زده کړه

فاټا د نوي پوهنتون په زريعه له اورپکۍ سره مبارزه کوي

عديل سعيد لخوا

UNTRANSLATED

UNTRANSLATED

پېښور - د پاکستان د وفاق انتظام تر لاندې سيمې (فاټا) د اورپکۍ او په خلکو کې د پوهنې د نشتوالي له کبله تر ټولو سوا اغېزمنې شوي دي.

د وسله والو په وړاندې د بريالي پوځي عملياتو وروسته، چارواکي هيله لري چې د لوړو زده کړو انستيتوت جوړولو له لارې د دغه مصيبت بیرته راتللو مخه ونيسي.

د خیبر پښتونخوا (KP) والي ظفر اقبال جهګړه د نوي پوهنتون ځای دره آدم خيل د لیدلو په ترڅ کې د جولای په ديارلسمه نيټه وويل: "د فاټا پوهنتون جوړولو موخه دا ده چې د زده کړې او ليک لوست له لارې په سیمه کې د دوامداره سولې ضمانت ورکړی."

هغه وويل: "د ترهګرۍ ګواښ يوازې د ښوونې او علم خپرولو له خوا له منځه وړلی شي، او تعليم يافته فاټا په قبايلي سيمه کې د دوامداره سولې ضمانت دی."

د خېبرپښتونخوا والي چې د فاټا واک لري وويل، سوله او پرمختګ د ښه زده کړې له لارې تر لاسه کولی شي.

هغه وويل: "زده کړه او پوهه د هيواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لازمي عوامل دي." نوموړي زياته کړه چې په قبايلي سيمو کې د "زده کړې بېړنی" حالت دی.“

په فاټا پوهنتون کې داخلې

د فاټا پوهنتون یو مشاور انور احمد خواجه له مخې، په فاټا پوهنتون کې د داخلې د درخواستونو وروستۍ نېټه د سپتمبر دريشتمه نيټه ده او ټولګي به په اکتوبر کې پيل شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په څلورو څانګو یعني سياسي علومو، سوسیولوژی، رياضي او د مدیریت په علومو کې د داخلې لپاره يوه اشتهار ورکړی دی.“

هغه وويل، دا پوهنتون د فاټا کوهاټ سيمې په دره آدم خيل کې موقعيت لري او په لومړي ځل به ټولګي په ګورنمنټ ډګړی کالج دره آدم خيل کې ترسره شي.

انور احمد وويل، د فاټا پوهنتون په ۴۶۶ کانال (۵۸ جريبه) ځمکې باندې مشتمل دی چې په دې کې ۲۶۶ کانال ( ۳۳ جريبه) د ۱۳۳ ميليونو روپیو (امريکايې ۱۳۳،۰۰۰ ډالره) په لګښت پیرودل شوي دي، په داسې حال کې چې پاتې ۲۰۰ کانال ځمکه به ډېر ژر پيرودل شي.

هغه وویل، د لومړي ټولګي لپاره پوهنتون به هر يو ديسپلين کې د ۴۰ زده کوونکو، د دواړو نارینه او ښځینه، داخلې وړاندې کوي. د وخت په تیریدلو سره، نور ډپارتمنټونه به جوړ کړل شي او د فاټا په هرې ايجنسۍ کې به کمپسونه جوړ شي.

هغه وويل، حکومت د طاهر شاه، نامتو معلم او جيو ساينټسټ، استخدام وکړو چې د پوهنتون مرستیال ریس په توګه خدمت وکړي، په داسې حال کې چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون پوهنځی او انتظامي کارکوونکې ګوماروي.

د فاټا د دارالانشا د پلان او پراختیا ډپارټمنټ يو چارواکي اقبال احمد وويل: "د فاټا پوهنتون پروژې ټول لګښت ۴.۷ ملیارده روپۍ (امریکايې ۴۰.۷ ميليونه ډالره) دی او اوس حکومت ۲۵۰ ميليونه روپۍ (امریکايې ۲.۵ ميليونه ډالره) تخصيص کړي دي."

هغه پاکستان فاروړډ ته وويل: "حکومت د فاټا پوهنتون جوړولو کې ځانګړې لېوالتيا لري ځکه چې په دغه سيمه کې د ترهګرو د موجوديت له امله د قبايلي سيمې خلکو له زيات تاوتريخوالې سره مخ وو."

هغه وويل، د فاټا سکرتریت د شميرو له مخې، په قبايلي سيمو کې د پوهنې کچه ۳۳.۳٪ ده چې د ۲۰۱۳-۱۴ کال ملي اوسط ۵۸٪ په پرتله کمه ده.

د اميد يوه رڼا

مرستیال ریس طاهر شاه پاکستان فارورډ ته وويل: "د فاټا پوهنتون په قبایلي سیمه کې لومړې پوهنتون دی او دا به د پراختيا، د پوهنې او سوکالۍ لپاره د اميد د رڼا په توګه خدمت کوي."

هغه وويل: "موږ به ټولګي له شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو څخه پيلوو خو د پوهنتون پوره ظرفیت به نږدې ۱۰،۰۰۰ وي کله چې د پوهنتون ودانۍ او په مختلفو ايجنسیو کې کمپسونه جوړکړی شي."

طاهر هیله څرګنده کړه چې د فاټا پوهنتون جوړول به له څلورو څخه تر پنځو کلونو په موده کې بشپړ کړی شي.

طاهر وويل: "لومړي وزیر نواز شریف به په رسمي توګه د فاټا پوهنتون لومړي پړاو پرانیسته کوي چې په تعليمي مرکز جوړولو کې د حکومت ځانګړې لېوالتيا ښيي."

هغه زياته کړه، چې د دغه پوهنتون په دويم پړاو کې د طبي او انجنیرۍ کالجونو جوړول شامل دي.

د پېښور پوهنتون پخواني مرستیال ریس پوهاند قبله آیاز وويل: "د فاټا پوهنتون به په سیمه کې کومه چې د اورپکۍ او افراطیت له کبله د تاوتريخوالي او لویې تباهۍ سره مخ وه پرمختګ او سوکالۍ راوستلو کې د کتلست رول لوبوي."

آیاز وايي، نوې پوهنتون استعداد لري چې د فاټا حالاتو کې بدلون راولي چې د وسله والو يو پټنځی وو.

هغه وويل، د قبايلي سيمې زده کوونکي د اورپکۍ او بې ځايه کيدو لا امله ډير کړیدلې دي. دغه بې ځايه کيدل د تروریزم په وړاندې د پوځي عملياتو له امله رامنځته شوه. حکومت باید د هغې خلکو سره د سکالرشپ مرسته وکړي کوم چې د لوړو زده کړو په لټه کې دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د فاټا پوهنتون قبايلي زده کوونکو ته یوه ښه موقعه ورکولی شې ...چې د هېواد او د خپلې سيمې په پرمختيا کې یو رول ولوبوي. دغه سيمه د اورپکۍ او تروریزم له کبله له ويجاړتيا او تباهۍ سره مخ وه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500