تروريزم

په پاکستان کې د اورپکۍ له کبله په زرګونو کورنۍ ويجاړې شوې دي

جاويد محمود لخوا

د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د جولای په ۴ مه په بنو کې په موقتي توګه بې ځایه شویو کورنیو سره د ماښام وخت تيروې. هغوی د بیا میشتیدنې او د پرمختيا د کار د اړخونو په اړه خبرې وکړې. [ جاويد محمود لخوا]

د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د جولای په ۴ مه په بنو کې په موقتي توګه بې ځایه شویو کورنیو سره د ماښام وخت تيروې. هغوی د بیا میشتیدنې او د پرمختيا د کار د اړخونو په اړه خبرې وکړې. [ جاويد محمود لخوا]

کراچې -- اوسيدونکي وايي چې جګړه مارۍ د خيبر پښتونخوا (KP) او فاټا په ترهګرۍ ځپلو سیمو کې د هغه خلکو ژوند ويجاړ کړی دی کوم چې له پخوا نه شتمن وو.

په شمالي وزيرستان کې د میرانشاه مهرين خان پاکستان فاوروډ ته وويل: "موږ يو خوشحاله او سوکاله ژوند کوو خو څو کاله وړاندې تروريزم مونږ برباد کړو او بې ځایه کړو."

هغې وويل: "زما کورنۍ یو څو دوکانونه او د اوړو يو کوچنۍ ژرنده لرله. مونږ په یوې پراخه کور کې ژوند کوو. د دې ټول ملکيت نرخ تقريباً ۲۰ ميليونونه روپو ( امریکايې ۲۰۰،۰۰۰ ډالره) څخه زيات دی."

موږهر څه وبايلل

هغې وويل: "څو کاله وړاندې وسله والو چې د تحریک طالبان پاکستان سره يې تعلق لرلو ... زموږ په سيمه کې د کسانو په زور ګمارل پيل کړل او هغه کسانو ته يې د ناوړو پايلو ګواښ وکړو کومو چې له تحریک طالبان پاکستان سره ملاتړ و نه کړ."

هغې وويل، د هغې کورنۍ څلور کاله مخکې د خپل ژوند له وېرې اسلام آباد ته لاړل.

هغې وويل: " په دې وروستيو اختر کې، موږ د خپل ټاټوبي څخه ليدنه وکړه او دا مو ولیدل چې هغوې زموږ دوکانونه، د اوړو ژرندې او زموږ کور برباد کړې دي." " زموږ د دوکانونو قلفونه او دروازې ماتې شوې وې. زموږ مالونه زنګ شوي وو."

هغې وويل: "زما خاوند په اسلام اباد کې د حکومت دنده لري، او اوس دا زموږ د عوایدو یوازینۍ منبع ده." "دا به وروسته معلوم شي چې موږ به څومره ملاتړ د خپل ملکیت او د سوداګرۍ د بيارغونې لپاره له حکومت څخه ترلاسه کړو."

مهرين وويل، زيات شمېر نورو کورنیو هم د مهرين په څیر د ترهګرۍ ځپلو سيمو کې ورته حالت ګاللی دی.

تر موچي له بزګر څخه کسان د ترهګرۍ له امله ځپلی شوې دي

ګل خان چې په باجوړ ايجنسۍ کې د هغه کورنۍ کرنيزه ځمکه او څاروې لرل ورته کيسه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ يوه خوشحاله ژوند کوو، خو ناڅاپه يو څو کلونه مخکې، طالبان په دې سيمه کې داخل شول او د خلکو ژوند يې ناوړه کړو."

ګل کراچۍ ته لاړ او د ډیفنس هاؤسنګ اتهارټي (DHA) په ګاونډ کې د دندې په ترسره کولو خپل ژوند تيروې. هغه هلته له باجوړ ایجنسۍ څخه يو ملګري سره په وړيا توګه ژوند کوي. دغه ملګري د DHA په دفتر کې د یوه پیره کار په توګه دنده لري.

ګل که هرڅومره پيسې د دې وړې سوداګرۍ څخه وژغوروې، هغه دغه پيسې په باجوړ ايجنسۍ کې خپلې کورنۍ ته استوي.

هغه د پاکستان د پوځ عملیاتو ته اشاره وکړه کوم چې د جون ۲۰۱۴ کال راهیسې وسله وال او ترهګر په نښه کوي او وی ویل چې "که څه هم پوځ څو کاله وړاندې باجوړ د تحریک طالبان پاکستان څخه پاک کړی دی، خوضرب عضب عملیاتو زيات شمېر نورې سيمې هم له طالبانو پاکې کړې دي."

هغه وويل: "خو اورپکۍ موږ په بشپړه توګه تباه کړې يو."

طارق خان مخکې يو ميليونر و

طارق خان، چې کوټې ته نژدې د انګورو او مڼو باغونه لري، وايي چې یو څو کاله مخکې هغه يو ميليونر و. اوس هغه او د هغه د کورنۍ په کراچۍ کې بې له کاروباره ژوند کوي.

کله نه چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د وسله والو ګواښ کم کړې دې، خان پاکستان فارورډ ته وويل چې هغه غواړي چې کوټې ته بيرته لاړ شې او د خپلو باغونو او روزۍ د بيا راژوندي کولو لپاره هڅه وکړي.

په موقتي توګه بې ځایه شوی کورنۍ بيرته راتللو لپاره هيله لري

د ۲۰۱۴ کال راهیسې د پوځ د وسله والو په وژلو او بې ځایه کولو کې بریالیتوبونه د TDPs ( په موقتي توګه بې ځایه شوې کورنۍ) بيرته راتلل شونی کوي.

کپتان (متقاعد) طارق حيات، د ايالتونو او سرحدي سيمو د وزارت جوائنټ سکریټری او ویاند، وايي، چې حکومت هڅه کوې چې بې ځایه شوی کورنۍ خپلو کورنو ته بيرته واستوې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " له دې اکتوبر څخه مخکې به موږ په موقتي توګه بې ځایه شوې ۴۰۰۰،۰۰۰ کورنیو شمالي او جنوبي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ ته بیرته د استولو دنده بشپړه کړو." "موږ لا له وړاندې ۳۴۵،۰۰۰ کورنۍ بيرته خپلو کورونو ته استولې دي او پاتې ۵۵،۰۰۰ کورنۍ به له اکتوبر نه مخکې په دغه سيمو کې په ځاى کړی شي."

هغه وويل، د پاکستان حکومت له هر يوې کورنې سره د ۳۵،۰۰۰ نغدو روپو (امريکايې ۳۵۰ ډالره) مرسته کوي. حکومت له دې سره هر يوې کورنۍ ته د خوراک ۹۰ کیلوګرامه پاکټونه هره مياشت د شپږو مياشتو لپاره ورکوي.

د دې نه علاوه، حکومت هغه کورنیو ته د ۴۰۰،۰۰۰ روپو (امريکايې ۴،۰۰۰ ډالره) معاوضه ورکوي د کومو چې کورونه تباه شوې دي او همداراز چې کوم کورونو ته زيان رسیدلی دی هغوی ته حکومت۱۶۰،۰۰۰ روپو (امريکايې ۱۶،۰۰ ډالره) معاوضه ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500