تروريزم

بلوچستان د وسلوالو پټنځايونه له منځه وړي

عبدل غني کاکړلخوا

پاکستاني چارواکي د جولای په ۱۲ مه په کويټه کې ضبط شوي وسلې او چاودېدونکي توکي ښيي. ايف سي په دغه ورځ په ټوبه اچکزۍ سيمه کې دا توکې ضبط کړې وې. [عبدل غني کاکړ]

پاکستاني چارواکي د جولای په ۱۲ مه په کويټه کې ضبط شوي وسلې او چاودېدونکي توکي ښيي. ايف سي په دغه ورځ په ټوبه اچکزۍ سيمه کې دا توکې ضبط کړې وې. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- چارواکو پاکستان فارورډ ته وويل، د بلوچستان په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د بغاوت ضد ځانګړي عملیاتو له امله شپږ مشکوک لوړ پوړې ترهګر او د وسلو يوه غټه زيرمه نيولی شوې ده. په دې نيولی شوي توکو کې د چاودیدونکي موادو يو ډک موټر هم شامل دی.

امنيتي ځواکونو د جولای تر ۱۲ له ۱۴ مه پورې د قلعه عبدالله ولسوالۍ په سيمو، ټوبه اچکزۍ او چمن کې د استخباراتو پر بنسټ عمليات ترسره کړل.

دغه عملیات د تروریزم پر ضد د عمل ملي پلان يوه برخه وه چې پاکستان په دسمبر ۲۰۱۴ کې پیل کړه. محمد عمران، د بلوچستان د پوليسو د ترهګرۍ ضد لوړ پوړي استخباراتي چارواکي پاکستان فارورډ ته وويل، د بلوچستان چارواکو "د بلوچستان په سرحدي زون کې د وسله والو ډلو د بيا راڅرګندېدو د ناکامه کولو لپاره دغه بريد ترسره کړو."

هغه وويل، "د بلوچستان د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې څو سوله ييزې سيمې په تېرو وختونو کې د وسله والو مرکزونه پاتې شوې دي او موږ راپورونه تر لاسه کړې دي چې لا تر اوسه هم په قلعه عبدالله، ژوب، قلعه سيف الله او د ولايت نږدې پرتو سيمو کې نامعلوم وسله وال موجود دي."

عمران وويل: "زموږ لومړیتوب دا دی چې د وسله والو د قوماندې او ملاتړ شبکې کړۍ ته ماتې ورکړو."

بریالي عملیات

په کويټه کې د ايف سي یو لوړ پوړي چارواکي منظور احمد وويل، چارواکو د چمن سرحدي ښار ته نږدې د یو معلوم شوي ځای څخه شپږ شکمن ترهګر کسان ونيول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د عملياتو په ترڅ کې په ټوبه اچکزۍ او چمن کې وسلې نيولی شوې دي. په دغه وسلو کې ۲۰ ۱۰۷ ايم ايم توغندي، ۴۳ لوړ چاودیدونکي بمونه، ۳۶ RPG-۷ توغندي، د هاوان ۶۰ ګولۍ، د چاودېدونکو توکو ډک موټر او نورې وسلي شاملې دي."

هغه پرته د ډلې څرګندولو وويل: " نیولی شوې شکمن ترهګر د منع شوي وسله والود سازمان لپاره کار کاوو چې په چاودنو، هدفي وژنو او د ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې يې لاس لرلو."

احمد وويل: "هدفي عمليات په ښه ډول د دغه ولايت په نورو برخو کې راون دي، او د ايف سي، ليوي او د نورو قانون پلي کونکو ادارو ګڼ شمير پرسونل په دې عملياتو کې برخه اخلي." "د وسله والو په وړاندی بریالي عمليات مثبت پايلې رامنځته کوي."

عمران وايي، چې بندیانو په ډاګه کړه چې د هغوی شبکې په بلوچستان کې د پيسو لپاره په تښتونو، د بانکونو څخه په غلا او نورو جرمونو فعاليتونو کې ښکيل وو، چې دغه فعاليتونه د بودجې لوړولو يوه ستره برخه وه.

د ضرب عضب هغه عملیاتو ته په اشاره کولو کوم چې د پاکستان د پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل کړي، هغه وویل چې دغه عملیات په بلوچستان کې د ګڼ شمېر خلکو په زړونو کې د ترهګرۍ ويره کمه کړې. په بلوچستان کې ګڼ شمېرخلک په بشپړه توګه په دغه ولايت کې له سولې د هڅو سره مرسته کوي او وسله وال په پراخه دولت ته تسليميږي."

وسله وال په تېښته دي

متقاعد جنرال طلعت معسود چې په اسلام آباد کې د دفاع یوه لوړپوړی شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "د دغه روان ضرب عضب عملياتو له امله په ډېرو برخو کې وسله وال طالبان له افغانستان او د پاکستان په نورو برخو کې د خپلو ځالو څخه تښتیدلې دي."

هغه وويل: "بايد د دغو وسله والو، چې هڅه کوي چې له خيبر پښتونخوا او د هېواد د نورو سیمو څخه بلوچستان ته ننوځي، سره مقابله کولو لپاره یوه اغیزمنه ستراتیژي ترسره کړی شي." نوموړې زياته کړه، چې قبایلي قومونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یو ستر رول لوبولی شي."

د بلوچستان حکومت وياند، انور الحق کاکړ پاکستان فارورډ ته وويل: "په بلوچستان کې د سولې هڅو په دغه ولايت کې عامو خلکو لپاره هيله مندي ښودلې ده چې په سیمه کې د پرمختګ پروسې ته وده ورکوي."

هغه وويل: "موږ د تروریزم په اړه د زغم صفر پالیسي لرو." هغه زياته کړه چې "دولت زمونږ په سیمه کې د تل پاتې سولې او تروريزم سره مبارزې لپاره هر ممکنه ګام اخلي."

هغه وويل: " په تېر کال کې مونږ د ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ۴۵۰ څخه زیات استخباراتو پر بنسټ هدفي عملیات پيل کړې دي. د دغه عملياتو په لړ کې د وسله والو په کمپونو کې يو زيات شمېر وسلوال له منځه وړلی شوې دي."

هغه وويل: "موږ په دې وروستي مالي کال کې په ولايت کې د قانون او نظم وضعيت لپاره سترې بوديجي تخصيص کړي."هغه زياته کړه چې " حکومت له ليوالتيا سره کار کوي چې د خلکو ژوند او مال له امنيت سره وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500