تروريزم

د ایران شعیه د ازادۍ اردو سیمه ییز تعصب پالي

ولید ابوالخیر په قاهره کې

یوه عراقی چې د ایران مربوطې ملېشې پورې ارتباط لري داسې یو سرتړونی تړلی دی چې د ایران د لوی مشر آیت الله خامنه یي او د شعیه ګانو د مړ شوي عالم آیت الله محمد صادق الصدرعسکونه پرې لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، په عراق، سوریې او یمن کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا حمایه کېدونکي ملېشې د شعیه ازادۍ اردو تر نامه لاندې یوه جوړښت کې سره یوځای کیږي. [احمد الرباعی/ای اېف پي]

یوه عراقی چې د ایران مربوطې ملېشې پورې ارتباط لري داسې یو سرتړونی تړلی دی چې د ایران د لوی مشر آیت الله خامنه یي او د شعیه ګانو د مړ شوي عالم آیت الله محمد صادق الصدرعسکونه پرې لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، په عراق، سوریې او یمن کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا حمایه کېدونکي ملېشې د شعیه ازادۍ اردو تر نامه لاندې یوه جوړښت کې سره یوځای کیږي. [احمد الرباعی/ای اېف پي]

د اګست په ۱۸مه د تهران له مشرق نیوز سره چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو اژانس دی، په یوه مرکه کې بریدجنرال محمد علي فکر د شعیه ازادۍ د اردو د جوړښت په هکله معلومات ورکړل. دغه تشکیل به د القدس د ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې کار کوي.

د سیمې پوهانو او مبصرینو المشارق ته وویل چې د شعیه د ازادۍ اردو جوړښت به د مذهبي تاوتریخوالي اور لا پراخ کړي او کولی شي چې سیمه ییز امنیت ګډوډ کړي، ځکه چې د دغه تشکیل هدف دا دی چې شعیه ګان د هغوی له ملي هویتونو څخه رابېل کړي او د هغوی اړیکې له نورو مذهبي ډلو سره چې په ګډه د ټولنې اجتماعي جوړښت رامنځته کوي کمې کړي.

فلکي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو یو متقاعد قوماندان دی او په سوریه کې د افغان فاطمیون لوا سره توظیف شوی وو، وویل چې دغه نوی ځواک له ایرانیانو او بهرني اتباعو، په ځانګړې توګه افغانانو څخه تشکیل شوی دی.

هغه وویل چې د اسلامي انقلابي ګارډ د سرتېرو له خوا حمایه کېدونکي ځواکونه په عراق، سوریه او یمن کې موجود دي او دغه ځواکونه یې د «متحدې اردو» په نامه یاد کړل.

له مشرق نیوز سره په خبرو کې فلکي اعتراف وکړ چې افغان، پاکستاني، عراقي او سوریايي ګروپونو په سوریه کې په بېلابېلو نومونو د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو تر قوماندې لاندې جګړه کوله.

دا د سوریې او ایران هغه پخوانۍ څرګندونې ردوي چې انکار یې کاوه چې پاکستاني او افغان ګروپونه په سوریه کې جګړه کوي.

د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو بېلوونکي تکتیکونه

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ایراني چارو متخصص فتحی السعید وویل چې د شعیه ازادۍ اردو جوړښت به «په سیمه او همدارنګه په نړۍ باندې یو منفي تاثیر وکړي او مذهبي تاوتریخوالي به په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې زیات کړي چې هلته دغه ډله د پښو اېښودلو ځای مومي.»

هغه وویل چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو له کلونو راهیسې «خپلې وسلې عربي سیمې ته لېږلې او په نړۍ کې یې تر بېلابېلو نومونو لاندې ډېر ګروپونه جوړ کړي دي، چې اکثر یې تر مذهبي پوښ لاندې دي او هدف یې دا دی چې مذهبي کشمکش زیات کړي.»

السعید وویل چې د شعیه ازادۍ اردو اعلان به په سیمه کې له سخت منفي عکس العمل سره مخامخ شي.

هغه وویل چې هغه بېلوونکي تکتیکونه چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې ترسره کوي کیدای شي چې یوازې د ټولو مذهبونو او مذهبي ډلو د ځوانانو ترمنځ د خبرتیا په ډېرولو او له هغو میتودونو څخه په خبرولو سره یې مخه ونیول شي چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې په سیمه کې خپروي.»

السعید زیاته کړه چې، «هغه نفاق چې د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر یې د خپرولو اراده لري د ملېشو د ګروپونو له وسله وال کولو او هغوی ته د مالي مرستو ورکولو سربېره، له خرابو اقتصادي حالتونو او د اجتماعي بې عدالتۍ له احساساتو څخه د بدې استفادې، او د موجودو حکومتونو پر ضد د تحرکاتو تر څنګ د مذهبي ګروپونو تر منځ د تاوتریخوالي په رامنځته کولو سره ترسره کیږي.»

علما مذهبي پوځي جوړښتونه ردوي

یو لبنانی شعیه عالم شیخ السعید علي امین وایي، «مونږ ټول هغه ګروپي او پوځي جوړښتونه چې د دولت له قانوني چوکاټ او د هغه له امنیتي او پوځي تشکیلاتو څخه بهر دي، په ځانګړې توګه هغه چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي ردوو.»

هغه وویل، «مونږ همدارنګه د هغو جوړښتونو له پاره ټول مذهبي او فرقه یي نومونه ردوو ځکه چې هغه روانو کړکیچونو ته داسې یو فرقه یي خصوصیت ورکوي چې د عین ملت د خلکو تر منځ دښمني ډېروي، او یوازې هغه د ملت دښمنان ترې ګټه وړي چې هغوی غواړي چې سره بېل او کنټرول یې کړي.»

د سعودي عربستان د ختیځ الاحصا سیمې یو شعیه عالم شیخ هاشم الماجد وایي چې د نوي ځواک د جوړولو په هکله د ایران اعلان یو بل کوشش دی چې د فرقه ییزو شخړو اور لا زیات کړي.

هغه المشارق ته وویل، «دغه اعلان به هغه تاوتریخوالی لا زیات کړي چې لا له پخوا څخه موجود دی او بدبختانه کولی شي چې داسې یوه ټکي ته یې ورسوي چې په هغې کې ټوله سیمه انفجار کوي.»

هغه د ایران په رژیم تور ولګولو چې «له خپلو سرحدونو څخه بهر اورونه بلوي څو په سیمه کې فرقه ییزې مټې په خپل کنټرول کې وساتي،» او زیاته یې کړه چې د شعیه د ازادۍ اردو اعلان به افراطي ګروپونو ته د دې بهانه په لاس ورکړي چې سني ځوانان له ځان سره استخدام کړي.

هغه زیاته کړه چې هغه دا هم د علماوو له پاره ډېره سختوي چې له منطقي استدلالونو څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه چې شعیه علما د ایراني رژیم په ارادو پوره خبر دي، او د دې له پاره به کار وکړي چې د شعیه ځوانانو د استخدام مخه ونیسي، خو هغوی به د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو د مربوطو ډلو له خوا له فشار سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې له پوځ سره یوځای شم.

ځواب