امنیت

پاکستان د سولې په لور لوی پرمختګ کوي

امداد حسين لخوا

د پاکستان امنیتي ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې په قبايلي سيمو کې نوې عمليات ترسره کوي. [د پوځ د ISPR لخوا ]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې په قبايلي سيمو کې نوې عمليات ترسره کوي. [د پوځ د ISPR لخوا ]

اسلام اباد - پاکستان د سولې په لور له چټکۍ سره حرکت کوي. اتباع وايي چې دا بدلون په خپل ورځني ژوند کې محسوس کولی شي.

په راولپنډۍ کې د ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې سودا اخيستونکي "۳۸ کلنې شمایلې پاکستان فارورډ ته وويل، بې شکه موږ نن ډير ډاډمن يو." "اوس زه له ويرې پرته د خپل کور څخه بهر ته تللې شمه."

شمايله وويل، مخکې چې به کله هغه بازار ته يا نورو عامه ځای ته تلله نو هغې به د يو ناڅاپي تروریستي برید له کبله ویره محسوسوله.

د امنیت شنونکي او چارواکې د چټک بدلون کريدت ضرب عضب عملياتو ته ورکوي کوم چې په جون ۲۰۱۴ کې پيل کړی شوی وو. د ضرب عضب عملياتو څخه يو څو کاله وړاندې تروريستې او ځانمرګې بریدونه عام وو.

چارواکي وايي چې له ضرب عضب عملياتو سره سره نورو ګامونو هم په چټکې سره سوله رامنځته کړې ده. دا عمليات د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو او د پاکستان د شمال لویدیځ په نورو برخو کې اورپکي او تروریزم په نښه کوي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې (NACTA) مشر احسن غني پاکستان فارورډ ته وويل: " د ترهګرۍ پر ضد ډير پرمختګ کړی شوی دی."

هغه وويل: "ډېر ژر به تاسو په هېواد کې د سولې رامنځته کولو لپاره زیات اقدامات وګورۍ." "بشپړه سوله زموږ وروستنۍ موخه ده."

د ترهګرو په لټه کې

چارواکي او شنونکي وايي، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان، د فاټا نورو سيمو او د افغانستان پولې ته نږدې سيمو کې وسلوالو ته ماتې ورکړې ده او د هیواد په ټولو لویو ښارونو کې د استخباراتو پر بنسټ یې عملیات پيل کړې دي.

د دې په پایله کې داخلي بې ځایه شوی کسان قبايلي سيمو ته راستانه شوي دي.

د پېښور او لاهور په شان لوی ښارونو چټک پرمختګ ترلاسه کړې دی. که څه هم چارواکي وايي چې په هېواد کې د بشپړې سولې رامنځته کولو لپاره نور کار ته اړتيا لري.

اکرم، په پېښور کې د ټوکر او کالیو سوداګر، له لاهور څخه راتللو وروسته، پاکستان فارورډ ته وويل: "ما په [پېښور] او د پاکستان په نورو برخو کې د حالاتو بیرته عادې کيدل لیدلې دي لکه څنګه چې زه په مکرر ډول کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو ته د سوداګرۍ لپاره ځم."

ISPR پاکستان فارورډ ته وويل، د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو او ضرب عضب عملياتو غوره پرمختګ ترلاسه کړی دی. هغه زياته کړه چې د تروریستانو او د دوی تسهيل کونکو د لټولو لپاره د څيړنې عمليات دوام لري.

د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په دې وروستيو کې وويل: "د کومبنګ عمليات په پاکستان کې د ځینې خلکو لپاره يو نوی مفهوم دی."

د NACTA د غني له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې د ترهګرۍ ضد سخت عملیات پیل کيدو راهیسې په ټول پاکستان کې له ۱.۲ميليونو څخه زیات د کومبنګ او ۲ميليونه د لټون او وقفې عملیات ترسره کړی شوې دي چې د دې په پايله کې چارواکو ۱.۴ ميليونه کسان نیولې دي.

هغه پاکستان فاورد ته وويل: "د ۶۱ منع شوي ډلو فعال غړي نيولې شوې دي."

مخالف ډلې د پرمختګ ستاينه کوي

د حیرانۍ وړ ډیرو سرچينو د ښه امنيت د حالت ستاينه کړې ده.

د مخالف ډلې، پاکستان پیپلز پارټۍ، مشر قمر زمان کايره پاکستان فارورډ ته وويل چې د سولې په لور پرمختګ روښانه دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " سوله ښکاره ده." "موږ د نا امنۍ سره مخامخ نه يو څنګه چې موږ وړاندې مخامخ وو."

هغه وويل: "په فاټا ... کې هدفې عملیات په هېواد کې پر سولې مثبت اثرات لري." "آن په کراچۍ کې هم وضعیت ښه شوی دی."

د جماعت اسلامي مشر لیاقت بلوچ پاکستان فارورډ ته وويل: " بې شکه دا توپير څرګند دی خو پرتمینه پرمختګ رامنځته شوی دی." "سره له دې نور زيات کارونه ترسره کول پکار دي."

د سولې په لور سيمه ييز روش

شنونکي وايي چې په لويو ښارونو لکه لاهور، ملتان، پېښور، کوټه، کراچۍ او نورو سیمو کې عادي ژوند بيرته رامنځته شوی دی، خو يو څو ګواښونه اوس هم شته.

په اسلام اباد کې يو امنيتي شنونکي ډګر جنرال (متقاعد) امجد شعيب وويل: " امنيتي ادارې په ځانګړې توګه په سیند کې پر خنډونو غلبه ترلاسه کولو کې پرمختګ کوي او تاسو ګورۍ چې په پاکستان کې تر زیات حده سوله بيا بحال شوې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه ډول برياليتوبونه له سترو قربانیو له کبله ممکن کیږي."

په اسلام آباد کې يو بل د امنيت شنونکي جنرال (متقاعد) طلعت مسعود وايي چې که تاسو د کراچۍ، فاټا او یا وزیرستان په حالاتو نظر واچوۍ نو ستر پرمختګ رامنځته شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خو د نهايي بریالیتوب لپاره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پای ته رسيدل مهمه خبره ده. هم دا وجه ده چې د سولې او پرمختګ په لور سيمه ييز روش اهمیت لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شکر خدایه! خو حکومت باید د ماشوم تښتونې د ستونزې په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

ځواب

شکر خدایه! خو حکومت باید د ماشومانو د تښتونې موضوع په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

ځواب