امنیت

پاکستانيان د ازادۍ ورځ له سولې سره لمانځوي

امداد حسين لخوا

پاکستانيان په اسلام آباد کې د اګست په ۱۴مه بيرغونه اخلي چې د سوله ییزې ازادۍ د ورځې لمانځلو يوه برخه ده. [امداد حسین لخوا]

پاکستانيان په اسلام آباد کې د اګست په ۱۴مه بيرغونه اخلي چې د سوله ییزې ازادۍ د ورځې لمانځلو يوه برخه ده. [امداد حسین لخوا]

اسلام اباد - پاکستان د اويايمې ازادۍ ورځ د اګست په ۱۴مه د هیواد پالۍ د جذبې، شوق او په هېواد کې د سولې تر لاسه کولو لپاره د ژمنې سره ولمانځله.

چارواکو د ترهګرۍ د پرمختګ مخه ونيوله.

يوه اوونۍ مخکې يوه ځانمرګي بريد کوونکي په کوټه کې ۷۲ تنه وژلې وو. دې ظلم پاکستانيانو ته صدمه ورسوله، خو مجرمان په دې کې ناکامه شو چې د ازادۍ په ورځ د هېواد مورال راټيټ کړی.

کله چې نيمه شپه شوه نو د ژوند له ټولو برخو څخه نارینه، ښځې او ماشومان د خپلو کورونو څخه راووتل او په سړکونو، پارکونو او د اسلام آباد په نورو عامه ځايونو کې یې د ازادۍ ورځ لمانځل پيل کړل. يو شمېر خلکو سندرې او ګډا پیل کړه، په داسې حال کې نورو د "پاکستان زنده باد" ( پاکستان دې تل اباد لرې) شعارونه ورکول.

په پلازمېنې کې په ټولو دولتي او سترو خصوصي ودانیو کې د سینګاري څراغونو انتظام شوی وو.

چلونکو پر خپل موټر سایکلونو او موټرو لوی بيرغونه نصب کړي وو او دوی د ښار په بېلابېلو برخو کې چکرې وهلې.

پاکستانی وطنپاليان د ازادۍ ورځ لمانځوي

په اسلام اباد کې يوې مېرمنې، سمینه، کله چې هغې د خپل۱۰ کلن زوی لپاره يو سپين شين کميس اخيستلو وويل: "موږ نن خوښ يو او د ازادۍ ورځ لمانځو."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د بشپړه سولې هیله لرو ... په کویټه کې کومه پيښه رامنځته شوه موږ هیله لرو چې داسې ډول پيښو ته به د تل لپاره د پای ټکی کیږدو. دا ډول پيښې زموږ خپلواکي او خوشالې له منځه وړې."

په اسلام آباد کې ۳۰ کلن ټکسي چلوونکي شهباز وويل، هغه يو دنګ بيرغ د خپل موټر پر شا نصب کړو چې خپل وياړ او پالنه څرګنده کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په یو حالت کې به هم پاکستان هیڅکله د ترهګرو په وړاندې سر ټيټ نه کړي."

د ازادۍ ورځو ته نږدې بازارونه د شين او سپين يادګارونو -- بيرغونو، کمیسونو، کالیو، پوكاڼو او نور سوداګریز توکو نه ډک وو.

د اسلام اباد په جناح سوپر مارکیټ کې اته کلن الیاس خپله سرتمبه څرګنده کړه او له خپل مور پلار څخه يې وغوښتل چې دغه شیان ترڅو کيدی شې د هغه لپاره واخلې.

د هغه مور او پلار، چې د خپل ماشوم غوښتنه يې پوره کوله وويل: "طبيعاً هغه هر هغه څيز خوښوي کوم چې د پاکستان بيرغ ته ورته وي."

د هغه پلار جاوېد وويل: "زه فکر کوم چې نن هغه په هرځای کې سپين او شين څيز ويني ځکه هغه د دې شيانو غوښتنه کوي."

د ځوانانو ډلې لیواله وې، دوی لوبې کولې او د وطن د مینې سندرې يې وييلې.

په اسلام آباد کې يوه زده کونکې، جواد، چې د خیبر پښتونخوا (KP) وسيدونکی دی وويل: "دا د سولې دښمنانو ته يو پيغام ورکوي: موږ سوله غواړو او سوله به راځي؛ موږ سخت او ژمن يو."

علي، یو ملکي کارکونکی چې خپل یو نوم یې څرګند کړو وویل، هغه خپل ماشومان فاطمه جناح پارک ته راوستې دي ځکه چې هغوی د پاکستان د تاريخ په اړه معلومات ترلاسه کول غوښتل.

هغه وويل: "موږ دا ستر هېواد د خپلو زوړ نسل د ډېرو قربانيو نه وروسته تر لاسه کړی دی، او اوس موږ قربانې وړاندې کوو چې وروسته نسلونو ته یوه سوله بيز هېواد ورکړو."

دغه ورځ په اسلام آباد کې د ۳۱ ټوپکو او په ولايتي مرکزونو کې د ۲۱ ټوپکو سلامۍ سره پيل کړی شوه.

د بيرغ لوړولو مرکزي جشن د اسلام اباد په کنوانسیون مرکز کې رامنځته شو.

د ولسمشر ممنون حسين، لومړي وزير ميا محمد نواز شريف، د ټولو پوځي خدمتونو د څانګو مشرانو، نورو چارواکو او دپلوماتانو په دې جشن کې ګډون وکړ.

ممنون حسين د ترهګرۍ له منځه وړلو په اړه خپله ژمنه څر ګنده کړه. هغه زياته کړه چې ټول ملت په کوټه کې د چاودنې له امله د خلکو پر مرګ ماتم کوي.

له بلې خوا، په ملي کچه، پاکستانيانو د ازادۍ ورځې په اړوند بېلابېلو دندو کې ګډون وکړ. تلویزونونو ځانګړي پروګرامونه خپاره کړل او عبادت کونکود سولې لپاره په جوماتونو کې دعاګانې وکړې.

امنيتي تدابيرو د خلکو ساتنه وکړه

کلک امنيتې تدابيرو په ملي کچه د ازادې ورځ د لمانځلو ساتنه وکړه.

د پوليسو او د ملېشو سرتېرو د الوتکو په ملاتړ سره په پلازمينه کې د ټولو سړکونو ساتنه وکړه.

يو پوليس چې د کشمیر په لويه لاره کار کوي وويل: "زه وياړم چې زه کار کوم چې د ازادۍ په ورځ امنيت يقينې کړم لپاره د دې چې وګړي کولای شي چې د دې جشن څخه خوند واخلې."

د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسين وويل: "د کورنيو چارو وزير د قانون د پلي کوونکو ادارو په ګډه همغږی وکړه ... چې د ناوړو پېښو مخه ونيسي." " ولايتونو ته لارښوونه وکړې شوه چې له هغې سره سم عمل وکړي."

چارواکو د دغې ورځې په بېلابېلو برخو کې د ۴۰ ښارونو په مهمو سيمو کې، په شمول د اسلام اباد، تیلیفونونه جام کړې وو. هغوی په په آخر کې ټول خدمتونه بيا بحال کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500