امنیت

د پيسو لپاره د تښتونې شميره په پاکستان کې راټيټه شوې ده

جاويد محمود لخوا

پاکستاني ځواکونه د اګست په ۲۱مه په ګلګت بلتستان کې يوه بريد کوي. دوی دوه شکمن ترهګر ونیول. [ د ISPR لخوا]

پاکستاني ځواکونه د اګست په ۲۱مه په ګلګت بلتستان کې يوه بريد کوي. دوی دوه شکمن ترهګر ونیول. [ د ISPR لخوا]

اسلام آباد -- امنیتي شنونکي وايي، په پاکستان کې د وسله والو په وړاندې د روان پوځي عملياتو له امله په نهو کلونو کې د پيسو لپاره د تښتونې شمېره تر اوسه پورې تر ټولو ټیټه شوې ده.

په اسلام آباد کې میشت د شخړې او امنیت د مطالعاتو لپاره د تینک تانک پاکستان انستیتوت (PICSS) له مخې، د وسله والو له خوا د پيسو لپاره د تښتونې پیښو شميره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې کموالې نه مخکې په ۲۰۰۷ کال کې زیاتيدل شروع شو او په ۲۰۱۴ کال کې يو لوړې کچې ته ورسيده.

PICSS وايي، چې پوليسو د ۲۰۰۷ کال نه د می ۲۰۱۶ کال پورې په پاکستان کې د وسله والو له خوا د پيسو لپاره د تښتولو ۱،۵۱۰ پيښې ثبت کړي. په ۲۰۱۴ کال کې وسله والو ۳۵۵ د تښتونې دغه ډول پيښې ترسره کړي، خو د ۲۰۱۶ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې يوازې ۴۶ داسې پيښې رامنځته شوي.

PICSS په يو راپور کې وويل: "وسله وال د پيسو لپاره برمته کوي ... چې پيسې پيدا کړي." نوموړي زياته کړه چې برمته کول په پاکستان کې د وسله والو د عايد يوه لويه سرچينه ده.

په راپور کې ويلی شوې دي چې "وسله وال هغه مهال د پيسو د خنډونو سره مخ وي کله چې د پيسو لپاره د تښتولو فعالیتونو کچه کمه وي."

PICSS وايي، د وسله والو لخوا تښتونې مختلفې موخې لرلې: لکه له دولت سره سودا کول، امتيازات ترلاسه کول، د اورپکي ډلو سره سيالې کول او په ځينو سيمو کې خپل حاکميت رامنځته کول.

د PICSS مشر عبدالرحمن خان پاکستان فارورډ ته وويل، "پوځي عملیاتو ضرب عضب د تحریک طالبان پاکستان قوماندۍ او کنترول مرکز تباه کړو او په شمالي وزيريستان کې يې د القاعدې او هغې متحد ډلې له منځه ويوړلې، په داسې حال کې چې په کراچۍ، کوټه، راولپنډۍ او نورو ښارونو کې امنيتي ځواکونو او استخباراتو پر بنسټ عملیاتو د وسله والو طاقت او شبکو ته يو ګوزار ورکړو." " دغه عملياتو د تښتونې په پېښو کې ستر کمې راوستلو."

پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړ. دغه عمليات تر نن ورځې پورې دوام لري.

د PICSS خان وايي، تحریک طالبان پاکستان د لویو ښارونو لکه د پېښور، کراچۍ او اسلام آباد اوسېدونکي د پيسو پيدا کولو لپاره وتښتول. په ځینو پيښو کې د یرغمل د خلاصون پیسې میلیونونو روپو ته ورسيږي.

هغه وويل، په ځینو پيښو کې وحشي وسله والو له ۲۰ څخه زيات کسان په يو وخت کې وتښتول او هغه کسان يې ووژل د کومو کسانو عزیزانو چې پيسې نه شوې ورکولی.

هغه زياته کړه، اوس د وسله والو د تمویل لاره تړلی شوي ده کله نه چې پوځونو د هغوی د تښتولو وړتیا له منځه وړې ده.

د تمویل نورې سرچینې هم وتړلی شوې.

څارونکي وايي چې د بانکونو غلا هم ډېره ستونزمن شوې ده.

په کراچۍ کې میشت امنیتي شنونکي سمونوال (متقاعد) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل، "وسله والو په کراچۍ کې د ترهګرۍ په موخه د پيسې راټولو لپاره بانکونه لوټ کړل، خو د کراچۍ عملياتو د ترهګرو لپاره د دې عايداتو سرچینه له منځه ویوړله."

د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر نيم پوځي رینجرو د ښار په کچه توګه عمليات پيل کړل چې اوس هم دوام لري.

هغه وويل، دغه عملياتو په کراچۍ کې د وسله والو مرکزونه له منځه ویوړل او د هغوی د تښتونې وړتیا يې راکمه کړه.

هغه وويل، که څه هم، د دې تحریک ساتلو لپاره امنيتي پرسونلو او دولت له پکار ده چې د نورو سرچينو تخصيص وکړي او د دوی ترمنځ همغږي رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي.

له ډيرې مودې راهیسې ځپل شوي کراچۍ کې، چې د تښتولو او نورو تروریزم پيښي يي له کلونو لپاره زغملي دي، اوسېدونکي په امنيت کې ښه والي ته هرکلی کوي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو فدراسيون (FPCCI) او د ټولنيز او ځانګړو دندو لپاره د کمېټۍ مشرې، روزينه جلال وويل: "د سوداګرو ټولنه د تښتوونکو او د وسله والو پر ضد د عملياتو وروسته کراري محسوسوي. دغه تښتوونکو او وسله والو به د سوداګرانو څخه پيسې شوکولې."

هغې وويل: "د کراچۍ عملياتو د وسله والو او د بد معاشانو د ډلو دغه شبکې له منځه ویوړلې."

هغې وويل، په کراچۍ کې د امنيت د پرمختګ له کبله د سوداګرو پر ضد د داسې جرمونو کچه لکه غلا په ځانګړه توګه راکمه شوې ده.

هغې زياته کړه، د FPCCI استازي په مکرر ډوول له امنيتي چارواکو سره د امنيت نور هم ټينګولو لپاره خبرې اترې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500