تروريزم

پاکستانيان د مومند ايجنسۍ په جومات کې د ځانمرګي بريد غندنه کوي

اشفاق يوسفزی لخوا

د خېبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جهګړه د سپتمبر په ۱۷مه د باجوړ ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې له ټپيان شوي کسانو سره ليدنه کوي. [د والي ماڼۍ پيښور لخوا]

د خېبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جهګړه د سپتمبر په ۱۷مه د باجوړ ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې له ټپيان شوي کسانو سره ليدنه کوي. [د والي ماڼۍ پيښور لخوا]

پېښور - خلکو د طالبانو وسله والو لخوا د سپتمبر په شپاړسمه نيټه د مومند ايجنسۍ په جومات کې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې د يو ځانمرګي بريد کولو سخته غندنه کړې ده.

لومړي وزير ميا نواز شريف، د خیبر پښتونخوا (KP) والي اقبال ظفر جهګړا او نورو مشرانو د بېګناه خلکو په نښه کولو له کبله د وسله والو غندنه وکړه او امید يې څرګند کړو چې پوځي اقدام به تل لپاره تاوتريخوالی له منځه ويسې.

جماعت الاحرار، د تحریک طالبان پاکستان يوه بيله شوي ډله، چې د اګست په مياشت کې د یوې نړیوال تروریستي ډلې په توګه ټاکل شوې وه د دغه برید مسوليت په غاړه واخيست. په دغه بريد کې ۲۸ تنه مړه او ۳۰ ټپيان شوي وو.

دغې ډلې د سپتمبر په دويمه نيټه په مردان کې پر محکمې شوي يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي وو. د اګست په اتمه نيټه یادې ډلې په کوټه کې پرروغتون شوي بريد کې لږ تر لږه ۷۳ کسان وژلي وو. او د مارچ په مياشت کې په لاهور کې په ګلشن ااقبال پارک کې په يو برید کې یې ۷۵ کسان وژلې وو او لږ تر لږه ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي وو.

د افراطیت په وړاندې ثابت قدمي

نواز شریف د دغه برید په کلکه غندنه وکړه او ژمنه يې څرګنده کړه چې د ترهګرو پر ضد جنګ ته به تر پايه پورې دوام ورکړي.

د لومړي وزير دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل: "موږ به د افراطیت په وړاندې ټينګ پاتې شو." "د ترهګرو له خوا بزدلانه بريدونه د حکومت له هېواد څخه تروریزم له منځه وړلو هوډ ته زيان رسولی نه شي."

د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په يوه تلويزيوني خبرپاڼه کې وويل: " ترهګر اوس د پوځي عملیاتو له امله د سترماتې وروسته مقدس ځايونه په نښه کوي."

هغه وويل، ضرب عضب عمليات د ترهګرۍ پر ضد جګره کې يو مركزي حثيت لري او له دې کبله اردو، پوليس او خلک د ستاینې وړ دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د ټولنیزو رسنیو له لارې وويل: " د مومند ايجنسۍ په جومات کې ناوړه تروریستي حملو او د لمانځه په وخت د عبادت کونکو او ناوړه مرګ ژوبلې له امله شوک مې وخوړ."

د بېګناه انسانانو وژنه د اسلام خلاف کار دی

د پاکستان پوځ چورلکو اووه ټپيان شوې، د دوو ماشومانو په ګډون په پېښور کې د پوځ ګډ روغتون ته ورسول. ویل کیږي چې هلته د هغوی حالت د خطر څخه بهروو.

فضل ګل، يو ټپي کس چې په روغتون کې يې درملنه تر لاسه کوله پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د پوځ مننه کوو لپاره د دې چې مونږ يې په چټکۍ سره پېښور ته د درملنې لپاره راورسولو."

ګل وويل، خلک له طالبانو څخه بيزاره شوي دي ځکه چې هغوی د هغوی ژوند ناوړه کړی دی. هغه وويل: "موږ به له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوو او په خپله سیمه کې به وسله والو ته د پټنځايونو ورکولو څخه انکار ته دوام ورکوو."

د تاج آباد سيمې يو پيش امام، مولوي مشتاق پاکستان فاورډ ته وويل، "د بې ګناه خلکو وژنه د اسلام خلاف کار دی. "حضرت محمد صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم د سولې مرسته کوله خو طالبانو د خپلې شخصي اجنډې لپاره د مذهب نوم ناوړه استعمال کړو.“

هغه وويل، په یو جومات کې بريد کول د لوړې غندنې وړ دی ځکه چې په جومات کې خلک د خدای نعمتونوتر لاسه کولو لپاره راټوليږي.

هغه وويل: "خلک په جوماتونو کې خپل تر ټولو سخت دښمنان هم نه وژني، خو طالبان د عبادت ځای ته هيڅ درناوی نه ورکوي او دغه بريدونه کوي." "طالبان درمسالونه او کلیساګانې چې د اسلامي تعليماتو سره مغايرت لري په نښه کوي."

په هر صورت سوله رامنځته کول

د خېبرپښتونخوا والي جهګړا د سپتمبر په ۱۷مه له بريد څخه يوه ورځ وروسته د مومند ايجنسۍ يو روغتون کې د ځپلې شوې خلکو څخه لیدنه وکړه.

هغه په انبار تحصیل کې کوم ځای کې چې چاودنه ترسره شوي وه د مشرانو يوې غونډې ته وويل، "حکومت غواړي چې له ځايي خلکو په مرسته په هر صورت سوله رامنځته کړي." هغه زياته کړه، "موږ به د لاقانونیت مسؤول کسان ونه سپموو. د سيمه ييزو مشرانو رول د ستاینې وړ دی."

هغه وويل، حکومت به د هغه خلکو خپلوان کوم چې په دغه بريد کې ووژل شوي وو استخدام کړي چې د خپلو کورنيو سره مرسته وکړي. هغه ژمنه څرګنده کړه چې له دوی سره به د پيسو او نورې مرستې هم وکړی شي.

د پاکستان پوځ فرنټير اردو قوماندان ډګر جنرال هدايت الرحمن هم د سپتمبر په ۱۷مه د مومند ايجنسۍ څخه لیدنه وکړه د او د ترهګرۍ په وړاندې باتوره مبارزې له کبله یې د ځايي اوسيدونکو ستاينه وکړه.

هغه وويل: "په قبايلي سيمو کې د سولې رامنځته کولو هڅې د قبايلي نفوسو قربانۍ له امله بريالي دي." هغه زياته کړه، "د وسله والو پر ضد جګړه به منطقي پای ته ورسولی شي."

طالبان نرم اهداف په نښه کوي

عمر رحمان چې د ۴۴ کالو دی او د انبار د سولې کمیټۍ غړي دی او په دغه بريد کې یې خیټه ټپي شوه، وويل، هغه خپل ژوند د تاوتریخوالۍ پر ضد مبارزې او د سولې رامنځته کولو لپاره وقف کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "طالبان وسله وال یو کمزورې ځواک دی." هغه زياته کړه چې "هغوی کولی نه شي چې د امنيتي ځواکونو سره مخامخ شي. د هغوې څه خلک چې د هغوی ملاتړ یې کوو اوس د هغوی د ناوړه کارونو له امله د هغوی خلاف دي."

هغه وويل: "دې بريد خلک نور هم وهڅولو او ځایي اوسيدونکې به د سيمې له شرانداز خلکو څخه د پاکولو لپاره هر قسمه هڅې کوي."

د امنيتي چارو کارپوه او د دوفاق انتظام تر لاندې سيمو(فاټا) پخواني امنيتي منشي ډګرمن (متقاعد) محمود شاه وويل، چې وسله وال مقدس ځایونه او بې ګناه خلک په نښه کوي.

هغه وويل، ياغيان په تېښته دي او n امنيتي ځواکونو په نښه کولو توان نه لري.هم دا وجه ده چې دوی په نرم اهدافو باندې تمرکز کوي. هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد د جوماتونو، ښوونځيو او نورو عامه ځايونو امنيت ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د وسله والو ختميدل به په سيمه کې دايمي سوله رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500