تروريزم

پاکستانیان له سعودي عربستان سره ویر کوي، د ترهګرۍ حملې غندي

عدیل سعید

یوه ویډیو د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د حضرت محمد (ص) له جومات سره نژدې د جولای په ۴ مه د بم د چاودنې ځای ښيي. [د یوټیوب د ویډیو یوه برخه]

یوه ویډیو د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د حضرت محمد (ص) له جومات سره نژدې د جولای په ۴ مه د بم د چاودنې ځای ښيي. [د یوټیوب د ویډیو یوه برخه]

پېښور-- مسلمانان په داسې حال کې چې د واړه اختر له پاره تیاریانې روانې دي په مدینه منوره کې د حضرت محمد (ص) له جومات نه بهر په یوه ځانمرګي برید پسې وروسته په پراخه کچه سخت قهر ښیي او دغه پېښه غندي.

د سعودي د کورنیو چارو د وزارت په وینا، د جولای په ۴مه د ماښام د لمانځه پر وخت یوه ځانمرګي بریدګر په نبوي جومات باندې هغه وخت برید وکړ چې امنیتي ساتونکي ورنژدې شول چې پوښتنې ترې وکړي. دغه برید ۴ تنه پولیس افسران ووژل او ۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

دغه جومات ته، چې هلته حضرت محمد (ص) دفن دی، او له جنت البقیع د هدیرې سره نژدې دی چې هلته د نبی (ص) خپلوان او نژدې صحابه دفن دي، هر کال میلیونونه زیارت کوونکي ورځي.

که څه هم چې، تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغې حملې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، پخوا د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) له خپلو ملاتړو څخه غوښتي ول چې د روژې په جریان کې حملې ترسره کړي.

د مسلمانانو له مقدسو ځایونو څخه په یوه کې بمي حمله حتی د روژې له وروستۍ څخه مخکې ورځ باندې ډېرو ته د دې سبب وګرځېده چې د غم اوښکې تویې کړي.

یوه پاکستاني دینی عالم او د پېښور پوهنتون پخواني مرستیال رییس قبله ایاز پاکستان فارورډ ته وویل، «نبوی جومات د هر مسلمان له پاره، چې هرې مذهبي ډلې پورې تعلق ولري، یو ډېر مقدس او پاک ځای دی، او هغه پیغام چې ترهګرو غوښتل چې د هغه ځای په نښه کولو سره یې نړۍ ته ورکړي د درک وړ نه دی.»

ایاز وویل، د هغه زړه ټکان خوړلی او له غمه ژاړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دا ډېره وحشیانه او د تأسف وړ خبره ده چې کتل کیږي چې خلک افراطي کیږی... او دومره زیات چې حتی هغوی روژې او نبوي جومات ته چې د پیغمبر د ارام ځای دی، درناوی نه کوي.»

نوموړي وویل چې دغه کسان مرتد دي چې داسې یوه ځای ته چې مؤمنان ورته په حرمت قایل دي درناوی نه کوي او له هر هغه څه څخه سرغړونه کوي چې نورو ته سپیڅلي وي.

ترهګر د دین پروا نه کوي

د مدینې منورې له حملې سره په یو وخت، یو بل ځانمرګی برید د سعودي عربستان په قطیف کې له یوه بل جومات سره نژدې وشو، او د همدغې ورځې په اوایلو کې دوه پولیس افسران په جده کې په یوه ځانمرګي برید کې ټپیان شول.

د سعودي د شورا کونسل مشرعبدالله الشیخ وویل چې د مدینې بمي برید «د داسې چا له خوا نه نشي کېدلی چې د هغه په زړه کې د ایمان حتی یوه ذره موجوده وي،» په داسې حال کې چې د سعودي د علماوو سترې شورا وویل چې دغه چاودنې، «ثابتوي چې هغه کسان چې مرتد دي... د تقدس له ټولو پولو څخه ور تېر شوي دي.»

د ولسمشر ممنون حسین، لومړي وزیر میا محمد نوازشریف، لوی درستېز جنرال رحیل شریف، د کورنیو چارو د وزیر چودهري نثارعلي خان، او د څلور واړو ایالتونو د سر وزیرانو او والیانو په شمول د پاکستان د سر سر مشرانو په سعودي عربستان کې شوې ترهګریزې حملې په سختو ټکو غندلي دي.

د خیبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا د جولای په ۵ مه په یوه بیانیه کې وویل، «دا د نه انسانیت او ترهګرۍ تر ټولو بد ډول دی، چې د ټول مسلمان امت احساسات یې ژوبل کړي دي.»

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا عبدالرحمان چې د خیبرپښتونخوا د ایالتي جرګې یو پخوانی غړی وو، پاکستان فارورډ ته وویل، «دا د هر مسلمان هیله ده چې د نبوي جومات زیارت وکړي او حتی د دغه جومات او ښار د مذهبي اهمیت له امله په مدینه منوره کې مړ شي.»

په پېښور پوهنتون کې د شیخ زاید د اسلامي مرکز پخواني رییس پروفیسر عبدالغفور پاکستان فارورډ ته وویل، «ما داسې الفاظ پیدا نه کړل چې دغه له کرکې نه ډک عمل پرې وغندم.»

غفور وویل، ټول مسلمانان د مکې معظمې او مدینې منورې د تقدس په هکله سره یوه خوله دي.

هغه وویل، هغه خلک چې په مدینه منوره کې یې د رسول الله (ص) د جومات سپیڅلتیا له پامه غورځولې ده اصلا مسلمانان نه دي او په کار ده چې په ښکاره د کافرانو په توګه اعلان کړای شي چې بل هیڅوک د هغوی لاره تعقیب نه کړي.

د لاهور د مرافعه محکمې یوه پخواني قاضي او دیني عالم نذیر غازي وویل، «مدینه منوره په سعودي عربستان کې تر مکې معظمې وروسته دویم تر ټولو مقدس ځای دی او اسلامي نړۍ دواړه د سولې ښارونه ګڼي.»

هغه وویل، دا د مسلمانانو له پاره د زغم وړ نه ده چې ترهګرو د هغوی د پیغمبر جومات په نښه کړ.

غازي وویل، «دغې پېښې د حمله کوونکیو د مذهبي سابقې په هکله پوښتنې راولاړې کړې دي، ځکه چې دا د اعتبار وړ نه ده چې یو مسلمان دې داسې یوه ګناه وکړي.»

هغه وویل، «دغه کار د ترهګرو اصلي څېره بربنډه کړه چې هغوی له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري. د یوه مسلمان له پاره دا ناشونې ده چې د پاک پیغمبر ارام ځای دې داسې هدف وګرځوي.»

مسلمانان د ترهګرۍ پر ضد سره یوه خوله شول

د پاکستان د وحدت المسلمین مجلس مشر مفتي امین شهیدي وویل، هېڅ مسلمان هېڅکله نشي کولی چې د داسې یوه فجیع عمل د ترسره کولو نیت دې وکړي.

هغه د جولای په ۴ مه په یوه خبري سروېس کې وویل، «ټول مسلمان امت د دغې پېښې له امله چې مونږ یې په وحشت کې اچولي یو په سخت غم او درد کې دی.»

مفتي امین وویل، ښایي چې داعش د دغې حملې تر شا لاس ولري ځکه چې د دغې ډلې مشر په ښکاره لوړه کړې چې د مسلمانانو مقدس ځایونه په نښه کوي.

د جمعیت علمای اسلام مشر رحمان وویل، ترهګرو نړۍ ته ښودلې ده چې هغوی دین نه لري او دا چې د هغوی په زړونو کې د سپیڅلتیا او حرمت هېڅ احساس نشته.

هغه وویل، احتمال شته چې داعش په مدینه منوره کې د بم پېښه ترسره کړې وي ځکه چې دغه ګروپ له ټولو مقدسو ځایونو څخه کرکه کوي او هر څوک یې چې مخالفت کوي هغه «کافر» ګڼي.

غازي، چې د لاهور د مرافعه محکمې پخوانی قاضی او د پاکستان د سیرت د نړیوال فورم رییس دی، په مسلمانانو زور راوړ چې سره یو شي او د مدینې منورې د حملې پلټنه وکړي او په دې توګه د عاملینو هویت معلوم کړي.

هغه وویل، هغه تش په نامه مسلمانان چې د دغې بمي حملې پلان یې نیولی او ترسره کړی دی «ثابتوي چې د نورو مؤمنانو له پاره چې مکې معظمې او مدینې منورې ته په داسې نظر ګوري چې په دغو دواړو ځایونو کې مړه شي، یوه د شرم نښه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500