تروريزم

په سوریه کې د حزب الله ښکېلتیا لبنان ته بې ثباتي راوړي

نوهد توپالیان، بیروت

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې وویل چې د پخوانۍ النصره جبهې جنګیالي، چې له القاعده څخه له جلا کېدلو څخه وروسته یې خپل نوم په فتح الشام واړاوه، وروسته له هغه چې هغوی د اګست په ۶مه د حلب جنوب ته دوه نظامي اکاډمۍ او یو درېیم نظامي سنګر بیا ونیول د جنګي زده کړې په یوه ښوونځي کې یوې بیانې ته غوږ دي. [عمرحج کدور/ فرانس پرېس خبري اژانس]

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې وویل چې د پخوانۍ النصره جبهې جنګیالي، چې له القاعده څخه له جلا کېدلو څخه وروسته یې خپل نوم په فتح الشام واړاوه، وروسته له هغه چې هغوی د اګست په ۶مه د حلب جنوب ته دوه نظامي اکاډمۍ او یو درېیم نظامي سنګر بیا ونیول د جنګي زده کړې په یوه ښوونځي کې یوې بیانې ته غوږ دي. [عمرحج کدور/ فرانس پرېس خبري اژانس]

د لبنان - سوریې له سرحد سره نژدې وروستۍ نښتې او بمي چاودنې چې داعش او هغه ګروپ چې پخوا د النصره جبهې (ای اېن اېف) په نامه یادېده په کې ښکېل دي، په لبنان کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو په برخه کې د حزب الله رول په ګوته کوي.

کارپوهانو المشارق ته وویل چې دا د داسې ګروپونو مداخله ده چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا د سوریې په جګړه کې حمایه کیږي او دغې جګړې ترهګرې ډلې او نور فعالان دې ته را جلب کړي دي چې په لبنان کې حملې وکړي.

د لبنان د تحقیقاتی او مشورتي مرکز مشر حسن قطب وویل چې، «د سوریې په چارو کې د حزب الله په لاسوهنې سره په لبنان کې ثبات زیانمن شو.»

له میاشتو راهیسې، د فتح الشام جبهه، چې پخوا د ای اېن اېف په نامه پېژندل کېده، او داعش د ملکي او نظامي هدفونو پر ضد ترهګریزې حملې، او پخپلو کې یو د بل پر ضد جګړې کوي.

د لبنان پوځ په منظمه توګه د داعش او ای اېن اېف له جنګیالیو سره چې په د لبنان او سوریې د سرحد په اوږدو کې په غرنیو سیمو کې یې ځایونه نیولي دي د هاوان ډزې تبادله کوي، او د لبنان په داخل کې د ترهګرۍ په یوه وروستۍ بېلګه کې، د جون د ۲۷مې په لومړیو ساعتونو کې، څلور ځانمرګو بریدګرو د ال قاع په سرحدي ښار کې خپل د چاودونکیو توکو واسکټونه وچول، چې ورپسې د هماغې ورځې په ماخستن ناوخته څلور نور ځانمرګي بمي بریدونه وشول.

قطب وویل چې یوې خوا ته به د داعش او ای اېن اېف تر منځ، او بلې خوا ته د حزب الله او یادو دوه ګروپونو تر منځ شخړې زیاتې شي.

هغه وویل، «که چېرې حزب الله [په سوریه کې] خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي، د دغو ګروپونو ترمنځ ټکرونه به په لبنان باندې تاثیر وکړي او د دې ثبات ته به زیان ورسوي.»

حزب الله ملامت دی

د ای اېن اېف مشر ابو محمد ال جولاني د جولای په ۲۸مه په یوه ویډیو کې په خپله لومړنۍ عمومي راڅرګندېدا کې اعلان وکړ چې دغه ګروپ خپل نوم بدل کړی، په سوریه کې له نورو جنګیالیو سره به خپلې لیکې ګډې کړي، او دا چې له القاعدې سره یې خپلې اړیکې خرابې کړې دي.

سیاسي تحلیلګر علي الامین المشارق ته وویل چې، «دا مهمه نه ده چې د النصره او د هغې د خویندو ډلو نومونه په څه بدلېږي، خو لبنان به د سوریې په جګړه کې د حزب الله د لاسوهنې له امله د ترهګرو ډلو د خطرونو په وړاندې زیانمنېدونکی پاتې شي.»

هغه المشارق ته وویل، «په سوریه کې د حزب الله لاسوهنه د لبنان له پاره سخت عواقب او خطرونه لري، او د عکس العملونو سره یې مخامخ کېدلی شي، خو هیڅوک هم نه پوهېږي چې کله، څنګه، یا دا چې په کومو شکلونو سره به دا کار وشي.»

هغه وویل، هغه خطر چې ای اېن اېف او نور ګروپونه لکه داعش یې لبنان ته رامنځته کوي «به تر هغه وخته پورې پرځای پاتې شي چې د لبنان- سوریې مسئله پرځای پاتې وي.»

هغه وویل، «په دې توګه، دغه زخم به پرانستی پاتې شي، او ښایي چې بڼه یې بدله شي، لکه په تېرو میاشتو کې تر اوسه پورې، هغه بمي چاودنې، ځانمرګي بمي بریدونه، او د لبنان - سوریې په سرحد کې او د بېقا ښارونو په تپه کې د نښتو پراختیا.»

امین وویل، «داسې ادعا نشي کېدلی چې په لبنان کې حالات ښه شوي دي. لبنان ته موجود ګواښونه به په سوریه کې د حزب الله په لاسوهنې سره کم نشي، او دا د ای اېن اېف له خوا د هغه په نوي نامه او د دې د متحدو ډلو له خوا د لبنان او د لبنان د خلکو د امنیت پر ضد د یوه دوامداره خطر سبب ګرځېدلی شي.»

متقاعد ډګرجنرال ریچار دګیر وویل چې ای اېن اېف خپله بڼه د دې له پاره بدله کړه چې په سوریه کې د هغه له سیال ګروپ داعش سره یې فرق وشي.

هغه وویل چې دا مهمه نه ده چې دغه ډله څومره کوشش کوي چې ځان له القاعده څخه بېل کړي، ای اېن اېف بیا هم یوه ترهګره ډله ده، ځکه چې د دغې ډلې نه وینا بدله شوې او نه یې نظر.

سره له دې چې د لبنان پوځ د ای اېن اېف او داعش دواړو پر ضد په سرحد کې په جګړه کې بری ترلاسه کړی دی، خو دا «د امنیتي تخلفاتو مخه نه نیسي، ځکه چې لبنان د ترهګرۍ له ګواښ څخه لیرې نه دی او د ترهګرو له خوا تر حملې لاندې نیول کېدای شي.»

ډګیر تاکید وکړ چې د لبنان پر وړاندې ګواښ به تر هغه وخته پورې پرځای پاتې وي «څو چې حزب الله د سوریې په جګړه کې لاسوهنې ته دوام ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500