سوداګري

خیبر پښتونخوا د برقي رکشو له لارې د ځوانانو لپاره کارونه پيدا کوي

جاويد خان لخوا

په پېښور کې د مۍ په مياشت کې يو پاکستانې د ښار د نوي رکشې پلټنه کوي. د نوي ګاډو دا موخه ده چې شور او د هوا ککړتيا کمه کړي او ځوانانو لپاره زيات کارونه برابر کړي. [جاويد خان]

په پېښور کې د مۍ په مياشت کې يو پاکستانې د ښار د نوي رکشې پلټنه کوي. د نوي ګاډو دا موخه ده چې شور او د هوا ککړتيا کمه کړي او ځوانانو لپاره زيات کارونه برابر کړي. [جاويد خان]

پېښور - نوې "شنې" رکشې د خیبر پښتونخوا (KP) په مارکیټ کې د اخيستو لپاره موجود دي. دا د دريورانو لپاره د اسانتيا خبره ده چې دوې د درې ټيرونه واله ګاډې د تيلو نه بغير له برېښنا سره چلوي.

دا رکشې د می په مياشت کې په سړکونو باندې وليدلې شوې. دا په پېښور کې فعالیت کوي. دوې هيله لري چې دا رکشې د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې او د وفاق ا نتظام تر لاندې سيمو (فاټا) کې هم معرفي کړي.

چارواکي هيله لري چې د دې محصول په پیل کيدو سره به دندې رامنځته شي. دا به بې روزګاره ځوانانو ته فايده مند کارونو وکړي چې دوې به د تروریزم او د دمرورو نورو فعالیتونون نه ليرې وساتي.

جګړن (متقاعد) شکيل خان، په پېښور کې پر امنیتي مشاور، پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه کسان چې په ترهګرۍ او جرم کې ښکېل دي روزګار نه لري."

هغه وويل: "د کار او سوداګرۍ زيات فرصتونه به د جرم او تاوتريخوالي مخه ونيسي."

دا رکشې په قيمت ارزانې او په چلولو کې آسانې دي

دا برقي رکشې په مختلفو رنګونو او ډيزاينونه کې دستياب دي. په دې رکشو کې د دريو نه تر پنځو پورې سپرلۍ او د پام وړه سامان ځای کيدې شي.

په پېښور کې د درې ټيرونه واله ګاډو واردوونکي، بلال افریدی، پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې رکشو يو شمير ډیزاینونو شته دي او دا ارزانې هم دي."

د رکشې موډل او د انجن د ظرفیت په لحاظ سره، په دوديزې يوې رکشې باندې د ۲۲۰،۰۰۰ نه ۳۰۰،۰۰۰ (امريکايي ۲،۰۰۰-۲،۸۶۱ ډالره) پورې لګښت راځي. د دې رکشو په پرتله، په يوه برقې رکشه باندې تخميناً۲۴۰،۰۰۰ (امريکايي ۲،۲۸۹ ډالره) روپو لګښت راځي.

هره برقي رکشه یو پیاوړی بریښنا موټور لري چې دا وړتیا ورکوي چې د اړتيا وړ سرعت ته ورسيږي. افريدي وويل، دا په اسانۍ سره چارج کيږي او تقريباً په اوو ساعتونو کې دا په بشپړه توګه چارج کيږي. "کله چې دا په بشپړه توګه چارج شې نو دا کولای شی چې ۱۵۰ کلوميتره پورې سفر وکړي."

پېښور کې خبریال سلمان یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وويل: " ښه خبره داده چې دا رکشې د موټر په شان په بشپړه توګه تر پوښښ دي. تاسو د باران، تودوخې او يا سړو له امله اندېښنه نه محسوسوۍ." هغه زياته کړه چې کورنۍ په موټر سايکل او يا په عامه ترانسپورت باندې تکيه کولو پر ځای دا رکشې هم کارولي شې.

زيات کارونه، لږه ککړتيا

برقې رکشې د پېښور په تنګو کوڅو کې لوی شهرت لري. په دې کې، د يو اټکل له مخې، ۱۳،۰۰۰ رکشې راجستر شوي دي او په زرګونو ناراجستر رکشې په کې هم شامل دي.

په پېښور او خیبر پښتونخوا کې چارواکې له ککړتيا څخه پاک د برقي رکشو معرفي کيدو ته هرکلی کوي.

د خېبرپښتونخوا د ترانسپورت وزارت افسر محمد جميل پاکستان فارورډ ته وويل: " په زرګونو زړې رکشې د شور او د زيات لوګې ايستلو سبب جوريږي."

هغه وويل: "هغه ګاډې چې لوګې نه خپروي او هيڅ شور نه رامنځته کوي، د دغه ګاډو په پېښور کې او د هېواد په نورو برخو کې ضرورت دی." نوموړي زياته کړه، چې د ترانسپورت چارواکو د هغه دريورانو، چې د خپلو موټرو لپاره د فټنس سندونه لري، پر ضد مبارزه پيل کړې ده.

په پېښور کې رکشه چلوونکي، يار محمد، پاکستان فارورډ ته وويل: "زه اراده لرم چې خپله د يو کال زړه رکشه خرڅه کړم او برقي رکشه واخلم."

هغه وويل، مسافر او دريوران به " د رکشې يو ښه موډل، پرته له د شور يا د هوا د ککړتيا، خوښ کړي."

يارمحمد دريور وايي، که برقي رکشو په خېبرپښتونخوا او فاټا کې بريالتوب وموندو، نو دا به د دريورانو لپاره زيات کارونه رامنځته کړي.

هغه وويل: "هيڅوک به د جرم مرتکب نه شې کله چې هغوی ښه پيسې ترلاسه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په رکشه موټر کې دلچسپي لرم

ځواب