کډوالان

د پاکستانې قبايلو په بیرته ستنيدل د ضرب عضب عملیاتو بریالیتوب په ګوته کوي

عديل سعيد لخوا

د خیبر پختونخوا شمالي وزیرستان په ټانک ولسوالۍ کې قبایل د دسمبر په شلمه نيټه بيرته خپلو کورونو ته ستنيدو لپاره چمتو دي. سرتیرو د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب عمليات پيل کولو سره شمالي وزيرستان له اورپکو څخه پاک کړی دی. [عادل سعید لخوا]

د خیبر پختونخوا شمالي وزیرستان په ټانک ولسوالۍ کې قبایل د دسمبر په شلمه نيټه بيرته خپلو کورونو ته ستنيدو لپاره چمتو دي. سرتیرو د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب عمليات پيل کولو سره شمالي وزيرستان له اورپکو څخه پاک کړی دی. [عادل سعید لخوا]

پېښور - د پاکستان د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو(فاټا) کې قبايل د جګړو په کلونو وروسته بېرته خپلو کورونو ته روان دي.

د امنیت شنونکي وايي چې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ (NWA) قبايلو بيرته خپلو کورونو ته واپسي يو ډېر ښه امنيت څرګندوي. شمالي وزيرستان يو ځل په قبايلي سيمو کې د اورپکو تر ټولو نه تسليمېدونکی مرکز وو.

چارواکي وايي چې په افغانستان او يا د پاکستان په نورو برخو کې له کلونو راهیسې د خفګان او پريشانې ژوند تيرولو وروسته د شمالي وزيرستان ايجنسۍ په زرګونه کورنۍ بلاخره کور ته ځي.

بې ځایه شوو کورنیو په جولای کې له افغانستان څخه کور ته ستنيدل پيل کړ.

دا هجرت هغه وخت ممکنه شو کله چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې ضرب عضب عمليات د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې پيل کړ. دغه عمليات او س هم دوام لري.

د پاکستان د حکومت د وينا له مخې، دواړو خواوو ته په ژوره توګه تلفات اوښتي دي. تقريبأ ۳،۴۰۰ ترهګر او ۴۸۸ امنیتي پرسونل له تير دسمبر پورې په دغه جګړه کې وژلی شوې دي.

قبايل کور ته ځي

د بې ځایه شوو کورنیو شمېر ډير زيات و.

د شمالي وزيرستان ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ کامران افريدي پاکستان فارورډ ته وويل: "تقريبأ ۸۲،۰۰۰ کورنۍ، چې تقريبأ يو ميليونه نفوس ترې جوړيږي، له شمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه د پاکستان بېلابېلو سيمو ته هجرت کړی و اوتقريبأ ۱۰،۰۰۰ کورنۍ چې پولې ته نږدې سيمو کې يې ژوند کوو د ضرب عضب د عملیاتو پیل کيدو وروسته افغانستان ته وتښتېدل."

هغه وويل: "تقريبأ ۲،۴۰۰ کورنۍ چې له شمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه تښتېدلي وې او په افغانستان کې يې پناه اخيستې وه هغوی اوس بېرته پاکستان ته د جولای په پای کې راغلې دي. په داسې حال کې ۷،۵۰۰ کورنیو بیرته د راتللو فورمې سپارلې دي او د راستنیدو ليوالتيا يې څرګنده کړې ده."

افريدي وويل چې په پاکستان کې د بې ځایه شوي کسانو شمالي وزيرستان ايجنسۍ ته راستنیدل د ۲۰۱۵ کال د مارچ په مياشت کې په يو پړاويز ډول پيل کړی شول او تر اوسه تقريبأ ۴۱،۰۰۰ کورنۍ خپلو کورونو ته راستانه شوي دي - تقريبأ ۴۱،۰۰۰ نوري کورنۍ د بیرته ستنیدو په انتظار دي.

افريدي وويل، چارواکو پرېکړه وکړه چې ټول بې ځایه شوي کسان به د نومبر په پای کې خپلو کورونو ته واستولی شي.

له بلې خوا د شمالي وزيرستان ايجنسۍ سیاسي ادارې د جولای په مياشت کې پرېکړه وکړه چې د هغه قبايلو کورنیو چې په افغانستان کې يې پناه اخيستې ده بیرته ستنیده پيل کړي.

د قبايلو مشرانو ۱۰ کسيزه پلاوی افغانستان ته لاړ چې خپلو خپلوانو ته د سياسي ادارې فيصله ورسوي. هغه وويل، د دغه پلاوي غړو د راستنو شوو کسانو او د هغوی د مالونو په اړه معلومات راټولولو لپاره د ثبت او بررسۍ بڼې له ځان سره ويوړلې.

افريدي وويل: " د راستنیدو په بهیر کې ځانګړی احتياط اخیستل شوی دی چې د بې ځایه شویو خلکو په جامه کې [ يا په افغانستان کې د کډوالو په جامه کې] د بهرني کسانو او يا د ترهګرو د ننوتلو مخنيوی وکړی شي."

هغه وويل: "هر کورنۍ ته هدايات ورکړی شوې دي چې د خپلو غړو نومونه او د کمپيوټري ملي هویت کارت [CNIC] د خپل قوم او د کلي له نوم سره خپل معلومات ورړاندې کړي."

هغه زياته کړه چې د تشخيص بهیر به پای ته ورسې کله چي ملي ډیټابیس او د نوم ليکنې ادارې (NADRA) د کورنۍ د هر غړي CNIC تاييد کړي.

ملک غلام چې د دته خيل سيمې يو اصلې باشنده دی او په ۲۰۱۴ کال کې یې افغانستان ته هجرت کړی وو، وويل: کله نه چي په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې حالات ښه شوې دي او سوله رامنځته شوې ده، قبايلو خپلو مورني سيمو ته بيرته د راتللو پريکړه کړې ده.

غلام يو څو مياشتې مخکې په خپله بېرته دته خېل ته راغې چې دا يقينې کړي چي دا سيمه خوندي ده.

هغه وويل، د هغه د کورنۍ غړي اوس هم د افغانستان په خوست ولایت کې ژوند کوي او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت له اورېدو وروسته بېرته راتللو ته چمتو دي.

هغه د ټولو شمالي وزيرستان ايجنسۍ قبيلو د غړو څخه غوښتنه وکړه چې دوی دې کور ته لاړ شي ځکه چې اوس ځواکونو ايجنسۍ له ترهګرو پاکه کړي ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " هغه ورځې تيرې شوې دي کله چې به ټوپک لرونکي اورپکي زموږ په سيمه کې په آزاده توګه ګرځيدل او سوله ايز چاپيريال ته به يې ګواښونه کول." "اوس قبايل د اوبو رسولو، برېښنا، روغتيا او پوهنې د زيربنا د نشتوالی په اړه اندېښنې لري."

سوله او امنيت

په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې يو ژورنالست، عمردراز وزير وويل، د مدې خيل او مومد خېل قبيلو په زرګونه غړي په سرحدي ټولنو کې ژوند کوي. په دې کې د دته خېل، شوال او د سرحدې سيمو بکا خيل خلکو افغانستان ته د هجرت کولو انتخاب وکړو. د دغو کورنیو زياتره د افغانستان په ولايتونو پشمول د پکتيا، پکتيکا او خوست کې ژوند کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې کورنیو زياتره خلک د افغانستان پولې ته نږدې سيمو کې ژوند کوي. دا هغه خلک دي کومو چې د امنيت لپاره په بيړه او مغشوش حالت کې شمالې وزيريستان پريښودی وو او د خیبر پښتونخوا د بنو پر ځاې يې د پولې د پار کولو انتخاب کړی وو. دغه ډيره لري سيمه وه."

هغه وويل: "که څه هم، اوس خلک هم راځي ځکه چې په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې د ترهګرو او د دولت ضد عناصرو پر ضد د بريالي پوځي عملياتو وروسته عادي ژوند ... بيرته راځي."

عمر دراز وويل چې حکومت له بیرته ستنیدونکي قبيلو د غړو سره د پام وړ مرسته کوي چې په هغې کې د دوی هرې يوې کورنۍ ته د ۳۵،۰۰۰ نغدو روپو (امريکايې ۳۵۰ ډالره)، د شپږو مياشتو لپاره د خوړلو راشن او همدارنګه د ترانسپورت مرسته شامله ده.

هغه وويل، د شمالي وزيرستان ايجنسۍ سیاسي ادارې د هغه بې ځایه شویو کورنیو د ثبت لپاره د اګست لومړۍ نيټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلي ده کوم چې په افغانستان کې ميشت شول.

په هرصورت، د ضرب الاجل د نيټې له پای رسيدو وروسته، د شمالي وزيرستان ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ کامران افريدي چې په پارلمان کې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ استازیتوب کوي، پلان لري چې د قومي مشرانو يوه جرګه را وغواړي چې په دې اړه يوه آخرنۍ پرېکړه وکړي.

هغه وويل، د قبيلو هغه غړي چې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ د سیاسي ادارې سره پاکستان ته بيرته راتللو په ثبت کولو کې پاتې راشي هغوی به خپل تابعيت له لاسه ورکړي.

د بشري حقونو د فاټا کمیسیون مشر زار علي خان افریدی په قبايلي سيمو کې د سولې د ټینګښت څخه مننه وکړه خو په سيمه کې د اقتصادي فعالیتونو راژوندي کولو لپاره یې د يوه ماستر پلان په اړتیا ټینګار وکړ.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " قبايل په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په روانه جګړه کې د ګڼ شمېر زيانونو سره مخامخ شوې دي او د حکومت او د نړیوالې ټولنې له خوا د ځانګړې چلند وړ دي."

هغه وويل، دا يو ښه خبر دی چې هغه قبايل کوم چې افغانستان ته کډه شوي وو کورته راځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اې خدايه له موږ سره مرسته وکړئ

ځواب

زه له پاکستان سره مينه کوم

ځواب

زه هم

ځواب