سوداګري

پاکستاني او افغان سوداګر د اورپکۍ پر ضد مبارزه کوي

جاوېد محمود

یو افغان کډوال سوداګر د اګست په ۲۱مه په اسلام اباد کې افغاني قالینې خرڅوي. [جاوېد محمود]

یو افغان کډوال سوداګر د اګست په ۲۱مه په اسلام اباد کې افغاني قالینې خرڅوي. [جاوېد محمود]

کراچۍ -- اقتصاد پوهان وایي چې د ترهګرۍ او اورپکۍ په کمزوري کولو سره، په پاکستان او افغانستان کې سوداګران په ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کلونو کې سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي.

په کراچۍ کې د یوې کمپنۍ، چې افغانستان ته د غوړیو د صادرولو تر ټولو لویه کمپني ده، د نړیوال تجارتي انکشاف سلاکار انجم بشیر پاکستان فارورډ ته وویل، «سوداګري ښېرازي راوړي، او ترهګري هغه له منځه وړي. مونږ باید اورپکي کمزورې کړو او سوداګرۍ او ښېرازۍ ته وده ورکړو.»

د پاکستان د حکومت د معلوماتو په اساس، په ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کې، پاکستان او افغانستان د نژدې ۲.۳ بیلیونه امریکايي ډالرو (۲۴۱ بیلیونه روپیو یا ۱۵۷.۳ بیلیونه افغانیو) په ارزښت توکو سوداګري وکړله، چې دا د ۲۰۱۴ - ۲۰۱۵ په نسبت چې هغه وخت هغوی له ۲.۲ بیلیونه ډالرو (۲۳۰.۵ بیلیونه روپیو یا ۱۵۰.۴ بیلیونه افغانیو) څخه د ډېرو سوداګري کړې وه یو نسبي ډېرښت ښیي.

د سوداګرۍ د څانګې مشران او سوداګران وایي چې په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ د ګواښ د موجودیت په پام کې نیولو سره، هرڅومره وده چې وي هغه په خپل ځای اهمیت لري.

بشیر وویل، «په دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ مالکانو ترهګري رد کړې ده. هغوی د سوداګرۍ او ښېرازۍ د ودې په برخه کې خپله ژمنتیا ښیي.»

هغه وویل، په زرګونو پاکستانیان او افغانان د دغو هېوادونو له سوداګرۍ څخه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه ګټه اخلي.

د اقتصادونو وده کولی شي چې د ۱۵ کالو جګړې په نتیجه کې د وینې بهوونکي ترهګرۍ څخه، چې خواوشا ۶۰۰۰۰ پاکستانیان په کې مړه شول، د وتلو لارې چارې په ګوته کړي.

سوداګرۍ ته وده ورکول، ترهګرۍ ته ماتې ورکول

بشیر وویل، «سوداګرۍ ته په ودې ورکولو سره، د پاکستان او افغانستان د سوداګریو مالکان د ترهګرو شریرو هڅو ته ماتې ورکوي.»

د کراچۍ د سوداګرۍ او صنایعو د اطاق پخواني رییس مجید عزیز پاکستان فارورډ ته وویل، «پاکستان او افغانستان باید سوداګري او پانګه اچونه د داسې یوه چینل په توګه وکاروي چې د سرحدونو تر منځ د شخړو، ډپلوماټیکو مخالفتونو او د درېیم هېواد د عامه اقتصادي محدودیتونو یا خنډونو په وړاندې پرې مقابله وکړي.»

هغه وویل، کابل او اسلام اباد باید په ګډه سره کار وکړي چې د سرحدونو تر منځ اورپکي او قاچاق لا نور له منځه وېسي.

هغه وویل چې پاکستان باید داسې ګام واخلي چې له افغانستان سره بیا وصل شي او د اقتصادي، دپلوماتیکې او نظامي همکارۍ پروسه سره یوه خوله کړي، او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

په ۲۰۱۴ کې د افغان جمهور رییس اشرف غني بریالیتوب د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او پانګه اچونې، د ترهګرۍ د له منځه وړلو، او د اقتصادي ښېرازۍ او د سولې او ثبات د یوې دورې د رامنځته کولو له پاره د یوه اتحاد د جوړولو له پاره هیلې زیاتې کړې.

عزیز وویل، په تېر ډسمبر کې پاکستان ته د غني سفر پاکستاني سوداګرو ته یو قوي پيغام ورکړ چې افغانستان دې ته تیار دی چې د سوداګرۍ په برخه کې یو لوی شریکباڼی واوسي.

هغه وویل، «حکومتي چارواکو او اقتصادي تحلیلګرانو په لېوالتیا سره د ۵ بیلیونه ډالرو (۵۲۳.۹ بیلیونه روپیو یا ۳۴۱.۹ بیلیونه افغانیو) لنډمهالی دوه اړخیز کلنی سوداګریز هدف وټاکه.»

هغه وویل، سوداګري به د هېوادونو تر منځ د بیا وصلولو یو اساسي کتلست وي، او زیاته یې کړه چې پاکستان په دې مقام کې دی چې د اړتیا وړ سیمنټ، اوسپنه، ماشینونه، فرنیچراو رختونه خپل ګاونډي هېواد ته صادر کړي.

عزیز وویل، «د بې اعتمادۍ پرده لیرې کړئ، او د سولې، ملګرتیا او همکارۍ سپین بیرغ پورته کړئ چې اورپکي له منځه لاړه شي او دواړو هېوادونو ته ښېرازي بېرته راشي.»

امنیتي پرمختګونه

د اجتماعي تأمیناتو او ځانګړیو کارونو په برخه کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د اطاقونو د فدرېشن رییسې روزینه جلال پاکستان فارورډ ته وویل، «د سوداګرۍ مالکانو او امنیتي ځواکونو یو د بل په مرسته په کراچۍ کې اورپکي، په زور سره پیسې اخیستل او د پيسو له پاره تښتول را کم کړي دي.»

هغې وویل، په کراچۍ کې د ترهګریزو حملو اندازه په ۲۰۱۶ کې په وروستیو وختونو کې تر ټولو ټیټ حد ته راښکته شوې، او د امنیتي وضعیت انکشاف د سوداګرۍ فعالیتونه تشویق کړي دي.

هغې زیاته کړه چې، «د سوداګریو مالکان له حکومت او امنیتي چارواکو سره په منظمه توګه لیدل کوي چې د اورپکۍ، له سوداګرو څخه په زور سره د پيسو اخیستلو او د پیسو له پاره د سوداګرو د تښتولو کلچر په شروع کې ختم کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500