست په څلورمه نيټه جارې شوې يو ګډ بيان له مخې، د څلور اړخیزې همکارۍ او همغږۍ میکانیزم (QCCM) څلورو ګوندونه په دې سره موافق شو چې تروریزم او افراطیت په سيمه کې د ثبات لپاره یوه جدي ګواښ دی.

په دې برخه کې هیوادونو د خپلو پوځيانو د هڅو اعتراف وکړو او موافقه يې وکړه چې په يو شمير برخو کې د تروریزم پر ضد وضعيت ارزونه، د استخباراتي مالوماتو شریکول، د وړتیا لوړولو او د پرسونلو روزنې په ګډون يو بل سره همکارۍ او ملاتړ ته وده ورکړو.

ډيره مهمه لاسته راوړنه

په اسلام اباد کې د عصري ژبې ملي پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال پروفیسر سروت عبدالروف وويل: "د تړون ګوندونه په مختلفو جبهو کې د افراطیت، تروریزم او بیلتون په ګډون د ډېرو ننګونو سره مخ دي." هغې وويل، دوی له مخکې نه په کور کې او په خپلو اړوندو سیمو کې د تروريزم په وړاندی جګړې لپاره ميکانيزمونه او سازمانونه لري. هغې زياته کړه، چې QCCM د ترهګرو د کړنو د مخنيوي لپاره په روانو هڅو کې يوه اضافي هڅه ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "سیمه ییز امنیت يقينې کولو لپاره جامع او همغږي اقداماتو ته سخته اړتیا ده ځکه چې بې ثباتي په آسانۍ سره خورېدې شې او په سیمه کې سولې ته زيان رسولی شې."

هغې وويل: " 'ترهګرۍ سره مبارزه' په ويلو اسانه ده خو دا د ډيرو ستونزو سره مخ ده چې په دې کې د سولې ښوونه او روزنه، برابري او درناوی شامل دي چې پر ثبات مستقیم یا غیر مستقیم اغېز لري."

هغې وويل: " تر څو چې په پاکستان او د هغې نږدې پرتو سيمو کې د امنيتي وضعيت خبره ده دا تړون د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه ده."

د داعش په وړاندې يوه متحده جبهه

ډګرمن (متقاعد) محمود شاه يو امنيتي شنونکي او د پاکستان د وفاق انتظام تر لاندې سيمو(فاټا) کې پخواني امنيتي منشي وويل: " ستراتیژیکي اتحادونه لکه QCCM کولای شي چې د یوه پلیټ فارم په کارولو سره ستراتیژۍ جوړې کړي اود طالبانو د ګواښ په وړاندې يوه متحده جبهه رامنځته کړې او لاسليک کونکې هیوادونو کې د داعش ستر ګواښ مخنيوي وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د اورپکۍ د يرغل به هله مخنيوی وکړل شي کله چې ټول برخه وال خپل اختلافات ختم کړي او د خپلو سيمو څخه افراطیت پاکولو لوی موخې لپاره راټول شي.

هغه د دې هيوادونو جغرافيوي او سیاسي حالت او نږدې پولو ته اشاره وکړه او وويل: "د [لاسلیک کونکو] ګډې ګټې او راتلونکې بقا له يو بل سره تړاو لري ځکه چې دوی له يوې جبهه څخه په زياتو جبهو باندي يو بل ته نږدې دي."

شاه وويل، د اورپکۍ له خوا ځپلي هيوادونو دا خبره محسوس کړی ده چې د افراطيت او سخت دريځي بد اثر به د يوې ګډې ستراتيژۍ چې پر دوه اړخیزې همکارۍ بنسټ وي له لارې يوازې لامنځه وړلی شي.

اتحادونه جوړول

د پېښور پوهنتون د سولې او شخړې مطالعاتو انستیتوت رییس جميل احمد چترالي وويل: " معاهدې، اتحادونه او تړونونه دې لپاره جوړولی شي چې هغه هدفونه تر لاسه کړي کوم چې د یو هېواد لپاره یوازې نا ممکنه وي."

که څه هم چترالي وویل چې دا به له وخته مخکې وي که د QCCM بریالیتوب په اړه په ځانګړي ډول څه ووایو خو دا به په افغانستان او پاکستان کې د اورپکۍ ستونزه ختمه کړي ځکه چې دا د دواړو هيوادونو د افراطيت په وړاندې مبارزې لپاره اړتياوو سره توافق لري.

هغه وويل: "د ستراتيژۍ او میکانیزم برياليتوب د [لاسليک کونکو] په اخلاص باندې انحصار لري چې دوی د خپلو پلانونو او یو مشترکه موخې تر لاسه کولو لپاره يو بل خبر کړي."

هغه وويل، "په QCCM کې د ترهګرۍ پر ضد د استخباراتو شریکولو او دوه اړخیزې همکارۍ ته اهميت ورکړی شو چې د افغانستان او پاکستان هوډ څرګندوي. دغه هيوادونو د لومړۍ کرښه هېوادونو په توګه د اورپکۍ په وړاندې زيانونه زغملي دي او لا تر اوسه هم سره له زیاتو هلو ځلو د ترهګرۍ د ګواښ سره مخامخ دي."

له پېښور پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې د پوسټ ګريجويټ ډګرۍ لرونکي حسيب سليمان وويل: "د نړيوالتوب پروسه چې په تېرو لسو کلونو کې پیل کړی شوه د ولسونو لومړیتوبونو بيا وضاحت کړې دي. دغه ولسونه اوس مجبوره دي چې د امنیت په اړه ستونزو کې له يو بل سره همکاري وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، " تړونه او معاهدې لاسليک کول د هغه اړينو پايله ده کوم چې له ملي ګټو څخه رامنځته شوې دي."

هغه وويل، هیوادونو د QCCM له لارې موافقه وکړه چې " د یوې مربوطې او ګډې همغږۍ له لارې د اورپکۍ سره مبارزه وکړي. او هيله لرو چې دا به د ګواښ په وړاندې د دوی هڅو ته وده ورکړي اومطلوبه نتيجې به ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500