تروريزم

خېبرپښتونخوا پوليسو ته د شکمن ترهګرو نيولو له کبله انعام ورکوي

جاويد خان لخوا

د پېښور په فقيرآباد کې پوليسو د اګست په دوېمه نيټه يو شکمن ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. پولیسو دغه کس په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې تورن کړی دی. [جاويد خان لخوا]

د پېښور په فقيرآباد کې پوليسو د اګست په دوېمه نيټه يو شکمن ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. پولیسو دغه کس په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې تورن کړی دی. [جاويد خان لخوا]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) حکومت پوليس افسرانو ته د نغدو پیسو انعامات ورکوي. دا انعامات هغوی ته د شکمن ترهګرو، چې چارواکو ته مطلوب وو، نيولو له کبله ورکړی شو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو تروریزم سره د مبارزې ریاست (CTD) د اګست په لومړې نيټه شپږ افسرانو ته تر ټولو مطلوب شکمن وسله والو نيولو له امله ټولټال ۹.۳ ميليونه روپۍ (امریکايې ۸۵،۸۶۹ ډالره) ورکړې.

د خېبرپښتونخوا پولیسو وويل، د دغو شپږو وسله والو نيولو د پوليسو د ترهګرۍ په ۵۰ قضیو حل کولو کې مرسته وکړه.

د غه انعامونه د خېبرپښتونخوا پولیس افسرانو ته هغه وخت ورکړې شو کله چې هغوی تر ټولو مطلوب شکمن کسان ونيول.

د جون په ۲۶مه د خېبرپښتونخوا هغه ۶ پولیس افسرانو ته ۱۲ ميليونه روپۍ ( امريکايې ۱۱۴،۵۳۱ ډالره) ورکړی شوې کومو چې تر ټولو مطلوب او شکمن وسله والو نيولو کې مرسته کړې وه.

د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې د خېبرپښتونخوا پولیسو افسرانو تر ټولو مطلوب ۲۰ شکمن وسله والو نيولو له امله په مجموعي توګه ۱۲.۵ ميليونه روپۍ (امريکايې ۱۲۲،۱۶۶ډالره) ترلاسه کړې.

هغه افسرانو کومو چې دا جايزې ترلاسه کړې دي هغوی پلان لري چې دغه انعامات د خپل ټیم د غړو تر منځ وويشي.

د اتلانو ستاینه کول

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه افسرانو او د هغوي لوبډلو د پام وړ کار کړی دی چې نه يوازې په خېبرپښتونخوا بلکې په ټول پاکستان کې يې د نظم او قانون په ښه والي کې مرسته کړي ده."

دراني وويل: "د تروریزم سره د مبارزې وزارت په ځانګړي ډول د ترهګرو په نیولو او د هغوی شبکې له منځه وړلو کې يوه ستره دنده سرته رسوي."

د خېبرپښتونخوا پولیس هيله لري چې د نغدو پیسو دغه انعامات به د ځواک فعالیت نور هم ښه کړي، چې له مخکې نه ېې په دې وروستيو کلونو کې د وسله والو پر وړاندې مبارزه کې غوره پرمختګ ترلاسه کړی دی.

په پېښور کې يو ژورنالست يوسف علي وويل: "دا به بيشکه د دوی مورال پياوړی کړي او دوی به وهڅوي چې زیات محنت وکړي."

د خېبرپښتونخوا تروریزم سره د مبارزې ریاست لپاره د پولیسو عمومي پلټونکې مرستيال په دې وروستيو کې دراني ته د هغه افسرانو، کومو ته چې انعامات ورکړې شوي دي او هغه شکمن کسان کوم چې دوی نيولي دي، په اړه معلومات ورکړل.

شکمن وسله وال تر ټولو وروستۍ بريد کې ونیولی شو. په دې کې د بنو ولسوالۍ بابا خيل مولوي بهادر جان، ولي محمد چې د بر دير دی او د مچۍ په نامه ياديږي، د بنو ګلاب شېر، د نوښار اصغر د نوښار ماما په نامه ياديږي، سیف علي او د کوهاټ جميل خان شامل دي.

پوليس وايي چې جان په بنو کې د تحریک طالبان پاکستان قوماندان وو او د طالبانو د تحریک د وژلی شوي مشر بيت الله محسود او حکیم الله محسود او همدارنګه د حافظ ګل بهادر، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د ډلې مشر وو، نږدې ملګری وو.

صلاح الدین پاکستان فارورډ ته ته وويل: "جان په امنیتي ځواکونو بريدونو، بمي چاودنو او په بنو کې په نورو ترهګریزو بریدونو کې ښکيل و. د هغه په سر ۵ ميليونه روپۍ [ امریکايې ۴۷.۷۲۱ ډالره] مقرر کړی شوي وې."

اصغر، چې تخلص يې ماما دی، په ښوونځيو او په پېښور او نوښار کې د حکومت په نورو تاسیساتو پر بمي چاودونو کې مطلوب وو او د هغه په سر ۱.۵ ميليونه روپۍ (امريکايې ۱۴،۳۱۶ ډالره ) مقرر کړې شوي وې.

په شکمن کسانو کې، کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې مخکې نیولی شوي وو، ګل عبدالروف چې تخلص يې ګل ريف دی او قاري رشید شامل دي. د دوی په سر ۲ ميليونه روپۍ (امريکايې ۱۹۰،۸۸۵ ډالره) او ۱ ميليونه روپۍ (امريکا يې ۹۵،۴۴۲ ډالره) پرله پسې مقرر کړی شوي دي. ګل عبدالروف پر امنیتي ځواکونو، پوليسو او په بنو کې په عامه ځايونو کې په پنځو مختلفو حملو کې تورن دی.

د امنیتي ځواکونو همکارې يوه مهمه خبره وه

دراني وويل، د طالبانو دا ډول نیول د CTD، پوځي استخباراتو ادارې او د استخباراتو ادارې تر منځ ګډو هڅو له امله رامنځته شو. هغه "تر ټولو مطلوب ترهګرو نيولو کې او د هغوی کرغېړنو پلانونو شنډولو کې د مختلفو ادارو د ملاتړ او د هغوی مهم رول مننه وکړه."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو په وینا، د دې نه علاوه، د خېبرپښتونخوا حکومت ۱۰ميليونه روپۍ (۹۵،۴۴۲ ډالره ) د ترهګرو د سر پيسو په توګه دوه فدرالي استخباراتي ادارو ته ورکړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کې د ۶۱۵ مهم شکمن وسله والو يو لست او اشتہاری مجرمانو (مطلوب فراريان) که مړه يا ژوندي وي، تيار کړ. د دوی په سر ۷۶۰ ميليونه روپۍ (۷.۳ ميليونه ډالره) به ورکولی شي.

حکومت د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله او د لشکر اسلام مشر منګل باغ په سر د ۱۰ ميليونو روپو (امريکا يې ۹۵،۴۲۲ ډالره) علان وکړو.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک په دې وروستيو کې وويل، د هغه حکومت به د راتلونکي شورا په غونډه کې د پولیسو اصلاحاتو قانون معرفي کړي څو دا يقيني کړي چې د پوليسو ځواکونه خپلواکي او واک ولري. دوی به خلکو او د خیبر پښتونخوا ټاکل شوې ادارو ته ځواب ورکوي.

خټک په يوه خبري ناسته کې د اګست په څلورمه نيټه په پېښور کې وويل: "د خیبر پښتونخوا پولیس ځواک په هېواد کې تر ټولو ښه دی، او موږ په دې کې نور هم اصلاحات کوو چې دا له کرپشن څخه پاک کړو، دوی ته عصري وسلې او تکنالوژي ورکړو او دوی ته ښه روزنې ورکړو چې دوی د هر ډول حالاتو سره مقابلې وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500