ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کوي، او سوداګرۍ ته وده ورکوي

امداد حسین

د پاکستان له پاره افغان سفیر عمر زاخېلوال (چپ) او د پاکستان لوی درستېز جنرال رحیل شریف په مۍ کې په راولپنډۍ کې په یوه ملاقات کې. [د آی اېس پي آر عکس]

د پاکستان له پاره افغان سفیر عمر زاخېلوال (چپ) او د پاکستان لوی درستېز جنرال رحیل شریف په مۍ کې په راولپنډۍ کې په یوه ملاقات کې. [د آی اېس پي آر عکس]

اسلام اباد -- پاکستان او افغانستان د یو شمېر داسې پروژو په سر په خپلو کې سره همکاري کوي چې هدف یې د انکشاف او سوداګرۍ هڅول او په سیمه کې د سولې بیا پرځای کول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا پاکستان فارورډ ته وویل چې تر ټولو وروستۍ پروژه چې د پاکستاني مقاماتو له خوا تایید شوې ده هغه د پېښور - کابل لویه لاره ده.

د پاکستان د نېشنل های وی اتهارټي د وینا له مخې، د پېښور او کابل تر منځ دغه لویه لاره ۲۷۶ کیلومتره اوږدوالی لري.

دغه لویه لاره به د افغانستان او د پاکستان د کراچۍ د بندر تر منځ شکېدلی ارتباط ختم کړي. د اېن اېچ ای د وینا مطابق، اوس دغه دوه ښارونه په وړو لارو سره تړل شوي دي، خو د راتلونکي وخت لویه لاره به څلور لینونه ولري.

د اېن اېچ ای ویاند کاشف زمان وویل چې پاکستان مخکې تر مخکې په افغانستان کې دننه د جلال اباد او تورخم تر منځ د یوې دوه لینه لارې جوړول شروع کړي دي، او زیاته یې کړه چې کله دغه لویه لاره یا های وی مکمله شي، هغه به د جلال اباد - تورخم د یو لینه سرک چې په ۲۰۰۶ کې جوړ شوی دی، ځای ونیسي.

په اسلام اباد کې د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو د مرکز اجرائیه رییس امتیازګل وویل چې «دغه ډول همکاري د ګټورو سیاسي تعهداتو له پاره یو اساسي شرط دی، او دا چې سرکونه خلک سره نژدې کوي.»

سوداګري د سولې له پاره ضروري ده

دغه دوه هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې غټ شریکان دي.

د سوداګرۍ د نړیوالې موسسې (WTO) د معلوماتو له مخې، پاکستان د افغاني توکو تر ټولو لوی واردوونکی دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د ۱۸۸ میلیونه امریکایي ډالرو (۱۹.۶ بیلیونه روپیو) په قیمت شیان اخیستي دي.

په همدغه کال کې، افغانستان د ۱.۳ بیلیونه امریکایي ډالرو (۱۳۵.۹بیلیونه روپیو) پاکستاني شیان اخیستي دي.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد نوازشریف په تېر نومبر کې په اسلام اباد کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره په خبرو کې تایید کړه چې دغه دواړه ملکونه پلان لري چې خپل کلنی دوه اړخیز تجارت تر ۲۰۱۸ کال پورې د کال ۵ بیلیونه امریکایي ډالرو (۵۲۲.۵ بیلیونه روپیو) ته زیات کړي.

نوازشریف هغه وخت وویل، «پاکستان یقین لري چې یو سوله ییز، نېکمرغه او پرمختللی افغانستان د هغه د ملک او د سیمې له پاره په ګټه دی.»

هغه وویل، «پاکستان به افغانستان ته ټول ممکنه ملاتړ ورکړي... چې د اوږدې مودې دوه اړخیز او سیمه ییز مشارکت سره یو لاس کړي.»

په کابل کې د افغانستان د کار او اجتماعي چارو د وزارت یوه پخواني مشاور صبور غیور پاکستان فارورډ ته وویل چې د دواړو ملکونو تر منځ پرمختللي مواصلات او ټرانسپورټ ضروري دي.

هغه وویل، «افغانستان خپل ۷۰٪ خواړه له پاکستان څخه راواردوي. ځینې سبزیجات، چرګان او نور خواړه په خرابو سرکونو د اوږدې مودې سفر له امله خرابیږي.»

هغه وویل، «دغه پروژې به په افغانستان کې د پاکستان په هکله تصور ښه کړي او د لا نورې همکارۍ سبب به وګرځي.»

د پاکستان د تجارت او صنایعو د اطاقونو (چمبرز آف کامرس ایند انډسټري) د فدرېشن رییس عبدالرؤف علم وویل چې خراب سرکونه او مواصلات په افغانستان او پاکستان کې د سوداګرو او د سوداګرۍ د مالکانو له پاره مشکلات رامنځته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د سرکونو پروژې به په سیمه کې په اقتصادي فعالیتونو باندې یو مثبت تاثیر ولري.»

انکشاف د ترهګرۍ ضد وسیلې په توګه

د دواړو ملکونو چارواکي وایي چې پاکستان داسې پروژې هم په پلان کې لري چې په افغانستان کې د تعلیم او صحت سکټورونو ته وده ورکړي.

ذکریا وویل چې پاکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بلخ کې د انجنیرۍ د یوې فاکولتې، په کابل پوهنتون کې د آرټس یا هنرونو د یوې فاکولتې، په ننګرهار پوهنتون کې د ساینس د یوې فاکولتې، او په کابل کې د رحمان بابا د لېسې په جوړولو کې مرسته کړې ده.

علاوه پر دې، پاکستان په کابل، لوګر او جلال اباد کې د درې روغتونونو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

غیور وویل چې پاکستان په زرګونو افغانانو ته سکالرشپونه ورکوي چې په پاکستاني پوهنتونونو کې تعلیم وکړي، او زیاته یې کړه چې دغه حرکت به د دواړو ملکونو تر منځ د پوهاوي په ډېرېدلو کې مرسته وکړي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو تحلیلګر متقاعد ډګر جنرال امجد شعیب وویل چې دغه ډول ګامونه به افغانستان او پاکستان سره نور نژدې کړي او د ترهګرۍ پر ضد د ګډو اقداماتو په شمول په نورو ساحو کې همکاري به زیاته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې تعلیم، اجتماعي خدمتونه او بهتر اقتصادي فرصتونه د ترهګرۍ د کمېدلو سبب کیږي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان په وروستیو وختونو کې له دوه نورو ملکونو سره یو ځای د همکارۍ او همغږۍ په یوه څلور اړخیز میکانیزم کې داخل شول چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، او هغه هیله وښودله چې پاکستان او افغانستان به په خپلو کې دغه ډول یوه دوه اړخیزه معامله وکړي.

هغه وویل چې دغه دواړه ملکونه لا له وخته د نظامي روزنې په برخه کې سره همکاري کوي او د دفاعي همکارۍ په برخه کې هیئتونه سره تبادله کوي.

یو څو اړخیز ارتباط

د پاکستان له پاره افغان سفیر عمر زاخېلوال پاکستان فارورډ ته وویل چې پاکستان او افغانستان یو «څو بعدي ارتباط لري، نو د همکارۍ له پاره د ساحو کمی نشته.»

هغه وویل چې، «په دغو کې امنیت، تجارت، ټرانزېټ، او اقتصادي همکاري شامل دي،» او زیاته یې کړه چې دواړه خواوې کار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې همکاري لا نوره زیاته کړي.

هغه وویل چې په جون کې په تاشکند کې دغه دواړه ملکونه د امنیت او په سرحد باندې د خلکو او موټرو د تګ راتګ د تنظیم په برخو کې په یوه دوه اړخیز میکانیزم باندې سره سلا شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500