زده کړه

خیبر پښتونخوا د سکولونو امنیت بهتروي

جاوېدخان

پولیس کمانډوز د اګست په ۲۳مه په صوابۍ کې په یوه تعلیمی انسټیټیوټ کې نقلي امنیتي مشقونه کوي. [جاوېدخان]

پولیس کمانډوز د اګست په ۲۳مه په صوابۍ کې په یوه تعلیمی انسټیټیوټ کې نقلي امنیتي مشقونه کوي. [جاوېدخان]

پېښور-- په ټول خیبر پښتونخوا کې د تعلیمي ادارو امنیت د اورپکو له ګواښونو وروسته او د نوي تعلیمي کال په شروع کېدلو سره بهتر کړی شو.

د پیښور د پولیس د عملیاتو اېس اېس پي عباس مجید مروت پاکستان فارورډ ته وویل، «په ټوله ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد شل خاص ګروپونه او ایلیټ پولیس قوتونه ځای په ځای شوي چې د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو امنیت وساتي.»

هغه وویل، په هر یونټ کې ۶ یا ۷ کسه په خاص ډول روزل شوي پولیس کمانډوز موجود دي.

مروت وویل، «علاوه په دې، ټول سب ډیویژنل افسرانو ته هدایات جاري کړی شوي چې هره ورځ د تعلیمي ادارو امنیتي تفتیش او کتنه وکړي.»

ایس ایس پي له نورو افسرانو سره یو ځای په لسګونو ځلې د ایالتي مرکز سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته ورغلي چې د هغوی امنیتي تیاریانې وګوري.

د سکولونو امنیت په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ د ډسمبر له هغې حملې نه وروسته بهتر کړی شو چې له ۱۴۰ نه ډېر کسان په کې ووژل شول. په وژل شویو کې اکثر ماشومان ول. د دې تر څنګه، د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې په باچاخان پوهنتون باندې هم حمله وشوه چې ۲۱ کسان په کې ووژل شول او ډېر نور په کې زخمیان شول.

د خیبرپښتونخوا د تعلیم وزیرعاطف خان پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د حکومتي سکولونو دیوالونه اوچت کړي او اغزن سیم مو پرې لګولی دی چې هیڅوک نشي کولی چې په دغو دیوالونو باندې د شا له خوا نه راپورته شي.»

هغه وویل، د خیبر پښتونخوا حکومت همدارنګه د یو شمېر سکولونو امنیتي ساتونکو ته روزنې ورکړي دي چې د سکولونو تعمیرات او میلیونونو ماشومانو امنیت یقیني کړی شي.

په ټول خیبرپښتونخوا کې د سکولونو د امنیت بهتره کول

په صوابۍ او نورو ولسوالیو کې، پولیس کمانډوز د اګست او سپتمبر په میاشتو کې نقلي مشقونه ترسره کړل چې په پوهنتونونو، کالجونو او سکولونو کې د پولیسو او امنیت ساتونکو د تیارسۍ کچه وګوري.

د کوهاټ د ډسټرکټ پولیس افسر محمد شعیب اشرف په وینا، په کوهاټ کې ۱۳۰۰ سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه موجود دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «ټولو افسرانو او د هغوی ټیمونو ته هدایات جاري کړی شوي دي چې دغه تعلیمي ادارې خواوشا له سهار نه تر ماسپښینه پورې څو څو ځلې وګوري.»

د سکولونو ادارو ته هم هدایات ورکړل شوي دي چې د امنیتي کیمرو لګولو، د سکین کولو د ګیټونو د لګولو، او په صحیح شکل سره د روزل شویو امنیتي ساتونکو د مقررۍ په شمول اضافي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل، «د پولیسو له پاره دا ناممکنه ده چې د دومره ډېر شمېر سکولونو تعمیرات ټول په یوازې وساتي.»

د بر دیر ډپټي کمېشنر محمد عثمان د اګست په ۲۷مه په یوه ملاقات کې د تعلیم ډیپارټمنټ او نورو مربوطو ادارو ته هدایات جاري کړل چې د خپلو ټولو تعمیراتو امنیت بهتر کړي.

تقریبا په عین وخت کې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپیکټر جنرل ناصرخان دراني د پولیسو په مرکزي اداره کې په یوه غونډه کې ټولو سیمه ییزو پولیس افسرانو ته هدایات ورکړل چې په خپلو سیمو کې د تعلیمي ادارو امنیت بهتر کړي.

هغه وویل، «د سیمې او ولسوالۍ ټول پولیس افسران باید پخپله په خپله سیمه کې د تعلیمي ادارو امنیت وګوري او دا یقینی کړي چې کافي اندازه ګامونه اخیستی شوي دي.»

سکولونه او پولیس په شریکه کار کوي

په مۍ او جون کې، د سکولونو د ادارو په ضد یو شمېر کیسونه راجسټر شوي ول چې د پولیسو او حکومت له هدایاتو سره سره هم کافي اندازه امنیتي ترتیبات یې نه وو برابر کړي.

پولیسوهمدارنګه سکولونو ته داسې د لنډ وخت پرمټونه ورکړل چې د هغو ساتونکي کولی شي چې د امنیت ساتلو په مقصد وسلې له ځانونو سره وساتي.

په پیښور کې د یوه خصوصي یا پرایوېټ سکول پرنسپل جهانزېب خان وویل، «مونږ دوه تنه داسې ساتونکي مقرر کړي دي چې په اتومات ټوپکونو سمبال دي او د دې سره مونږ د خپلو تعمیراتو په دېوالونو باندې داسې ریزر وایر یا اغزن سیم لګولی دی چې نه پرېږدي څوک پرې راپورته شي.»

هغه وویل، پولیس او د سکول اداره دواړه پوره پوره کوشش کوي چې په سکولونو کې دننه او د هغو په خواوشا کې امنیت یقیني کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام علیکم ستاسو لیکنه ګورم خو لږ شانته د پښتو توری پکی سم ندی کوښښ وکړی چی پښتو لیکل مو برابر کړی مننه

ځواب