ټولنه

پاکستاني زده کونکي د امن تاريخ په آرټ او ډيزائن ( د اينځور ګرې فن او هنر) کې کاږي

ظاهر شاه له اړخه

د پېښور پوهنتون وائس چانسلر محمد رسول جان (چې د لنډو لستونړو شرټ يي اغوستی دی) د جون په دوئمه د آرټ او ډيزائن ډګري (د انځورګړې فن اوهنر) نندارتون د نندارې پر مهال [ظاهر شاه]

د پېښور پوهنتون وائس چانسلر محمد رسول جان (چې د لنډو لستونړو شرټ يي اغوستی دی) د جون په دوئمه د آرټ او ډيزائن ډګري (د انځورګړې فن اوهنر) نندارتون د نندارې پر مهال [ظاهر شاه]

پيښور ۔۔۔ د فن او هنر او د کلتوري نندارتونونو له لارې پاکستاني ځوانانو کې د سيمې د تاريخ پوهه لوړول د سخت دريځۍ د عناصرو مخه نيولو او ځوانانو کې د مثبتو کارونو پېلېدو لامل وبللې شو.

تاريخ پوهانو وويل، تېرو کلونو کې پاکستاني کلتور د برداشت ، د يوبل د زغم او د مذهبونو د احترام نمونه وه.

دوی زور واچوو چې راتلونکي نسل ته دغه پيغام ورسول شي ، څوک چې د لسيزو راهېسې د ترهګرۍ او زور زياتي سره مخ دي

د پېښور پوهنتون لخوا د جون په مياشت کې ترسره شوې د آرټ او ډيزائن نندارتون د سيمې د امن او زغم د تاريخ انځور وړاندې کولو لپاره يوه طلايي موقع وه ، د پوهنتون د چارواکو او هنرمندانو وویل.

د پوهنتون د آرټ او ډيزائن په څانګه کې ديارلس څېړنې (تيسز)ايښودی شوې وې ، دغه څېړنې د ټېکسټائل ( د رخت د کار) او د مواصلاتو د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه وې.

د نندارتون د کتلو وروسته د پېښور پوهنتون وائس چانسلر محمد رسول جان وويل چې دا د دې خبرې ثبوت دی چې که د پاکستان ځوانانو ته موقع په لاس ورکړی شي نو دوی په آرټ او ډيزائن کې غټې لاس ته راوړنې کولې شي او د ښه معيار شيان تيارولې شي ۔

هغه زياته کړه چې زده کونکي ارزښناکه اثاثه ده او په راتلونکې کې يې د مسلکي کمال لپاره ودې ته اړتيا ده ۔

د پوهنتون د آرټ او ډېزائن څانګې مشر منهاج الحسن وويل چې کلتوري پروګرامونه د ټولنې د اصل انځور په ډاګه کولو لپاره غوره لار ده ۔

نوموړي پاکستان فارورډ ته وويل چې دا سې ډوله دستورې ځوانانو ته د خپلې وراثت منتقلولو لار ده ۔ " په دې سيمه کې ټول تمدنونه ، که بدايي وي که اسلامي او يا پوښتون، يو امن خوښې اړخ لري ، او دا هغه څه دي چې زده کونکي ېې په خپلو برشونو او پينټونو کاږي "

د زغم لرغونې تاريخ

نوموړي زياته کړه چې زموږ له تاريخه دا څرګنديږي چې غېر مسلمه خلک هم دلته د ځايي خلکو حفاظت کړی دی، له کومې چې دا څرګنديږي چې دوی د مذهب له توپير پرته ملګرتيا پالونکي وو ۔

هغه نور وويل د زغم نيشتوالې او د سخت دريځۍ سوچ چې په څه ځايي ځوانانو ېې اغېز کړې دې له بهره راغلې دي او په داسې ګامونو باندې به زغلولی شي ۔

هغه وويل چې د ځوانانو داسې ډوله نوې هڅې د دې ثبوت دی چې دوی امن خوښونکي او د خپل امن او انصاف له تاريخه خبر دي ۔

د پيښور پوهنتون رجسټرار سيد فضل هادي وويل چې دا نندارتون چې پکې د پيښور د زړو ودانيو او د سوات د درې فن کاري شامله ده، د پاکستان د موړ لرغوني کلتور ، د زغم د اوږد تاريخ او د جدت ثبوت دی ۔

د پېښور يو ځايي ليکوال او د سيمې کلتوري تاريخ پوه سيد علي جان وويل چې قبائلي سيمو ، خېبر پښتونخوا او په خاصۀ توګه پېښور د ګڼو مذهبونو او قامونو ښار وو چې پکې سکهانو ، هنداوانو ، عيسايانو مسلمانانو او نورو په امن ژوند کړی دی او د يو بل عزت ېې کړې دې ۔

هغه زياته کړه چې اند تر دې چې دې خلکو د يو بل په کلتوري او مذهبي دودونو او رسمونو کې هم برخه اخيسته او له دې زموږ ځوان نسل ډير کم خبر دې ۔

هغه زیاته کړه چې نوی نسل د ټوپک په کلتور کې لوی شوې دي او دا چې داسې نندارتونونه ځوانانو ته د امن او د زغم د درس ورکولو يوه ښه هڅه ده ۔

د هغه وېنا وه چې داسې ډوله دستورې به ځوان نسل ته زموږ له امنه ډک تاريخ ور په ياد کړي ۔

هغه وويل چې د ترهګرۍ ضد جنګ او نا امنۍ کلتوري هلې ځلې ډيرې اغيز مندې کړې دي او په داسې وخت کې د سيمې کلتور او فن ته پام يو ښه ګام دې، نه يواځې پښتون ځوان نسل کې د پوهې لپاره بلکه نړۍ ته د دې څرګندولو لپاره هم چې پښتون قام مودام امن خوښې وو او په ټولنيزه او کلتوري توګه هم زغم کونکې دې ۔

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500