تروريزم

پاکستان د کوټې د چاودنې له وروسته امنيتې تدابير دوه چنده کوي

عبدل غنې کاکړ لخوا

امنیتي پرسونل د اګست په ۹مه د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د کومبنګ په نوم عمليات ترسره کوي.[د ISPR لخوا]

امنیتي پرسونل د اګست په ۹مه د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د کومبنګ په نوم عمليات ترسره کوي.[د ISPR لخوا]

کوټه - پاکستاني ځواکونه د اګست په ۸ مه د ځانمرګي بريد پلان جوړونکو په لټه کې دي. دغې بريد په کوټه کې د حقوقي ټولنې يو غړی وژلی و.

يو بريد کونکي د کوټې په يو ملکي روغتون کې په يو ځانمرګي بريد کې ځان ووژلو. په دې بريد کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي وو چې زياتره په کې مدافع وکيلان او همداراز دوه خبريالان شامل وو. دا بريد هغه وخت ترسره کړې شو کله چې مدافع وکيلان په دغه ورځ د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې ولسمشر بلال انور کاسي د وژنې نه وروسته د هغه د ليدنې لپاره راټول شوې وو.

د کاسي وژنه مانا لرې چې د ځايې حقوقي ټولنې پام روغتون ته واړوي.

په کوټه کې يو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي ذيشان اسد پاکستان فارورډ ته وويل: " د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د لارښوونې له کبله د کومبنګ عملیات د اګست په ۹مه پیل شول." "پولیسو، فرنټير کور اردو، د ترهګرۍ ضد ادارو او استخباراتي پرسونلو په دې عملياتو کې برخه اخلي."

هغه وويل: " نيولې شوي شکمن کسان له مختلفو منع شوې وسله والو ډلو سره تړاو لري او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات هم له شکمنو پټنځايونو څخه بيالاس ته راوړلی شوې دي."

هغه وويل: "ځواکونه د پوځ چورلکې کاروي ... او امنيتي ځواکونه هر ممکنه ګام اخلې چې په ولايت کې د هغه افراطي ډلو پر ضد عمليات پيل کړې کوم چې په ولايت کې د سولې ضد فعاليتونو کې ښکېل دي."

هغه وويل: "د ترهګرو ډلې، په خیبر پښتونخوا کې د ماتې له وروسته، هڅه کوي چې خپل جنګ بلوچستان ته واړوي." " حکومت ژمنه لري چې ټولو وسله والو ته سزا ورکړی شي."

د ترهګرۍ پر ضد د لوړ پوړي چارواکي او د پلټنې ټیم يوغړي غلام رسول وويل، چې د لوړې کچې د ډلې امنيتي چارواکې د ځانمرګي بريد په اړه پلټنه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پلټنې ټيم خپل کار پیل کړې دی او د (DNA) ازموينو لپاره يې د ځانمرګي بريد کوونکي د بدن غړي هم تر لاسه کړې دي."

هغه وويل، د بريد کونکي عمر د ۲۰ او ۲۲ کالو تر منځ و او د دغه ځانمرګي واسکټ د لوړو چاودېدونکو توکو او بولبرنګ نه ډک و.

هغه وويل: "موږ ډيره هڅه کوو چې د دې بريد [سرچينه] په بشپړه توګه څېړنه وکړو." "زموږ ټیم ته امر ورکړی شوی دی چې په يوه اونۍ کې دننه د کورنیو چارو وزارت ته لومړنی راپور وړاندې کړي."

وسله وال د طاقت ښودلو هڅه کوي

د کوټې د لوړ پوړې امنيتي شنونکي، جګړن (متقاعد) محمد عمر پاکستان فارورډ ته وويل: " د وسله والوهغه ډلې کومې چې په دې وروستيو کې په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کې په تروريستې فعاليتونو کې لاس لري، هڅه کوي چې په سیمه کې خپل شتون وښيي."

هغه وويل: " د بلوچستان د ځینو اورپکو ډلو په منځ کې روښانه تړاو شته دی او دغه ډلې په ګډه په یاد ولايت کې په يو شمېر نا امنو سيمو کې فعاليت کوي."

هغه وويل: " اورپکې ډلې ... غواړي چې د پاکستان په حکومت باندې د فشار جوړولو لپاره دا ولايت بې ثباته کړي."

هغه وويل: " د هغه سخت دريځ ملېشو د ډلو پر ضد ګامونه اخيستلو لپاره کوم چې ځانمرګې بریدونه تر سره کوي، د ملي عمل پلان [NAP] په ستراتیژیو کې يوه غوره ستراتیژي ده." هغه په دسمبر ۲۰۱۴ کې په پېښور کې د پوځ په عامه ښوونځی کې له ۱۴۰ څخه زیات ماشومانو او ښوونکو د وژلو نه وروسته د تروریزم ضد پالیسۍ ته اشاره وکړه." " خو په بلوچستان کې د ملي عمل پلان د پلي کولو لپاره د زياتې ژمنې ضرورت شته دی."

په پراخه توګه غندنه

د تحریک طالبان پاکستان اورپکې ډلې جماعت احرار او د "د عراق او شام اسلامي دولت " (داعش) پاکستانې ډلې دواړو د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.

د روغتيا ولايتي وزیر رحمت صالح بلوچ پاکستان فارورډ ته وويل: "د مرګ شميره... ۷۳ ته رسېدلې ده او له ۱۲۰ څخه زيات نور اوس هم تر درملنې لاندې دي."

بلوچ وايي، چې درې پنځوس تنه پر ځای ووژلی شو او ۲۰ وروسته له خپلو ټپونو له امله مړه شو.

هغه وويل، د ملي اردو۴۰ سخته ټپي ناروغان کراچۍ ته په الوتکه کې واستول.

د ولايت اعلی وزير نواب ثناء الله زهرې په کوټه کې د اګست په ۹مه وويل: "زه په روغتون کې پر خپلو وکيلانود دغه وحشي برید په کلکه غندنه کوم." " موږ به دا هڅه ونه زغمو چې د ترهګرو پر ضد جګړې ته زيان ورسولی شي.

هغه وويل: "د بې ګناه خلکو وينه به هسې تويه نه شي." "موږ به تر هغه وخت پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو ترڅو چې مو وروستي ترهګر وژلې نه وي."

هغه زياته کړه: "بايد هيڅ يو کس ته اجازه ورنه کړې شي چې په دې ولايت کې هغه سولې ته زيان ورسوي کوم چې زموږ امنيتي ځواکونو د بې شمېره قربانیو له لارې رامنځته کړې ده."

د تروریزم فسادې ایډیالوژي

د پوځ د جنوبي قوماندانۍ قوماندان ډګر جنرال عامر رياض وويل: " بې غيرته ترهګر نرم اهداف په نښه کوي." "موږ د يوې داسې ایديالوژۍ سره جنګ کوو کومه چې زموږ د ژوند لاره بدلول غواړي."

هغه وويل: " ترهګرغواړي چې د خپل فسادې ایډیالوژۍ له لارې زموږ پر دولت او ټولنې بريد وکړې." "موږ به د خپل امنیت په اړه روغه جوړه و نه کړو، او د ضرب عضب عملياتو او [NAP] له لارې د ترهګرۍ له منځه وړلو پروسه نه بدليدونکې ده."

هغه زياته کړه: " ټول ولس د ترهګرۍ په وړاندې له کلک عزم او هوډ سره متحد دي او د پاکستان پوځ د [د اګست په ۸ مه] د شهیدانو د کورنۍ د غړو سره ټول ملت اوږه په اوږه ولاړ دی." "موږ د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره تر حد ممکن حده تیریږو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ترهګرو دا ټولې ډلې ماران دي چې د پاکستان پوځ ساتلي دي. دا ترهګر پښتانه وژني او د هغوی په وړاندې عملیات يو فريب دی. دغه ديني وحشیان په ښکاره په کوټه کې د پوځ او آی ایس آی تر څارنې لاندې خپل فعاليتونه ترسره کوي.

ځواب

ماشاء الله

ځواب

تاسو دا خبره ډېر په ښه ډول رامنځته کړه. موږ له پکار ده چې موږ د عمل ملې پلان منشور ترسره کولو لپاره خپله کلکه ژمنه څرګنده کړو او د هغه پاتې شوې ترهګرو او د هغوی د استادانو لخوا د خطرې مخنيوی وکړو کوم چې زموږ په پولو کې ناست دي.

ځواب

سلام، زه په لومړي ځل ستاسو د خبرونو ویب پاڼه ګورم. دا لیکنه يوه ښه تجزيه ده. د پاکستان د یوعادي وګړي په توګه، زه هيله لرم چې دولت به د ولس د نا امنۍ ستونزه ژر حل کړي. پاکستان دې تل اباد وې

ځواب