دین

د پاکستان اقليتونه د خپلواکۍ په ورځ خپله هيواد پالنه او وفاداري څرګندوي

محمد شکيل لخوا

په پېښور کې د اقليتونو ماشومانو يوه ډله د اګست په ۱۳مه د پاکستان ملي سرود وايې. [د محمد شکيل لخوا]

په پېښور کې د اقليتونو ماشومانو يوه ډله د اګست په ۱۳مه د پاکستان ملي سرود وايې. [د محمد شکيل لخوا]

پېښور - پرته د اورپکو له ویرې، عیسایانو او د اقليتونو نورو ډلو په پاکستان کې خپله هيواد پالنه د خپلواکۍ ورځ ( اګست ۱۴) لمانځلو او له رنګا رنګ پروګرامونو سره څرګنده کړه.

دا تقريب یوه ورځ مخکې د پيښور کلیسا، پاکستان چرچ کې د نړیوال معاونت جرمني او په خېبرپښتونخوا کې د سولې لپاره د ملګري سازمان د انتظام تر لاندې رامنځته شو. دا يو بین العقائد سازمان دی چې په خیبر پښتونخوا کې کار کوي.

د دې موخه دا وه چې په پاکستان کې د خپلواکۍ ورځې لمانځلو کې اقلیتونه شامل کړي او د سولې، زغم او بین العقائد همغږۍ پیغام ورسوي.

عیسایانو، هندوانو، سکانو او د مسلمانانو زيات شمېر په دې تقريب کې ګډون وکړ. په دوی کې بې اتفاقې رامنځته کولو لپاره د اورپکو د هڅو په پرتله دغه تقريب دا څرګنده کړه چې د پاکستان د متنوع ټولنې په منځ کې بې مثاله اتفاق او یو والی موجود دی.

له ډارڅخه خلاصې موندل

د خېبرپښتونخوا د سيول سکرتريټ يو متقاعد چارواکې او په پېښور کليسا کې د هندوانو ګورونات او سرپرست کاکا رام وويل، د هغه قوم له تېرو څلورو يا پنځو پیړیو راهسې په پېښور کې ژوند کوي او د وتللو پلان نه لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " زموږ د خلکو باور پر نوې پاکستان [په 1947 کال کې] هغه وخت پياوړی شو کله چې قايد اعظم [ محمد علي جناح] [د پاکستان موسس] په هېواد کې د اقليتونو لپاره مساوي حقوق او د عبادت د آزادۍ اعلان وکړ."

رام چې د خپل قوم مشر دی وويل: "زموږ ټولنه دلته خوندي ده او د نورو اوسېدونکو په ډول مساوي حقوق لري." "زه له هغه ځمکې څخه د تللو په اړه فکر نه شم کولای چې ماته یې په نړۍ کې د یوه پاکستاني په توګه هویت راکړو."

هغه وويل: "زه دلته له خپل لمسي سره د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره راغلی يم چې [دا څرګنده کړو] چې د هندوانو ټولنه هېوادپاله ده او که هر څنګه حالات وي دوی به هيڅکله پاکستان پرېږ نه دي."

په دې وروستیو کلونو کې د هندوانو پر وړاندې تاوتریخوالي د دوی په ټولنو کې اندېښنه رامنځته کړه کله چې یوازې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې په ټول هيواد کې پر پنځو درمسالونو بریدونه وکړی شو.

د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو د غورځنګ مشر هارون سراب ديال وايي، "د افراطیت په وړاندې د بریالي عملیاتو وروسته په امنیتي حالت کې ښه والی زموږ په خلکو کې باور رامنځته کړی دی. دغه ښه حالت موږ ته يو چانس راکړی دی چې موږ له وېرې څخه خلاصې ترلاسه کړو." هغه دا خبرې راوان ضرب عضب عملياتو، چې په ۲۰۱۴ کال په جون کې پیل کړی شوې وو، او د ترهګرو په وړاندې نورو پوځي عملياتو ته په اشاره کولو سره وکړې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ... ډاروونکې ترهګرۍ پېښو، په کومو کې چې د دوی غړې مړه شوې وو، اثرات له منځه وړل ډیر ستونزمن کار وو، خو موږ فکر کوو چې زموږ ټولنه کولای شې چې د قانون او نظم په ښه حالت کې په خپله ويره غلبه ترلاسه کړې."

هغه وويل: "هغه وخت لرې نه دی چې موږ به کولای شو چې په ورځ کې دوه ځله خپل درمسال ته له بشپړې سولې او آرامتیا سره د ديني مناسک ترسره کولو لپاره لاړ شو."

د زغم پيغام او بین العقائد هم اهنګي منل

اورپکو په دې وروستیو کلونو کې د سکهانو او د عيسايانو د عبادت ځايونه په نښه کړې دي.

په ۲۰۱۶ کال اپریل کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزير د اقلیتونو د چارو ځانګړی مرستيال سردار سورن سینګ، چې يو سکه و، په بونير ولسوالۍ کې خپل کور ته نژدې په ډزو ووژل شو.

د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې دوه ځانمرګي بريد کوونکو په پېښور کې آل سينټ چرچ کې پر عبادت کونکو بريد وکړ چې ۱۲۷ کسان په کې ووژل شول.

د دې کال په مارچ کې بريد کونکو په لاهور کې پر جوزف کالونۍ بريد وکړ او د عيسايانو ۱۵۰ کورونه او دوه کلیساګانې يې وسوځولې.

د پيښور د کليسا - پاکستان چرچ بیشپ همفري سرفراز وويل: "په کليسا کې د اقلیتونو او مسلمانانو اکثریت لخوا د خپلواکۍ ورځ لمانځل د زغم او بین العقائد هم اهنګۍ منلو یوه پیغام ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د اقليتونو ټولنو کرسمس، ديوالې او هولي لمانځل پيل کړې دې او دا هرڅه هغه تخیل څرګندوي چې د توپیر او امتیاز سره یې مبارزه وکړه. دوی په ويره غلبه ترلاسه کړه او له زور او جبر پرته د يو نوې ژوند تيرولو پرانيسته یې وکړه."

هغه وويل، دا پرمختګ د اقلیتونو تر منځ د امنيت په اړه د احساس له کبله رامنځته شو. هغه زياته کړه چې هغه مهم عوامل چې د ټولنې د بقا او پرمختګ ضمانت کوي هغه زغم او متقابل احترام دي.

هغه وويل: "د يوې داسې ټولنې جوړولو موخه چې د خپلو ټولو ډلو په پر مختګ او بقا کې مرسته کوي، به هغه وخت تر لاسه کړې شې که موږ یو موټی شو او د وطن د ګټې لپاره خپل اختلافات له منځه ويسو."

بیشپ پيټر وويل: " زموږ يووالی او پیوستون به نه یوازې د دښمنانو پلانونه تباه کړې بلکې دا به په پاکستان کې د ژوند کونکو ټولنو په منځ کې د متقابل باور کچه هم لوړه کړې." "زموږ د ګران هیواد خلکو د ښه قانون او نظم نه خوند اخلې او زه هيله لرم چې حالت به د هرې ورځې په تېرېدو لا نور ښه کیږي."

د خېبرپښتونخوا د مالیې د وزارت يو سیکهـ کارکوونکي دارشن سینګ وويل، هغه په دې وروستیو کې ورته بین العقائد تقريب کې ګډون وکړ چې د هغه د تره زوي د پېښور په آرکايو هال کې تنظيم کړې و.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ خوندي يو او د افراطیت له ډاره د پاکستان څخه نه تښتو." هغه زياته کړه چې "هغه به دلته ژوند کوي او د خپل بقا لپاره به دلته مبارزه کوي."

سيد قاسم علي شاه، د ولسوالۍ نايب ناظم، چې د پېښور په کليسا - پاکستان چرچ کې په يو تقريب کې یې ګډون وکړ، وويل: "د خپلواکۍ ورځې لمانځلو کې د اقلیتونو ګډون د دوی د خپل وطن لپاره هيواد پالنه او وفاداري څرګندوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " د يو زېږېدلی پيښوري په توګه، ما په تېرو ۱۵ کلونو کې د خپلواکۍ په ورځ دومره خوشالې نه ده ليدلې." "د دې ورځ په داسې توګه لمانځل د نظم او قانون ښه والې، د خلکو تر منځ د امنیت احساس، او د بريد وړاندې جګړه کې د هغوی ژمنه څرګندوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې ليکنې لوستلو زه په رښتيا هڅولی یم. دا د ټولو بین المذاہب ټولنو د يووالي لپاره د سولې د زده کړې يوه غوره منبع ده.

ځواب