تروريزم

پاکستان د داعش له منځه وړلو ژمنه لري

ظاهر شاه لخوا

د جون په ۲۶ مه د پنجاب ولايت په واه کينټ کې کې د داعش لخوا په ديوال ليکنه ښودل شوې ده. [محمد ظاهر شاه]

د جون په ۲۶ مه د پنجاب ولايت په واه کينټ کې کې د داعش لخوا په ديوال ليکنه ښودل شوې ده. [محمد ظاهر شاه]

پېښور-- چارواکي او شنونکي وايي چې پاکستان په خپل کمپاين کې د نړۍ د سولې لپاره د تروریزم د ټولو ريښو له منځه وړلو ژمنه لري، لکه څنګه چې په ټول هيواد کې د داعش د شکمنو پر ضد مبارزې څرګندوي.

په دې وروستيو کې، د عمل ملي پلان (NAP) په توګه په فاټا او مېشتو سیمو کې چارواکو مختلف افراطي شکمن کسان چې له القاعدې او د داعش ځايي ډلې سره په تړاو تورن دي، نيول شوي دي.

په دسمبر ۲۰۱۴ کې په پېښور کې د پوځ په عامه ښوونځی کې د ۱۴۰ څخه زیات ماشومانو او ښوونکو د تروریستي وژني څخه وروسته حکومت د تروریزم پر ضد د عمل ملي پلان پيل کړ.

پوليس وايي چې ځینې شکمن کسانو د تلويزيون خبريالانو، نورو خبريالانو، او د قانون نافذکونکو وژلو اعتراف وکړ.

هغه وويل چې يو شکمن، عاصم چې تخلص يي اسامه دی، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې د ای آر وايي ټي وي په يومرکز پر بريد کولو کې تورن دی. په دغه پيښه کې يو تن ټپي شوی و. د پوښتنو په مهال، عاصم نورهغه کسان په ګوته کړل چې په دغو پيښو کې دخيل و.

پولیسو نور شکمن کسان ونيول. هغوی د مختلفو کسانو څخه د ۱.۷ میلیونونو روپو (امریکايي ۱۵،۰۰۰ ډالره) اخيستلو کې تورن دي.

پولیسوهم د پنجاب ولايت په واه کینټ کې د يو کور په ديوال باندي د داعش شعار لیکلو پر ضد چټک ګامونه واخيستل او د عاملينو فوري تالاشۍ یې پيل کړه.

د داعش خلاف مبارزه

پاکستاني چارواکو په خپل هېواد کې د داعش د شتون راپورونه رد کړي دي.

د دغې خبرې نفي هغه مهال وشوه کله چې افتاب سلطان، د استخباراتو اداري عمومي رئيس د کورنیو چارو لپاره د سنا د دایمي کمیټې ته وویل چې په سلګونو پاکستانيان سوریې ته د داعش خلاف مبارزه کولو لپاره تللي دي.

هغه تاييد وکړ چې داعش ده يو ګواښ په توګه راستنيږي، ځکه چې ډیروسله والې ډلې، لکه لشکر جنګوي او سپاه صحابه پاکستان له داعش د نظرونو سره خواخوږي لري.

افتاب وايې چې په پاکستان کې ترهګري بیا تشکيليږي. هغه د پولو زيات امنیت، د عمل ملي پلان پلي کولو او غیرسخت دريځي پالیسۍ د اړتيا ټینګار وکړ. هغه د تروریستي فلسفې سره د مبارزې په اړه هم ټینګار وکړ.

"د پاکستان دا هوډ ډېر روښانه دی،" د فاټا پخواني امنيتي منشي متقاعد ډګرمن، محمود شاه د پېښور څخه وويل. "په ښارونو او کلیوالي قبايلي سيمو دواړو کې د داعش تړاو د ترهګرو شبکو پر ضد وروستي عمليات دا روښانوي چې پاکستان به یو ترهګر هم ونه زغمي."

هغه وويل: "هغوی ټول باید له منځه وړلی شي."

" که ترهګرو د هر رنګ خولۍ یا پګړۍ اغوستې وي خو د پاکستان د دولت ښمنان دي،" هغه پاکستان فارورډ ته وويل. " د قانون د پلي کولو اداره د هغوی په لټه کې دي."

د پيښور پوهنتون د سیاسي علومو د ډیپارټمنټ مشر ای، زيډ هلالي وويل، دا مهمه ده چې هغه ټولو تند لارې ډلو ته ماتي ورکړل شي کومې چې پخوا له القاعدې سره خواخوږي لرله او اوس له داعش سره خپلې وفادارۍ څرګندوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل چې پاکستان عزم لري چې د پردۍ تروریستي ډلو مخنیوی وکړي چې نور زموږ د وګړو وینه تویه نه کړي.

هغه وويل: "د وروستيو [مبارزه] ټولو بهرني ډلو ته يو روښانه پیغام ورکوي چې پاکستان نور د ترهګرو لپاره خوندي ځاله نه ده."

هغه زياته کړه: "د قانون پلي کوونکي ادارې په دوی پسې دي ترڅو دوی له منځه وباسي."

يو زهرجن همزيستي

د پېښور په پوهنتون کې د فاټا د مطالعاتو د څانګې رئيس، سيد حسين شهيد سهروردي وويل: "زيات شمېر پاکستاني تند لاري افراطي ډلي چې داعش ته پناه ورکوي، له یو نړیوال تروریستي ډلې سره همزيستي لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " پاکستان پوه شو چې داعش اوس یو جدي ګواښ دی او د هغې د داعش په وړاندې ګامونه ښايي چې موږ ګواښ ته ډېر په جدي نظر ګورو."

په پېښور کې د پوليسو يو چارواکي، مشتاق خان، چې تقریباً دی يوې لسيزې راهیسې د بېلا بېلو تروريستي ډلو پر ضد جګړه کوي، وويل چې هغه په خپلو سترګو د داعش لخوا وينه بهيېدنه ليدلې ده.

هغه وويل: "هغوی ته په پيل کې ماتې ورکول پکار دي، مخکې له دې چې دوی په بلاګانو کې بدل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500