سوداګري

خېبرپښتونخوا د وسله والو سره مبارزې لپاره صنعتي ګامونو اخلي

عديل سعيد لخوا

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک (کيڼ) د ۲۰۱۵ کال دسمبر په ۱۵مه په هري پور ولسوالۍ کې د حطار اقتصادي زون پرانيستې لمانځلو په وخت دعا کوي. د خېبرپښتونخوا چارواکو يو لوی صنعتي نوښت پيل کړی دی چې دا به د روزګار له لارې د ترهګرۍ سره مبارزې وکړي. [عديل سعيد لخوا]

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک (کيڼ) د ۲۰۱۵ کال دسمبر په ۱۵مه په هري پور ولسوالۍ کې د حطار اقتصادي زون پرانيستې لمانځلو په وخت دعا کوي. د خېبرپښتونخوا چارواکو يو لوی صنعتي نوښت پيل کړی دی چې دا به د روزګار له لارې د ترهګرۍ سره مبارزې وکړي. [عديل سعيد لخوا]

پېښور - خیبر پښتونخوا (KP) د روزګار برابرولو له لارې د ترهګرۍ سر مبارزې لپاره د ځانګړو اقتصادي زونونو جوړولو يو لوی نوښت پيل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اقتصادي زونونو د پراختیا او مدیریت کمپنۍ (KPEZDMC)، چې په ۲۰۱۵ کال د مارچ په مياشت کې جوړه شوی ده، په دې ولايت کې ۱۶ اقتصادي زونونه جوړوي. دا اقتصادي زونونه به شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ دندې او په سلګونو مليارده روپی د پانګونې په توګه رامنځته کړي.

د روزګار له لارې د افراطیت سره مبارزه

د KPEZDMC مشر غلام دستګير پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ ستراتیژیک لرلید دا دی چې د دندو له لارې غربت کې کمې راولو او خپل تروریزم ځپلې ولایت په يو سوکاله سیمه کې بدل کړو."

هغه وويل: " موږ کولای شو چې د معیشت موقعې رامنځته کېدو له لارې د خپلو خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو، ساتنه وکړو چې هغوی د ترهګرو او مذهبي سخت دریځو په لاس ور نه شي."

هغه وويل چې فقر يو لوی عنصر دی چې په خلکو کې د افراطي ميلان سبب جوړيږی او د فقر سره مبارزې لپاره "موږ باید دندې پيدا کړو او خلک په تجارتي فعالیتونو کې ښکیل کړو."

KPEZDMC پلان لري چې په هغه ستراتیژیکي ځایونو کې چې د پانګونې لپاره امکانات لري او د دندو موقعو لپاره يو مبرم ضرورت لري، ۱۶ اقتصادي زونونه جوړ کړي.

د دغو لومړی حطار اقتصادي زون په ۲۰۱۵ کال د دسمبر په مياشت کې جوړ کړی شو او د اتو میاشتو په موده کې د داوطلبۍ منل پيل کړ.

دستګير وويل: دا به ژر ثمرات رامنځته کړي. هغه زياته کړه چې KPEZDMC له ځایي پانګوالو، بهرني پاکستانيانو او نړیوالو شرکتونو، په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لخوا يو ښه ځواب ترلاسه کړی دی.

دستګير وويل، دغه شرکت پلان لري چې له نورو سیمو سره سره په بنو، کوهاټ، کرک او ډیره اسماعیل خان کې اقتصادي زونونه جوړ کړي چې د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو (فاټا) ته نږدي دي او قبايلي خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل، قبایلي سیمه له اورپکۍ او تروریزم لخوا تر ټولو اغيزمنه سيمه ده. هغه زياته کړه چې قبايل له افراطي عناصرو څخه ساتلو لپاره قبايلي ډلې د دندو ترلاسه کولو وړ دي.

د KPEZDMC سي اي او محسن سيد پاکستان فارورډ ته وويل: "د پانګه اچوونکو او د کار غوښتونکو اسانتیا لپاره د دندې مرکز جوړ کړی شوی دی او پانګه وال کولای شي چې روزل شوي خلکو څخه ګټه پورته کړي. په داسې حال کې زده کوونکي به د زده کړو وروسته د کار ډاډ ولري."

هغه وويل، هغه سوداګر چې د امنيتي اندېښنو او د بهتې د پېښو له کبله د هېواد نورو برخو ته تللي دي اوس هغوی بېرته راځي. هغه زياته کړه چې دا د نظم او قانون کې ښه والی او د روان پوځي ضرب عضب عملياتو وجه ده.

هغه وويل، اوس خېبرپښتونخوا د پانګونې لپاره يوه ښه سيمه ده او نړیوال پانګوال په دې غور کوي.

له فقر او محروميت سره مبارزه کول

په فاټا سيکرتريټ کې د زیربنايي او پایدارۍ متخصص ناصر خان وويل: "د دندو رامنځته کولو آسانتيا د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې بنياد دی ځکه چې فقر او محروميت مهم عوامل دي چې خلک خپلو لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره غيرعادلانه وسيلو انتخابولو باندې مجبوره کوي."

شاه ناصر د دې نوښت ستاینه وکړه او هغه وويل چې د پوځي عملياتو وروسته دوهم پړاو د اورپکۍ له منځه وړل دي چې د خلکو اقتصاد ته وده ورکړی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "که د خلکو د ژوند معيارونه ښه نه کړی شو نو د اورپکۍ وبا به بيا رامنځته شي."

هغه وويل، په قبايلي سيمو کې اقتصادي فعالیتونه راژوندي کولو ته ځانګړي توجه ورکړی شوي ده چې په موقتي توګه بې ځایه شوي خلک چې خپلو اصلي ځايونو ته بيرته راځي د سوداګريزو کارونو کې اموخته شي.

د مثال په توګه، هغه وويل، د خيبر ايجنسۍ باړه بازار کې کاروبار په سيمه کې د سولې د ټینګښت وروسته په ډېره چټکتیا سره بیرته خپل حالت ته راځي.

شاه ناصر وويل چې فدرالي حکومت ۵۵۰ ميليونه روپۍ (امريکايې ۵.۲ ميليونه ډالره) د وړو پورونو په توګه د سوداګرو د کاروبار پيلولو او په سيمه کې د سوداګرۍ او تجارت بيرته راويستو سره مرسته کولو لپاره مختص کړي دي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پرویز خټک د KPEZDMC پروژو پيلولو اعلان وکړ او هغه په يو بيان کې وويل، " په خېبرپښتونخوا کې د عصري صنعتي ملکیتونه جوړول زموږ د یوه سوکاله او پراختيا خیبر پښتونخوا د مستقبل ليد ثبوت دی."

هغه وويل: "دا صنعتي ملکیتونه به پانګې اچونې رامنځته کولو، کارونه پيدا کولو او د نړيوالې ټولنې او ځايي سوداګرو باور بيا بحالۍ کې او موږ باندې د خپل مستقبل په اړه باور کولو کې محوري رول لوبوي." "دا به په پایله کې له موږ سره په هغه بدلون راوستلو کې مرسته وکړي د کومې چې موږ ژمنه لرله."

سوکالي او د تروریزم له منځه وړل

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت فدراسيون (FPCCI) مرستيال ولسمشر رياض خټک په یوه خبري ناسته کې وويل: "د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت فدراسيون (FPCCI) غواړي چې له KPEZMDC سره همکاري وکړی چې پانګې اچونې ته وده ورکړی شې او خلکو ته د کار زمينه برابره کړی شي."

هغه وويل چې FPCCI ډيره ستاينه وکړه چې ده حطار اقتصادي زون به ۶۰۰ ميليارده روپۍ (امريکايې ۶۰ ميليونه ډالره) رامنځته کړي او په زرګونه دندې به پيدا کړي.

هغه وويل، د سوکالۍ ترلاسه کولو او د ترهګرۍ په بشپړ توګه له منځه وړلو لپاره دا ډول نوښتونو ته اړتيا لري.

هغه وويل: "د دې سیمې خلکو د ترهګرو لخوا د تباهۍ له امله ډير ځپلی شوي دي او اوس دا وخت دی چې د سولې او په سیمه کې د سوداګرۍ او صنایعو د پراختیا له لارې د هغوی مرسته وکړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د الله په فضل سره به پاکستان یو سوکاله هېواد جوړ شي.

ځواب