روغتیا

پاکستان د پولیو یا ګوزڼ د واکسین یو پراخ کمپاین پیلوي

اشفاق یوسفزی

یو کمیونیټي هېلت ورکر د جولای په ۱۴مه په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې یو ماشوم د پولیو پر ضد واکسین کوي. [اشفاق یوسفزي نه په مننې]

یو کمیونیټي هېلت ورکر د جولای په ۱۴مه په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې یو ماشوم د پولیو پر ضد واکسین کوي. [اشفاق یوسفزي نه په مننې]

پېښور -- پاکستاني چارواکي سږ کال د پولیو د واکسین او خبرتیا یو پراخ کمپاین ترسره کوي.

له څو کالو راهیسې طالبانو په دروغو سره د پولیو واکسیناتوران د غربیانو د پلان په ترسره کولو تورن کړي ول. هغوی له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۸۰ تنه واکسیناتوران وژلي دي.

په نتیجه کې، پاکستان او افغانستان اوس یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې پاتې ده.

اوس په داسې حال کې چې اورپکي له دوه کاله مسلسلو نظامي عملیاتو څخه وروسته په تېښته دي، د پولیو واکسیناتوران هغو سیمو ته چې پخوا خطرناکې ګڼل کېدلې ورځي او ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي وړ ناروغۍ پر ضد واکسینوي.

طالبان ماشومان له خطر سره مخامخ کوي

روغتیایي کارکوونکي په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو (فاټا) کې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي تګ راتګ له امله په کې د وایرس انتقال اسان دی، له وېروونکې ننګونې یا چلینج سره مخامخ دي. د پاکستان د پولیو اکثر کیسونه له همدغو دوه سیمو څخه راځي.

پاکستاني طالبان چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب له عملیاتو څخه وروسته د پوځ د عسکرو له خوا تر تعقیب لاندې ول د پولیو د واکسینونو پر ضد یې خپله دښمني له ځانونو سره افغانستان ته راوړه چې په دې توګه یې دواړه هېوادونه -- او د نړۍ عامه روغتیا له خطر سره مخامخ کړه.

په ۲۰۱۶ کال کې تر اوسه پورې د خیبر پښتونخوا په ۷ ماشومانو کې پولیو تثبیت شوې ده. د هغوی له جملې څخه ۴ تنه ننګرهار ولایت او خوست ښار ته د تګ را تګ له امله منتن شوي دي چې هلته اورپکي په دوامداره توګه د معافیت پر وخت سخت مخالفت کوي.

د ګلوبل پولیو ایراډیکېشن انیشیټیف د راپور په اساس، په فاټا کې، چې له خیبر پښتونخوا سره نښتې ده، د جنوبي وزیرستان په یوه دوه کلن ماشوم کې په جون کې هغه وخت مثبته پولیو تثبیت شوه چې له افغانستان څخه بېرته راستون شو.

د خیبر پښتونخوا د پولیو د واکسینېشن د پروګرام مشر ډاکټر ایوب روز پاکستان فارورډ ته وویل، «د ترهګرو په مقابل کې له بریالیو نظامي عملیاتو څخه وروسته طالبان له فاټا څخه ووتل او افغانستان ته لاړل. هغوی اوس له هغه ځای څخه بیا د پولیو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین ګواښي.»

هغه وویل، «مونږ تیار یو چې د طالبانو په وړاندې مبارزه وکړو او خپل ماشومان خوندي کړو.»

په وروستیو لسیزو کې په نړۍ کې د ډراماتیکو پرمختګونو په پام کې نیولو سره، د پولیو پر ضد د پاکستان د مبارزې په برخه کې هر ډول ګډوډي کولی شي چې ژورعواقب ولري.

ایوب وویل، «مونږ د واکسینیشن میاشتني پروګرامونه پیل کړي دي چې د اورپکو د واکسینیشن ضد کمپاینونه پرې خنثی کړو.»

هغه وویل، سږ کال تر اوسه پورې روغتیایي کارکوونکیو په خیبر پښتونخوا کې ۵.۴ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه ټیټ ماشومان واکسین کړي دي.

هغه وویل، «مونږ د معافیت ځانګړي کمپاینونه لرو چې نژدې ۹۰۰۰۰ افغان ماشومان د کډوالو په کمپونو کې واکسین کړو.»

د معافیت د ټیمونو خوندي کول

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو یا ګوزڼ ۳۰۶ کیسونه لرل چې دا یې په ۲۰۱۵ کال کې ۵۴ کیسونو ته راټیټ کړل. سږ کال، یې تراوسه پورې ۱۳ کیسونه ثبت کړي دي چې ۷ ماشومان په خیبر پښتونخوا کې دي او یو د فاټا -- په جنوبي وزیرستان کې دی.

چارواکي په دې برخه کې د پرمختګ نسبت هغه قانون او نظم ته کوي چې د ضرب عضب عملیاتو او د ترهګرۍ ضد ملي عملي پلان په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

په امنیتي برخه کې په دغو پرمختګونو سره، د واکسینېشن ټیمونو وروسته له هغه چې په زرګونو طالبان افغانستان ته وتښتېدل په خپلو عملیاتو کې ډېره ازادي ترلاسه کړه.

چارواکي وایي چې، د واکسینېشن ټیمونو د جون په ۲۵مه - ۳۰مه په خیبر پښتونخوا او فاټا کې تقریبا ۹۶۵۰۰۰ ماشومانو ته واکسینونه ورکړل، په داسې حال کې چې روغتیایي کارمندانو د خولې له لارې د پولیو د واکسین د ورکولو د خوندیتابه په هکله مؤثر کمپاینونه ترسره کړل.

البته د جنوبي وزیرستان د دوه کلن ماشوم ناروغۍ ډاکټران اندېښمن کړي دي.‌

د فاټا د واکسینېشن پروګرام مشر ډاکټر اختیارعلي پاکستان فارورډ ته وویل، «په فاټا کې له اوو میاشتو وروسته د پولیو د یوه نوي کیس راښکاره کېدلو د خطر زنګ وهلی دی.‌ مونږ د معافیت یو پراخ کمپاین پیل کړی دی چې هغه لاسته راوړنې وساتو چې په تېرو دوو کلونو کې د پولیو یا ګوزڼ‌ ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې شوې دي.»‌

هغه وویل، «مونږ [په فاټا کې] د کال د لومړي پولیس کیس څخه وروسته سمدلاسه یو عاجل ځوابي کمپاین شروع کړو» او زیاته یې کړه چې هغوی به ۶۰۰۰ واکسیناتوران ولیږي چې د فاټا ۵۰۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسینونه وکړي.‌

هغه وویل چې پوځ د واکسینېشن له ټیمونو سره په ټوله فاټا کې ګرځي، او زیاته یې کړه،‌ « روغتیایي کارکوونکي بالکل په امن دي.»

په تېرو کلونو کې په فاټا کې په زرګونو میندو او پلرونو، یا د ناپوهۍ له وجې یا د طالبانو له وېرې، هره ورځ د خپلو ماشومانو له پاره د واکسینونو کول ردول.‌

اختیار وویل چې په فاټا کې د جون د ۱۱ - ۱۳مې د واکیسنېشن په کمپاین کې یوازې ۲۴۲ تنو میندو او پلرونو واکیسن کول رد کړل.‌

امامان، میندې او پلرونه د معافیت یا ایمیونایزېشن حمایت کوي

د فاټا هغه اوسېدونکي چې د پراخې پولیو یا ګوزڼ کلونه یې یاد دي غواړي چې یقیني شي چې بیا هغه پولیو را ونه ګرځي.‌

د فاټا اوسېدونکی مولانا حضرت شاه په دې برخه کې رضاکارانه کار کوي او وایي چې طالبان دروغ وایي چې اسلام واکسین کول منع کړي دي.‌

شاه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ میندې او پلرونه ترغیبول چې دا د هغوی وظیفه ده چې خپل ماشومان د ناروغیو د ټولو ډولونو په مقابل کې خوندي کړي.‌ په فاټا کې د جوماتونو امامان او دیني عالمان د ماشومانو د خوندیتابه له پاره د ایمیونایزېشن د کمپاین حمایه کوي.»

هغه وویل چې د فاټا اوسېدونکي میندې او پلرونه له دې امله طالبان غندي چې د هغوی ماشومان یې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو په مقابل کې کمزوري ساتلی ول.‌

هغه وویل،‌ «ټول هغه میندې او پلرونه چې د طالبانو له خوا د فاټا د کنټرول پر وخت دې ته حاضر نه ول چې ماشومان یې د پولیو پر ضد خوندي شي اوس دې ته سخت میلان لري چې ماشومانو ته یې واکسین وشي.»

د شمالي وزیرستان یو اوسېدونکی خان نواب چې د هغه مشر زوی چې له واکسین څخه پاتې وو او په ۲۰۱۳ کال ګوزڼ وواهه د واکسینونو په مقابل کې د اورپکو د مخالفت له امله په غوسه دی.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «هغوی غوښتل چې ماشومانو ته زیان ورسوي. ما تصمیم نیولی دی چې د پولیو د واکسینیشن د پروګرام ملاتړ وکړم او د خپلو ماشومانو د خوندیتابه په برخه کې مرسته وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500