تروريزم

ژورنالستان په کوټه کې له چاودنې وروسته د ساتنې زیاتوالې لپاره غږ کوي

جاويد محمود لخوا

د کراچۍ مطبوعاتي کلب غړي د اګست په ۹مه په کوټه کې د اګست د 8 مې نیټې د ځانمرګي بريد خلاف مظاهره کوې. په دغه بريد کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي وو. [جاويد محمود]

د کراچۍ مطبوعاتي کلب غړي د اګست په ۹مه په کوټه کې د اګست د 8 مې نیټې د ځانمرګي بريد خلاف مظاهره کوې. په دغه بريد کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي وو. [جاويد محمود]

کراچی - په ټول پاکستان کې خبريالان په کوټه کې د اګست په ۸مه په ځانمرګي بريد کې د تلويزيون د دوو کمره مينانو پر وژلو ماتم کوي.

په کوټه کې په ملکي روغتون کې ځانمرګي بريد کې لږ تر لږ ۷۰ کسان ووژل شول. په وژلو شوې کسانو کې د آج تلويزيون کامره مين، شهزاد خان او د ډان نيوز محمود خان شامل وو. په ظاهره دا بريد په داسې وخت کې د خلکو په یو ټولنه ترسره کړې شو چې هغوی د يو وکیل په وژلو ماتم کولو لپاره راټول شوې وو.

د تحریک طالبان پاکستان يوې ډلې جماعت احرار او د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) يوې پاکستانې ډلې هم د دې بريد مسوولیت په غاړه اخیستې دی.

د بلوچستان د کور وزیر محمد اکبرهريپل وويل: "دغه چاودنه هغه وخت کې رامنځته شوه کله چې يو شمير وکيلان او ژورنالیستان په روغتون کې د بلوچستان بار ایسوسې ایشن ولسمشر بلال انور کاسي د مرګ له وروسته راټول شوي وو."

کاسي تېره ورځ په کوټه کې ووژل شو.

ځانمرګي بريد کوونکي هغه وخت بريد ترسره کړو کله چې وکيلان او خبريالان په روغتون کې د کاسي د ليدنې لپاره راټول شول.

د AFP له مخې، د بلوچستان د بم ډسپوزل یونټ مشرعبدالرزاق وويل: "دغه بريد کونکې ۸ کلوګرامه چاوديدونکې توکې له بولبرنګ او بمې ګولو سره د خپل بدن پورې تړلې وو."

'ترهګرۍ کولای نه شې چې د خبریالانو مخه ونيوی'

ژورنالستانو د ډیر شمیر خلکو د وژنې له کبله صدمه تر لاسه کړې ده. دوی خپل دوه مړه شوي همکاران یادوي.

د کوټې مطبوعاتي کلب (QPC) ولسمشر شهزاده ذوالفقاروويل: "موږ خپل دوه په زړه پورې او د رسنیو محنتي همکاران له لاسه ورکړې دې."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دواړه زموږ غوره دوستان وو. دوی ډېر دوستانه او ژمن کارکوونکي وو." هغه زياته کړه چې د کوټې مطبوعاتي کلب غړو د دواړو کمره مينانو پر وژنې غم او افسوس څرګند کړی دی."

هغه وويل: "[شهزاد] يو زړور کمره مين و چې هر يوې پيښې ته يې کوريج ورکړ او د خپل مسلک لپاره يې خپل ژوند په خطر کې اچولی و."

د هغه ملګرې وايي، محمود خان د اوو بچو پلار و او د لوړهمت خاوند و. هغه د ډان خبرې اژانس کې کار کولو له مخکې يو امنيتي ساتونکي په توګه کار کاوه. هغه د ډان خبرې اژانس د دفتري کارکوونکي په توګه کار پیل کړو او وروسته بیا کمره مين شو.

هغه غوښتل چې په ژورناليزم کې د ماسټرۍ بری لیک ترلاسه کړې او يو خبريال جوړ شې خو ترهګرۍ د هغه پلانونه برباد کړل.

ذوالفقار وويل: "هر ژوند چې له لاسه ورکړل شي ... زموږ لپاره قيمتي دی." "موږ په کلکه تروریزم غندو او غواړو چې د دغه چاودنې د پلان جوړولو او تسهيل کونکو په وړاندې جدي ګامونه واخيستې شې، کوم چې يو شمير کورنۍ ويجاړې کړې دي."

هغه وويل: " تروریزم کولای نه شي چې ژورنالستان له خپلو کارونو تر سره کولو څخه منع کړې." "موږ به هم په دې جذبه سره... او پرته له خپل ژوند د ویرې د ملت خدمت کولو ته دوام ورکړو."

خوندي روزنې او د رسنیو د کارکوونکو لپاره امنيت

د کراچۍ ژورنالسته او ښوونکی آلوينا آغا وويل، هغه په دې وروستيو کې د "د خبريالانو او د رسنيو اشخاصو لپاره د جسمانې خوندیتوب روزنې" په اړه له شهزاد خان سره يو ورکشاپ کې ګډون وکړ.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: " هغه ډېر ښه، دوستانه رسنیو کارکوونکی و، او ما د هغه د ناڅاپي مرګ له امله يوه لويه صدمه ترلاسه کړه."

هغې وويل. کله چې ژورنالستان د خبرونو او خطرناکه پيښو کوريج لپاره ساحه ته ځي نو بايد مناسب امنیت ولري.

د کراچۍ د ژورنالستانو د اتحاد ولسمشراو د کراچۍ مطبوعاتي کلب پخوانې ولسمشر امتياز خان فاران پاکستان فارورډ ته وويل: " بايد چې د رسنیو کارکوونکیو ته د سرتېري په څېر امنيت ورکړل شي کله چې دوی حساسو پېښو ته کوريج ورکوي."

هغه وويل، ژورنالستان د سرتېرو په څېر په لومړۍ کرښه کې کار کوي، خو حکومت او امنيتي ادارې دوی ته د ساتنې لپاره سرتيرې نه ورکوي.

فاران وويل، " باید حکومت، امنیتي ادارې او یا د هغوی خپلې رسنيو سازمانونه هغه خبریالانو ته مرمۍ ضد جاکټونه او خولۍ ورکړې کوم چې په ساحه کې کار کوي."

هغه زياته کړه، دا ډول وسایل يوازينۍ لار ده چې خطرناکو پيښو ته کوريج ورکولو کې د رسنیو کارکوونکو ساتنه وکړې.

د شهیدانو لپاره معاوضه

فاران وويل، "ژورنالستان د رياست څلورمه برخه ده خو له دوی سره د تلفاتو او يا سخت ټپي کيدو له کبله د معاوضې مرسته نه کيږې."

بلوچستان ولایت په دې وروستیو کلونو کې د خبريالانو لپاره يو خطرناک وار ثابت شوی دی.

د ژورنالستانو د ملاتړ کميټې له مخې، له ۱۹۹۲ کال راهیسې، ۳۳ پاکستاني خبریالان وژلی شوي دي. د دغه ۳۳ کسانو د جملې څخه اته کسان په بلوچستان کې وژل شوې دي.

هغه وويل، چې د بلوچستان حکومت د ژورنالستانو، کوم چې په ولايت کې مړه شوي وو، له کورنو سره يو شمېر مالي ملاتړ کړی دی، خو بل چه له هغوی سره مرسته نه ده کړی.

د امنیتي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د پاکستان د ورځپاڼې اوسيدونکي مديرمبشر مير وويل: "د شهيد کړې شويو سرتيرو او پوليسو کورنۍ کافی مالی معاوضه، پنشن، ځمکې اوکارونه تر لاسه کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خو د ژورنالستانو کورنیو ته هيڅ هم نه ورکولی کیږي."

مير د پاکستان د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په ملي کچه خبريالان دې راجستر کړې او هغوی ته دې د مرګ او ژوبلی ګټې برابر کړې.

هغه وويل: "زه په کراچۍ کې زيات شمېر ژورنالستان پيژنم چې د پیښو په کوريج کې جدي ټپيان شوې دي" "هغوی یو بدبخته ژوند تيروي ځکه چې د هغوی څوک ملاتړ نه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500