تروريزم

پاکستانیان د عبدالستار ايدهي په مرګ ماتم کوي

جاويد محمود لخوا

په زرګونو ویرجنو د جولای په ۹ مه په کراچۍ کې د عبدالستار ايدهي چې د ۸۸ کالو په عمر کې وفات شو، له هغه د مرګ نه يوه ورځ وروسته د هغه د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ. [جاويد محمود]

په زرګونو ویرجنو د جولای په ۹ مه په کراچۍ کې د عبدالستار ايدهي چې د ۸۸ کالو په عمر کې وفات شو، له هغه د مرګ نه يوه ورځ وروسته د هغه د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ. [جاويد محمود]

کراچۍ - پاکستانيان د بشردوست او د ټولنیز فعال عبدالستار ايدهي په مرګ ماتم کوي او د هغه د اړمنو خلکو سره مرسته لمانځنې.

"هغه خلک چې په تاوتريخوالي کې ښکېل شوي دي بايد د دغه اتل د ژوند څخه زده کړه وکړي،" په پېښور کې پر امنیتي مشاور متقاعد ډګرمن محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل. "دوی له پکار ده چې د انسانانو تنګولو له ډډه وکړي."

ايدهي په کراچۍ کي د جولاي په ۸ مه د ۸۸ کالو په عمر کې وفات شو او يوه ورځ وروسته په ايدهي کلي، سهراب ګوټ، کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. په زرګونو خلکو په کراچۍ ښار کې په ملي ستډيوم کې د هغه د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ. هغه د ايدهي بنسټ، يو نادولتي مؤسسه چې د ۶۰ کلونو څخه زیات د يتيمانانو او بې کوره خلکو خدمت وکړ، بنسټ کېښودلی و. د هغه شعار، " بشريت د تر ټولو لوی مذهب دی" په ملي کچه شهرت تر لاسه کړ.

ايدهي هڅه وکړه چې د مثال په توګه ژوند وکړي.

"زه باور لرم چې د نړۍ د ټولو مذهبونو بنسټ په بشریت کې دې،" هغه په مارچ ۲۰۰۹ کال کې د ډيلي ټايمز په مرکه کې وويل. " بشریت په خپله په دين کې بنسټ لري."

هغه وويل: "زما دنده دا ده چې د هر ضرورت مند سره مرسته وکړم."

سولې او برابرۍ ته وده ورکول

شنونکي وايي ايدهي هغه لومړی پاکستانی وګړی و چې هغه ته د هغه د ښخولو له مخکې پوځي سلامي او د ۱۹ ټوپکو سلامي وړاندې کړی شوه.

تر ټولو ستر حکومتي چارواکو، د ولسمشر ممنون حسین او د پوځ مشر لوی درستیز جنرال راحیل شریف په ګډون ، د هغه د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ.

فدرال حکومت د ايدهي په هکله د يوې ورځې ماتم اعلان کړ. د سېند حکومت د درې ورځو د ماتم اعلان وکړ.

فدرال حکومت وروسته ايدهي ته له مرګه وروسته لوړه ملکي ايوارډ، نشان امتياز ( د عالي نظم) ورکړل.

د ايدهي "دې پيغام ته تقویه ورکړه چې پرته له مذهبي، قومي او ژبني تبعیض د بشریت خدمت کول د وسله والو او ترهګرو حوصله کمزوري کوي،" امتيازګل، د سیاسي چارو کارپوه او د اسلام پر بنسټ د سي آر ايس ايس (CRSS) اجرايوي رئيس پاکستان فارورډ ته وويل.

"هغه هر څوک چې د پيسو او يا د زور له لارې د طاقت او شهرت په لټه کې دي هغوی ته ايدهي ډير په سپکه کتل،" ګل زياته کړه.

"پاکستان د هغه په څېر اتلانو ته اړتيا لري،" شاه وويل. "نه هغه [وسله وال] چې د دين په نامه سولې ته زيان رسوي او وينه تويوي. ايدهي د هر قسم ظلم په کلکه مخالفت وکړ ... هغه تل د سولې او برابرۍ غوښتنه وکړه.

د عزت او د خدمتونو ژوند

"په ۱۹۵۱ کې، ايدهي ... د کراچۍ په میټهادر سيمه کې یو درملتون جوړکړ،" فيصل ايدهي، د بشردوست زوی پاکستان فارورډ ته وويل. "په ۱۹۵۷ کال کې هغه ... د ايدهي سازمان بنسټ کيښود، چې هغه دغه بنسټ د پاکستان تر ټولو لوی خیراتي سازمان وګرځوو."

هغه د خپل پلار د ښخولو څخه وروسته د جولای په ۹ مه وويل: "زما پلار خپل ټول ژوند او سرچينې چې د محرومو، رد شوي او ضرورت مند پاکستانیانو د ښیګنی لپاره وقف کړ". "زه به دې دندې ته پرمختګ او دوام ورکړم."

فيصل وايي، چې د هغه د پلار دا شعار" چې بشريت تر ټولو لوی مذهب دی" معنه لري چې د ټولو لپاره سولې ته او هوساینی ته وده ورکړي او د وينې د تويولو مخه ونيسي.

محمد رمضان چيپا، د کراچۍ پر بنسټ د چيپا ويلفير فاونډيشن موسس وايي چې په کراچۍ کې د جولای په ۹ مه ايدهي "تل د سولې د ملاتړ او د بشریت د ښیګنی لپاره کار کاوه."

هغه وويل: "موږ به د ايدهي کمی محسوسو، خو موږ له ژمنې، صداقت او سرښندنه د فقر او نابرابرۍ د کمولو او د افراطیت مخه نيولو لپاره د هغه مشن ته دوام ورکولو لپاره د هغه په څېر نورو اتلانو ته اړتیا لرو".

ټول بشر ته ځان وقف کول

کورني بحران ايدهي په خپلا لار روان کړ، مبشر مير، د اردو ژبې پاکستان ورځپاڼې مدير او د کراچۍ اوسيدونکي پاکستان فارورډ ته وويل.

مير وويل: "کله چې هغه د ۱۱ کالو و ... په ګجرات ، هندوستان کې ، په ۱۹۳۹ کې [د تقسيم له مخکې]، د هغه ذهني ناروغه مور [له سکتې] فلج شوه"

ايدهي خپل ژوند خپلې مور ته وقف کړی و تر هغه پورې چې هغه مړه شوه چې دغه وخت د هغه عمر۱۹ کاله و.

مير وويل: "دا يوه مهمه پيښه وه."

کله چې په ۱۹۵۷ کال کې د دغه بنسټ بنياد کيښودل شو، دې وده وکړه چي ګڼ شمیر خدمتونه وړاندې کړي - امبولانسونه، د بې کورو او يتيمانانو لپاره د امن کورونو، ښوونځیو، د کډوالو سره مرسته، د ضرورت مندو لپاره وړیا خواړه ، د څارويو لپاره د امن ځايونه، او د واده او جنازې مرستې له نورو خدموتونو سره په دغه خدمتونو کې شامل و.

مير وويل، د ضرورت مندو خلکو پاملرنه کولای شي چي د افراطيت او تروريزم مخنيوی وکړي.

د اسلام آباد یوې ټولنیزې کارکوونکي، سعدیه شکیل، پاکستان فارورډ ته وويل، کله چې متعصب افرادو د ایدهي نه پوښتنه وکړه چې ولې د هغه امبولانسونوهندوان او عيسويان ناروغان راواخيسته، نو هغه ځواب ورکړ"زما امبولانسونه لا ستا نه زیاته مسلمان دي"،.

سعديه وايي: "ايدهي ... له میلیونونو خلکو سره مرسته وکړه چي په خپل ځان باور ولري". " هغه په زرګونه محرومه شوي خلک ، د ذات، عقيدې، نسل او مذهب له بغير، ځان ته رانږدې کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500