زده کړه

خېبرپښتونخوا له ترهګرۍ او جرم سره د ساينسي میتودونو له لارې مبارزه کوي

عديل سعيد لخوا

د پېښور پوهنتون مرستیال رئیس محمد رسول جان (په منځ کې) د می په ۲۶ مه د پوهنتون د علمي شورا غونډې مشرتوب کوي. د غه شورا د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت جوړولو منظوري ورکړه چې په سپتمبر کې به د زده کوونکو څخه درخواستونه اخيستل پيل کړي. [ عديل سعید لخوا]

د پېښور پوهنتون مرستیال رئیس محمد رسول جان (په منځ کې) د می په ۲۶ مه د پوهنتون د علمي شورا غونډې مشرتوب کوي. د غه شورا د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت جوړولو منظوري ورکړه چې په سپتمبر کې به د زده کوونکو څخه درخواستونه اخيستل پيل کړي. [ عديل سعید لخوا]

پېښور - اوسني او د قانون آرزومند پلي کونکې به ډیر ژر دا موقعه ترلاسه کړي چې دوی د پېښور په پوهنتون (UoP) کې کريمينا لوجي او د ساينسي علومو انستیتوت کې خپل مسلک ته وده ورکړي.

د خیبر پښتونخوا (KP) چارواکو د دغه انستيتوت د جوړولو منظوري ورکړه ځکه چې د جرم او ترهګرۍ سره مبارزې کولو لپاره اغېزمن او عصري علمي وسایلو ته اړتيا لري.

د UoP مرستیال رئیس محمد رسول جان د اګست په لسمه نيټه په يوه خبرپاڼه کې وويل: " د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت د جوړولو تر شا هدف دا دی چې د جرمونو او تخنیکونو رسمي مطالعې تدريس له لارې، کوم چې جنايتکاران په ګټور اتباعو کې بدلولی شي، خپله ټولنه خوندي کړو."

جان وويل، په ۲۰۱۴ کال کې د سپتمبر په مياشت کې د پوهنتون علمي شورا د انستيتوت د جوړولو پرېکړه وکړه خو د ۲۰۱۶ کال په جون کې کله چې ولایتي حکومت ۲۰۰ ميليونه روپۍ (امریکايې ۲ ميليونه ډالره) بيلې کړې نو په دې باندې کار پيل کړی شو.

په کريمېنالوژۍ کې ماسټری

په UoP کې د رسنیو او پروتوکول افسر اختر امین وويل: "د پېښور پوهنتون د سپتمبر په پای کې په کريمينالوجي کې د ماسټرۍ ډګري کورس کې شمولیت لپاره اعلان کوي او د اکتوبر په نيمايي کې به کلاسونه پيل کړی شې."

اختر پاکستان فارورډ ته وويل، "د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت به د دوو کلونو د ماسټرۍ ډګري او همدا شان په پولیسي، قانون، بشري حقونو، او داسې نور مسلکي لنډ کورسونو کې دیپلومې وړاندې کوي."

دغه انستيتيوت د پوهنتون د سولې او شخړې مطالعاتو د انستیتوت (IPCS) سره تړاو لري چې په ۲۰۱۵ کال کې یې کار پیل کړو او د شخړو په حل کې ګريجويټ او انډرګريجويټ پروګرامونه وړاندې کوي.

اختر وويل: " کريمېنالوجۍ ډګري داسې طرحه شوې ده چې زده کوونکو ته د جرم پيدايښت، د هغې مختلفې بڼې، د جنايي انصاف بهير، د بشري حقونو او د څېړنې ډ میتود په اړه درس ورکوي."

د ټولنیز کار او ټولنپوهنې څانګو استادان به په نوي انستيتوت کې د کورسونو درس ورکوي او دوی له مخکې نه په IPCS کې په تدریس کې همکاري کوي.

اختر زياته کړه: "په پېل کې به د کلاسونو انتظام په موجوده ودانۍ کې کولی شي او وروسته به د پېښور پوهنتون ودانۍ کې د ننه بشپړه انستيتوت جوړ کړی شي."

له افراطيت سره جګړې لپاره عصري حل لارې

د بنسټ پالنې پرضد يو عالم پوهاند محمد ظفر چې په UoP کې د ټولنپوهنې په ډپارټمنټ کې تدريس کوي وويل: "دا د ډېر ستاینې وړ ګام دی او دې زياته اړتيا لرله چې د جرم کولو، د دې لاملونو او د ګواښ د مخنيوی اقداماتو په اړه زده کړه پيل کړی شي."

ظفر وايي، چې په ځانګړې توګه د پاکستان په ځوانانو کې د بنسټ پالنې ناوړه بهيراو د جرم د لوړې کچې شرحه د عصري حل لارې غواړي چې د تاوتریخوالي لاملونه او د هغې مخنيوی معلوم کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، " د جرم په اړه بشپړه څېړنه کول او په کلتوري اساس داسې ستراتیژي جوړول چې د سیمه ییزو نورمونو سره سم وي او د دغې سیمې خلکو ته د منلو وړ وې يواهم ضرورت و."

هغه وويل: "اورپکۍ او تروریزم یوازې د پوځي عملياتو له لارې له منځه نه شي وړل کیدی." "زمونږ په ټولنه کې د افراطیت او تشدد د خپریدو لاملونو معلومولو او د دغې لاملونو سره مبارزې لپاره د ښه پلټل شوې او په هیواد دننه جوړې شوې پالیسۍ ته ضرورت دی."

هغه وويل، د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت به زده کوونکو او مسلکي خلکو ته يو پلاتفورم وړاندې کړي چې دوی په جنايي څېړنو، مسلکي او د اخلاقو علومو کې د ساينس کارولو په اړه عصري پوهه تر لاسه کړي.

د IPCS رييس محمد جميل وويل: " د جرم ماهیت بيخي بدل شوی دی، په داسې حال کې [د پاکستان] جنایي انصاف سیستم زوړ دی او د ګواهانو او فورنسک شواهدو د نه شتون له امله جنايتکارانو ته --په ځانګړي ډول وسله والو-- په سزا ورکولو کې ستونزې رامنځته کیږي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې ننګونو سره مبارزې لپاره يو متخصص او رسمي زده کړه پکار ده چې زموږ په عدلي سيستم کې بدلون راولي."

هغه وويل: "د کرمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت به د قانوني خلکو، د پولیسو ځواکونو، څيړونکو او د زندان چارواکو مسلکونو ته وده ورکړي. د دې نه علاه دا به د ځوانانو يو نوی نسل رامنځته کړي چې دوی به د جرمونو د کنترول وروستیو تخنیکونو او محرکاتو کې مهارت لري."

د تاوتريخوالي له منځه وړلو لپاره ګډه هڅه

د خیبر پښتونخوا د ولايتي شورا چې د پاکستان پيپلز پارټۍ (PPP) اپوزیسیون سره تړاو لري يوې غړي، نګهت اورکزۍ وويل: "دا یوه په زړه پورې ګام دی ځکه چې زموږ په ټولنه کې د جرم د زياتوالي شرحه، په ځانګړي توګه تاوتريخوالی د تروریزم او افراطیت په شکل کې، د خطر زنګ دی اودا يو ډېر ښه پلټل شوې او ښه جوړه شوې چارې ته اړتيا لري."

اورکزۍ وايي، چې د مجرمينو او ترهګرو يو شمير په ځانګړې توګه هغه چې غیر انساني اعمالو ارتکاب کوي لکه د خپلو هيوادوالو ډله ييزې وژنې روحي ناروغیيو کې اخته شوي دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ بايد معلوم کړو چې [څه] داسې څيز دی چې هغوی یې تاوتریخوالي او افراطیت ته مجبوره کړي."

هغې وويل: "د کريمينالوجي او ساينسي علومو انستیتوت به د افراطیت، تاوتریخوالي او پرمختللی جرم کوم سره چې زمونږ ټولنه مخ ده له منځه وړلو کې د ښه پلټل شوې وړاندیزونو پر بنسټ د سپارښتنو له لارې ډیره مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500