اقتصاد

پاکستان د هنډۍ سستم سرغړونو له منځه وړلو هڅه کوي

جاوېد محمود او محمد فهیم لخوا

په کراچۍ کې د جولای په ۲۰مه د بهرنيو اسعارو پلورونکي د ډالرو شمير کوي. شنونکې له پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوي چې د تروریزم د تمويل لپاره د هنډۍ او د حوالې ناوړه استعمال له منځه ويسې. [جاويد محمود]

په کراچۍ کې د جولای په ۲۰مه د بهرنيو اسعارو پلورونکي د ډالرو شمير کوي. شنونکې له پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوي چې د تروریزم د تمويل لپاره د هنډۍ او د حوالې ناوړه استعمال له منځه ويسې. [جاويد محمود]

کراچۍ - د پاکستان بانكواله او چارواکې غواړي چې د پيسو د لېږدولو لرغونی سيستم دی پای ته ورسوي چې دوی کولای شی چې د ترهګرو ته د پیسو جریان پرې کړي.

د دې سيستمونو، چې په دې کې د سرحد له پوری د باور دلالي له لارې د نغدو پیسو انتقال شامل دی، ریښې په تاریخ کې موندلې شي او په هغه خلکو کې دا مشهور دي چې هغوی د بېلا بېلو لاملونو له امله بانکونه نه خوښوي. کاروونکې د دی سيستمونو هوسائي، پټوالی، سرعت او د حده زیات مساعد د تبادلې نرخ خوښوي.

لدې سره سره، د چارواکو د نظارت د نشتوالي او د هغوی د مالیاتو د مخنيوي سره، چارواکي غواړي چې د ترهګرۍ د تمویل مخنيوی وکړي.

د ځينو رپوټونو له مخې، يو شمېر افراطي مدرسې د بهرنيو هېوادونو نه پاکستان ته د ناقانونه پيسو لېږدولو کې لاس لري.

د پاکستان ملي بانک (NBP) د ګلوبل هوم ريميټنس ډيپارټمنټ مشر، ارتضا کاظمي، پاکستان فارورډ ته وويل: د هنډۍ او حوالې له امله " په يو کال کې پاکستان ته له نورو هېوادونو څخه ۲۰ امريکايي میلیارده ډالره [۲.۱ تریلیون روپۍ ] رالیږل کيږي."

کاظمي وايي، چې په حقیقت کې، هنډۍ او د حوالې له لارې د پيسو لېږنه تقريبا د هغو پيسو برابر ده کومې چې د پاکستاني بانکدارۍ له لارې ترلاسه کوي. که ټولې پيسي د بانکونو له لارې راوليږلی شې، نو په پاکستان کې به د ترهګرو د پيسو يوه سرچينه له منځه وړلی شي.

د وسله والو سره د تمویل مرسته کول

په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو اجرايوي مشر، امتيازګل پاکستان فارورډ ته وويل: "د هنډۍ او حوالې سيستمونه له [پاکستانې] وسله والو يوه ستره سرچینه ده."

هغه وويل، NBP اراده لري چې د پاکستان خلکو کې شعور پيدا کړي چې دوی خپلې پيسې له مشروع بانکي چینلونو له لارې واستوي، نه چې له هنډۍ او حوالې له لارې.

کاظمي وايي: "په اسلام کې د حلالو پيسو د انتقال لپاره غير قانوني لارې کارول حرام دي." موږ به دا اسلامي نظریه له بهرنيو هېوادونو کې پاکستانيانو سره شریک کړو."

هغه زياته کړه، NBP پلان لري چې "د پيسو چټک لېږلو لپاره تکنالوژۍ او آنلاین بانکي سیستم ته وده ورکړي."

د کراچۍ پر بنسټ امنیت شنونکي متقاعد سمونوال مختار احمد بټ د کاظمي د هنډۍ او د حوالې په اړه د سخت خطر ارزونو سره موافقه وکړه.

بټ پاکستان فارورډ ته وويل: "د تروریزم او افراطیت لپاره له نا قانونه لارې د پيسو په ليږلو کې لاس لرلو له امله هنډۍ، شکمن القاعده تړنې اونادولتي موسسې د انتقاد ترلاندې راغلې دي."

مالي څارونکي وايي چې خطرونه زیات دي. د صادراتو وروسته، دا حوالې د پاکستان د بهرنيو اسعارو دويم لوی سرچينې دي.

چارواکې اقدام کوي

د څو کلونو لپاره، د پاکستان چارواکو دا ستونزې په ګوته کړي، خو دوی د دی دودونو په وړاندې جدي اقدامونه پيل نه کړل.

د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې په پېښور کې د پوځ د عامه ښوونځي کې د ۱۴۰ څخه زیات ماشومانانو تروریستي ډله ايزي وژني څخه وروسته حالات بدل شو. څو ورځې وروسته وفاقې حکومت د تروریزم پر ضد د عمل ملي پلان (NAP) پلي کولو امر وکړ.

په پېښور کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د سوداګریزو بانکونو د رياست مرستيال، چې خپله نامه يي څرګنده نه کړه، پاکستان فارورډ ته وويل: " د عمل ملي پلان (NAP) پلي کولو له وروسته، موږ په ټول [خیبر پښتونخوا] کې په سلګونه بريدونه کړي دي". "موږ له ۲۵۰ څخه زيات کسان نیول دي."

د جون په ۲۴ مه، منير اعظم، د خېبرپښتونخوا د کور ریاست منشي، د یوې غونډې، چې FIA او قانون پلي کوونکي او امنیتي چارواکې په کې شامل وو، په پېښور کې مشر توب وکړو. استخباراتي افسرانو په خېبرپښتونخوا کې د پیسو د تطهیر په اړه يو تفصيلي پریزنټیشن وړاندې کړو.

اعظم FIA ته امر وکړ چې دوی دې په خېبرپښتونخوا کې د پانګوالو او د پيسود ټولو تطهيرکونکو کورونو پر بريدونو پيل وکړي.

د خېبرپښتونخوا د مشر وزیر د لوړ پوړي سلاکار سيد مشتاق غني، د ناقانونه پيسو دندوو له منځه وړلو ته اشاره کولو سره وويل چې د تروریزم ريښې ايستلو لپاره سخت کار لا پاتې دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "امنيتي ځواکونو، په ځانګړې توګه ملي اردو، په ۲۰۱۴ کال کې د جون په مياشت کې د ضرب عضب عمليات پيل کولو وروسته ډېر کار وکړ" "خو ستونزمن پړاو لا اوس پيل شوی دی."

یو نړیواله ستونزه

په پېښور کې د FIA چارواکي وايي، ترهګرۍ د تمویل وېب غوره جغرافیایي لاس لرې.

هغه وويل: "د جلال آباد، دوبۍ، شارجه او نورو سیمو کې د لېږلو او يا د پيسو د ترلاسه کولو تر ټولو لوی بازارونه دي." نوموړي زياته کړه چې د پیسو انتقال يوازې له بهرنيو هېوادونو ترمنځ نه کيږی، دا انتقال د پاکستاني ښارونو ترمنځ هم کيږی.

يو چارواکې وويل: "FIA په خېبرپښتونخوا کې [د عمل ملي پلان څخه راهیسې] د پيسو د تطهير کونکو نه ۳۵۰ میلیونونو (امريکايي ۳.۳ ميليونه ډالره) روپو څخه زياتې پيسي تر لاسه کړي دي." هغه زياته کړه چې " موږ به میلیاردونو پيسي تر لاسه کړې وي، خو موږ د سرچينو او کارکوونکو د نشتون له امله داسې ونه کړل ... FIA له موجود سر چينو سره ډير پام وړ کار تر سره کوي."

غني د خپلې برخې په اړه وويل: "ولايتي حکومت به له FIA سره مرسته کوي که دوې سرچينو يا بشري ځواک ته اړتيا لري."

غني د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه چې د وفاق د انتظام تر لاندې قبايلي سيمي (FATA) دې د غير قانوني لارو د پيسو ليږلو په وړاندې د مبارزې لپاره زيات چمتو کړي ځکه چې دغه سيمې د پوليسو په قانونې واک کې نه دي.

د فاټا بې شکله قانوني دريځ ته اشاره کولو سره، هغه وويل: "موږ اوس مهال په قبايلي سيمو کې پټ د پيسو تطهير کونکو په وړاندې ګامونه نه شو اخيستلی." "یا خو دې دا يو نوی ولايت جوړ کړي او یا دا په خېبرپښتونخوا کې دې ضم کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500